دوی د هېڅ اوښ په غاړه کې غاړکۍ یا ګونګرو پرته له پرې کولو پرې نږدي».
له ابو بشیر الانصاري رضی الله عنه څخه روایت دی:
چې هغه په ځینو سفرونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره و، هغه ویلي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم یو استازی پداسې حال کې ولیږه چې خلک په خپلو استوګن ځایونو کې وو تر څو: « دوی د هېڅ اوښ په غاړه کې غاړکۍ یا ګونګرو پرته له پرې کولو پرې نږدي».
أَنَّهُ كَانَ مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي بَعْضِ أَسْفَارِهِ، قَالَ: فَأَرْسَلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَسُولًا -وَالنَّاسُ فِي مَبِيتِهِمْ-: «لَا يَبْقَيَنَّ فِي رَقَبَةِ بَعِيرٍ قِلَادَةٌ مِنْ وَتَرٍ أَوْ قِلَادَةٌ إِلَّا قُطِعَتْ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځینو سفرونو کې و، او خلک په خپلو کېږدیو او خېمو کې وو چې شپه به یې پکې تېروله، نو خلکو ته یې یو کس ورولېږه او امر یې ورته وکړ چې د اوښانو په غاړو کې ځوړندې غاړکۍ پرې کړي، هغه که د لرګي دوه ښاښۍ وي - یا بل څه وي لکه: ګونګرو او یا څپلۍ- ځکه چې دوی دا شیان د څارویو په غاړو کې له بد نظر څخه د ساتلو په موخه ځوړندول، نو دوی ته یې د پرې کولو امر وشو؛ ځکه چې دا له هغوی څخه هېڅ شی نشي منع کولی، او دا چې ګټه او تاوان یوازې د الله په لاس کې دي، هغه ذات چې شریک نه لري.
وتر: مفرد أوتار، وهو ما يشد به القوس كانت العرب تعلقه تتقي به العين.
قلادة: ما يعلق في رقبة البعير وغيره، كالجرس والنعل، بنية دفع العين.
د فایدې رسولو او تاوان څخه د مخنیوي په موخه د بندونو او غاړکیو د ځوړندولو حرمت، ځکه چې دا شرک دی.
که چېرته ځونډی د ښکلا لپاره وي، او یا پړی د څاروي د مهارولو او یا تړلو لپاره وي نو کوم باک نه لري.
له ناروا څخه د امکان تر حده منع کول واجب دي.
یوازې د الله جل جلاله پورې زړه تړل واجب دي؛ هغه ذات چې یو دی او شریک نه لري.
نور (8)
صحيح البخاري (4/ 59) (3005).
صحيح مسلم (3/ 1672) (2115).
القول المفيد على كتاب التوحيد.
لابن عثيمين (1/ 179).
الملخص في شرح كتاب التوحيد.
لصالح الفوزان (ص77).
الجديد في شرح كتاب التوحيد.
لمحمد القرعاوي (ص89).