"په لوړ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په ښکاره صدقه او خیرات ورکوي، او په پټ او ټیټ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په پټه صدقه او خیرات ورکوي".
له عقبه بن عامر الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"په لوړ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په ښکاره صدقه او خیرات ورکوي، او په پټ او ټیټ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په پټه صدقه او خیرات ورکوي".
«الجاهِرُ بالقرآن كالجاهِرِ بالصَّدَقَةِ، والمُسِرُّ بالقرآن كالمُسِرِّ بالصَّدَقَة».
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د قرآن په تلاوت سره غږ پورته کوونکی داسې دی لکه صدقه چې په ډاګه ورکوي او په پټه د قرآن تلاوت کوونکی داسې دی لکه څوک چې په پټه صدقه او خیرات ورکوي.
...:
په پټه د قرآن کریم لوستل داسې غوره دي لکه په پټه د صدقې ورکول، ځکه چې په هغه کې اخلاص وي او له ځان ښودنې او تکبر څخه پکې لرې وي، مګر دا چې په لوړ غږ لوستلو کې یې مصلحت وي لکه نورو ته د قرآن کریم ورښودل.
نور (7)
سنن ابو داود (2/ 494) (1333).
جامع الترمذي (5/ 40) (2919).
سنن النسائي (5/ 80) (2561).
الكاشف عن حقائق السُّنن (5/1688).
شرح أبي داود للعيني (5/238).
تحفة الأحوذي (8/ 191).
التنوير في شرح الجامع الصغير (5/286).