Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 51

فلټرونه لرې کړئ
"په لوړ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په ښکاره صدقه او خیرات ورکوي، او په پټ او ټیټ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په پټه صدقه او خیرات ورکوي".
صحيح دی أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی
"ښه خوب لیدل د الله له طرفه دي او بد خوب د شیطان له طرفه، نو که ستاسو څخه یو څوک داسې خوب وویني چې ترې ډاریږي، خپل کیڼ اړخ ته دې لاړې تو کړي، او د هغه خوب له شر څخه دې په الله پناه وغواړي، نو هغه ته به زیان نه رسوي".
صحيح دی متفق علیه دی
«مسلمانې ښځې ته روا نه دی چې د یوې شپې په اندازه له خپل نارینه محرم پرته سفر وکړي».
صحيح دی متفق علیه دی
"قسم خوړل د مال خرڅولو (پلورلو) لپاره وسیله، خو د برکت ختمېدو سبب ګرځي".
صحيح دی متفق علیه دی
«إِذَا رَأَى أَحَدُكُمُ الرُّؤْيَا يُحِبُّهَا فَإِنَّهَا مِنَ اللَّهِ، فَلْيَحْمَدِ اللَّهَ عَلَيْهَا وَلْيُحَدِّثْ بِهَا، وَإِذَا رَأَى غَيْرَ ذَلِكَ مِمَّا يَكْرَهُ، فَإِنَّمَا هِيَ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَلْيَسْتَعِذْ مِنْ شَرِّهَا، وَلاَ يَذْكُرْهَا لِأَحَدٍ، فَإِنَّهَا لَنْ تَضُرَّهُ». «کله چې په تاسو کې څوک داسې یو خوب وویني چې خوښوي یې، نو هغه د الله له لورې دی، د الله ستاینه دې وکړي او نورو ته دې ووایي، او که چېرته یې له دې پرته بل ډول ولیده چې نه یې خوښاوه، نو هغه شیطاني خوب دی، له شر څخه دې پناه وغواړي او هېچاته دې نه وایي، (که داسې یې وکړل نو) ضرر به ورته ونه لري».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
"د هغو خلکو کورونو ته مه ننوځئ چې پر ځانونو یې ظلم کړی دی، مګر د ژړا په حال کې؛ که نه نو تاسو به هم د دوی په څېر برخلیک سره مخ شئ" بیا یې خپله (سپرلۍ) چټکه کړه، تر دې چې له سیمې تېر شو.
صحيح دی متفق علیه دی
"څوک چې په دنيا کې ورېښم واغوندي؛ په آخرت کې به یې نه اغوندي".
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو اعرابی (اطرافی سړی) راغی او ورته یې وویل: ماته یو داسې عمل را وښیه چې که زه یې وکړم جنت ته به داخل شم، هغه ورته وفرمایل: «چې د الله تعالی عبادت وکړې او له هغه سره څوک شریک نه کړې، فرض لمونځ ادا کړې، فرض زکات ورکړې او د رمضان (میاشت) روژه ونیسې»، هغه وويل: قسم په هغه ذات چې زما روح يې په لاس کې دى، له دې څخه به یې زیات نه کړم، نو کله چې ولاړ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «که څوک غواړي چې له جنتیانو څخه یو سړي ته وګوري، نو دې ته دې وګوري».
صحيح دی متفق علیه دی