السؤال
س٢٢: ما أركان الصلاة؟
۲۲. پوښتنه: د لمانځه رکنونه کوم دي؟
الجواب
ج:هي أربعة عشر ركنًا، كما يلي:
- أحدها: القيام في الفرض على القادر.
لحديث عمران بن حصين رضي الله عنه، عن النبي صلى الله عليه وسلم:
«صل قائمًا، فإن لم تستطع فقاعدًا، فإن لم تستطع فعلى جنب»
رواه البخاري.
- تكبيرة الإحرام، وهي: "الله أكبر".
لقوله عليه الصلاة والسلام:
«إذا قمت إلى الصلاة فكبر»
متفق عليه.
- قراءة الفاتحة.
«لا صلاة لمن لم يقرأ بفاتحة الكتاب»
- الركوع، ويمد ظهره مستويًا ويجعل رأسه حياله.
الرفع منه.
- الاعتدال قائمًا.
لقوله صلى الله عليه وسلم:
«ثم اركع حتى تطمئن راكعًا، ثم ارفع حتى تعتدل قائمًا»
- السجود، وتمكين جبهته، وأنفه، وكفيه، وركبتيه، وأطراف أصابع قدميه من محل سجوده.
- الرفع من السجود.
- الجلوس بين السجدتين.
«ثم اسجد حتى تطمئن ساجدًا، ثم ارفع حتى تطمئن جالسًا»
والسُّنَّة: أن يجلس مفترشًا على رجله اليسرى، وينصب اليمنى، ويوجهها إلى القبلة.
لحديث أم المؤمنين عائشة رضي الله عنها:
«وكان يفرش رجله اليسرى، وينصب رجله اليمنى»
رواه مسلم.
- الطمأنينة، وهي السكون في كل ركن فعلي.
- التشهد الأخير.
لحديث ابن مسعود رضي الله عنه قال:
كنا نقول في الصلاة قبل أن يفرض التشهد.
رواه النسائي وأصله في الصحيحين.
- الجلوس له.
- التسليمتان، وهو أن يقول مرتين: "السَّلام عليكم ورحمة الله".
لحديث:
«أنه كان يسلم عن يمينه وعن يساره: السلام عليكم ورحمة الله، السلام عليكم ورحمة الله»
رواه الترمذي وغيره.
- ترتيب الأركان -كما ذكرنا-، فلو سجد مثلًا قبل ركوعه عمدًا؛ بطلت صلاته، وسهوًا؛ لزمه الرجوع ليركع، ثم يسجد.
ج- څوارلس رکنونه لري، چې په لاندې ډول دي:
- یو له هغو څخه: هغه څوک چې د دریدلو توان لري باید په فرض لمونځ کې ودریږي.
له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«په ولاړه لمونځ وکړه، که دې نشو کولای نو په ناسته یې وکړه، او که دې نشو کولای نو په څنګ یې وکړه».
بخاري روایت کړی دی.
- تکبیر تحریمه، او هغه: «الله اکبر» دی.
د (نبي) عليه الصلاة والسلام د دې وینا له کبله:
«کله چې لمانځه ته پاڅېدې نو تکبیر ووایه»
متفق علیه.
- د فاتحې سورت لوستل.
«د هغه چا لمونځ صحیح ندی چې فاتحة الکتاب (الحمد لله) یې نه وي لوستلي».
- رکوع کول، خپله شا باید یو برابر وساتي او خپل سر دې ورسره برابر کړي.
له رکوع څخه پورته کیدل.
- برابر دریدل.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې وينا له کبله:
«بيا رکوع وکړه تر څو چې په رکوع کې آرامه شې، بيا پاڅېږه تر څو چې نیغ ودریږې»
- سجده کول، او د سجدې ځای باندی خپل تندی، پوزه، لاسونه، زنګنونه او د پښو د ګوتو څوکې لګول.
- د سجدې څخه پورته کیدل.
- د دوو سجدو تر منځ کیناستل.
«بيا سجده وکړه، تردې چې د سجدې په حالت کې آرامه شې، بيا سر راپورته کړه، تردې چې په ناسته کې ښه آرامه شې»
او سنت دا دي چې: چپه پښه وغځول شي او هغې باندې کېني، ښۍ پښه دې قبلې خوا ته ولاړه وساتي.
د أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها په حدیث کې راغلي دي:
«خپله چپه پښه به يې هواروله، او خپله ښۍ پښه به يې دروله»
مسلم روایت کړی.
- اطمینان او آرامتیا، او هغه په هر فعلي رکن کې باید خپله آرامتیا وساتی.
- وروستی تشهد.
د ابن مسعود رضي الله عنه حديث دی، چې فرمایي:
وړاندې لدې چې تشهد فرض شي، په لمانځه کې به مو ویل.
دا حدیث نسائي روایت کړی او اصل يې په صحيحينو کې دی.
- د هغه لپاره کښیناستل.
- دوه سلامونه، او هغه دا چې دوه ځلې ووایي: "السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته."
ددې حديث پر اساس:
«چې هغه به ښي او چپ لور ته سلام ګرځاوه: السلام عليكم ورحمة الله، السلام عليكم ورحمة الله»
ترمذي او نورو روایت کړی.
- د رکنونو ترتیب - لکه څرنګه چې موږ یادونه وکړه - د مثال په توګه، که هغه په قصدي توګه له رکوع څخه مخکې سجده وکړه؛ لمونځ یي باطل شو؛ او که یې په سهوه کې وکړه ورباندې لازم دي چې رکوع وکړي او بیا سجده وکړي.