Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 38

فلټرونه لرې کړئ
«دا څلور ځانګړنې دي چې په چا کې وي منافق دی، او که له دغو ځانګړنو څخه یوه هم په کې وه، نو د منافقت یوه ځانګړنه به پکې وي تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې خبرې کوي، دروغ وایي، کله چې وعده کوي، وفا پرې نه کوي، کله چې شخړه کوي سپکې سپورې وایي، او کله چې تړون وکړي نو خیانت کوي».
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی
«شیطان ستاسو څخه یو ته راځي او وايي: دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ تر دې چې ووايي: ستا رب چا پیدا کړی؟ نو کله چې دې حد ته ورسېده، نو په الله دې پناه وغواړي او نور دې ودریږي».
صحيح دی متفق علیه دی
«مَنْ حَلَفَ بِالْأَمَانَةِ فَلَيْسَ مِنَّا». «چا چې په امانت قسم وکړ؛ هغه زمونږ له ډلې څخه نه دی».
صحيح دی ابو داود او احمد روايت کړی دی
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ بن جبل رضي الله عنه یمن ته لېږه نو ورته یې وویل: « ته به د اهل کتابو یو قوم ته ورشې، نو کله چې ورغلې دې ته یې راوبله چې شاهدي ورکړي پر دې چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، نو که دوی په دې کې ستا پیروي وکړه، نو پوه یې کړه چې الله تعالی پرې په هره ورځ او شپه کې پنځه لمونځونه فرض کړي دي، نو که چېرته یې پدې کې ستا پیروي وکړه، نو پدې یې پوه کړه چې الله تعالی پرې د دوی په مالونو کې زکات فرض کړی دی چې له مالدارانو څخه یې اخیستل کیږي او غریبانو ته یې بېرته ورکول کیږي، نو که چېرته یې پدې کې ستا پیروي وکړه، نو د دوی له غوره مالونو - اخیستلو - څخه ځان وساته، او د مظلوم له ښېراوو څخه ووېرېږه، ځکه چې د هغه د ښیراوو او الله تعالی تر منځه هېڅ پرده نشته».
صحيح دی متفق علیه دی
«په خلکو کې د کفر دوه خویونه دي چې یو یې د خلکو د نسب پسې سپکې سپورې ویل او بل یې په مړو فریاد کول دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«الله تعالی په مؤمن باندې په نيکۍ کې ظلم نه کوي، په دنيا کې پرې بدله ورکوي او په آخرت کې پرې هم بدله ورکوي ، او کافر ته په هغې نيکۍ سره خواړه ورکوي چې په دې دنيا کې يې د الله لپاره کړي وي، تر دې چې کله آخرت ته لاړ شي، نو داسې کوم نیک عمل به نه لري چې بدله یې ورکړل شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ». «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: :ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او بنده دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج کول، او د رمضان روژه نیول».
صحيح دی متفق علیه دی
«د منافق مثال د هغه پسه په شان دی چې د دوو رمو تر منځه ځي راځي، کله دې ته ورځي او کله هغې ته ( نه پوهیږې چې کومې سره یو ځای شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی