Skip to content

ځینې وختونه زمونږ زړونو ته داسې خبرې راځي چې ډیره سخته ده چي په اړه یې خبرې وکړو، هغه وفرمایل: «آیا داسې څه مو حس کړي دي؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: همدا څرګند او روښانه ایمان دی».

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي:

د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه یو څه خلک راغلل او ورڅخه یې پوښتنه وکړه چې ځینې وختونه زمونږ زړونو ته داسې خبرې راځي چې ډیره سخته ده چي په اړه یې خبرې وکړو، هغه وفرمایل: «آیا داسې څه مو حس کړي دي؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: همدا څرګند او روښانه ایمان دی».

جَاءَ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَسَأَلُوهُ: إِنَّا نَجِدُ فِي أَنْفُسِنَا مَا يَتَعَاظَمُ أَحَدُنَا أَنْ يَتَكَلَّمَ بِهِ، قَالَ: «وَقَدْ وَجَدْتُمُوهُ؟» قَالُوا: نَعَمْ، قَالَ: «ذَاكَ صَرِيحُ الْإِيمَانِ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو یوه ډله راغله او له هغه څخه یې پوښتنه وکړه چې دوی کله په خپلو زړونو کې د داسې لویو - خبرو - احساس کوي چې سخته ده ورته په اړه یې خبرې وکړي، ځکه چې هغه خورا بدې خبرې دي او دوی ورڅخه کرکه لري. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څه چې تاسو موندلي دي روښانه ایمان او یقین دی چې تاسو هڅوي د هغه څه مخه ونیسئ چې شیطان یې په زړه کې در اچوي، نو تاسو یې له ویلو انکار کوئ او په زړه کې درته ډیره لویه تمامیږي چې په اړه یې خبرې وکړئ، او یقینا چې شیطان ستاسو په زړونو باندې واک نه دی ترلاسه کړی، د هغه چا په څیر چې شیطان یې په زړه قبضه کړې وي او له ځان سره داسې هیڅ شی نه لري چې دفاع پرې وکړي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

د ایمان د خاوندانو په وړاندې د شیطان کمزوري، ځکه چې هغه یوازې د وسوسې کولو توان لري.

د نفس په وسواسونو باور نه کول او نه منل، ځکه دا د شیطان له لوري دی.

د شيطان وسوسه مؤمن ته هيڅ ضرر نه رسوي، خو بايد له وسوسو څخه یې په الله جل جلاله پناه وغواړي او له ډېر لرې تګ څخه دې پکې ځان وساتي.

مسلمان بايد د خپل دين په اړه د پوښتنو په اړه چوپه خوله پاتې نه شي، او بايد په ​​اړه یې پوښتنه وکړي.

مراجع
نور (5)

صحيح مسلم (1/ 119) (132).

معالم السنن (4/174).

المفهم للقرطبي (1/344).

شرح النووي على مسلم (2/154).

البحر المحيط الثجاج (3/622).