Skip to content

پوښتنه: د لمانځه شرطونه څه دي؟

التصنيف الشرعي
الفقهالصلاةشروط الصلاة
الباب / الفصل
قسم الفقه

السؤال

س21: ما هي شروط الصلاة؟

۲۱. پوښتنه: د لمانځه شرطونه څه دي؟

الجواب

ج:1. الإسلام؛ فلا تصح من كافر؛ لحبوط العمل بالشرك.

قال تعالى:

﴿لَئِنۡ أَشۡرَكۡتَ لَيَحۡبَطَنَّ عَمَلُكَ﴾

[الزمر: ٦٥].

  1. العقل؛ فلا تصح من مجنون.
  2. التمييز؛ فلا تصح من صغير غير مميز.

لقول النبي صلى الله عليه وسلم:

«رفع القلم عن ثلاث: عن النائم حتى يستيقظ، وعن الصغير حتى يكبر، وعن المجنون حتى يعقل أو يفيق»

رواه أهل السنن.

  1. النية.

في الحديث:

«إنما الأعمال بالنيات، وإنما لكل امرئ ما نوى»

رواه البخاري.

  1. دخول الوقت.

﴿إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ كَانَتۡ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ كِتَٰبٗا مَّوۡقُوتٗا﴾

[النساء: ١٠٣].

  1. الطهارة في رفع الحدث.

لحديث:

«لا يقبل الله صلاة أحدكم إذا أحدث حتى يتوضأ»

متفق عليه.

  1. التطهر من النجاسة.

لقوله تعالى:

﴿وَثِيَابَكَ فَطَهِّرۡ﴾

[المدثر: ٤].

  1. ستر العورة.

﴿يَٰبَنِيٓ ءَادَمَ خُذُواْ زِينَتَكُمۡ عِندَ كُلِّ مَسۡجِدٖ﴾

[الأعراف: ٣١].

  1. استقبال القبلة.

﴿فَوَلِّ وَجۡهَكَ شَطۡرَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِۚ وَحَيۡثُ مَا كُنتُمۡ فَوَلُّواْ وُجُوهَكُمۡ شَطۡرَهُ﴾

[البقرة: ١٤٤].

ج:۱. اسلام؛ نو له کافر څخه نه صحیح کیږي؛ ځکه په شرک سره عمل بربادیږي.

الله تعالی فرمايي:

﴿لَئِنۡ أَشۡرَكۡتَ لَيَحۡبَطَنَّ عَمَلُكَ﴾ (كه شرك دې وكړ، هرومرو به دې عمل هم برباد شي).

[الزمر سورت: ٦٥ آیت].

۲- عقل؛ نو د لیوني لمونځ صحیح ندی.

۳. تمیز؛ نو د کوچني ماشوم چی توپیر نشي کولای د هغه لمونځ صحیح ندی.

دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده:

«له دريو کسانو څخه قلم پورته کړل شوی دی: له ويده څخه ترڅو بیداره شوی نه وي، له کوچني څخه ترڅو لوی شوی نه وي، او له لېوني څخه ترڅو عاقل یا په سد شوی نه وي».

سننو والاو روايت کړی دی.

۴. نیت.

په حدیث کې دي چې:

«اعمال د نیتونو پربنسټ دي، او هر چا ته هغه څه ورکول کېږي چې هغه یې نیت کړی وي»

بخاري روایت کړی دی.

۵. د وخت داخلیدل.

﴿إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ كَانَتۡ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ كِتَٰبٗا مَّوۡقُوتٗا﴾ (بې شكه لمونځ په ټاكلو وختونو كې پر مومنانو فرض دى).

[النساء سورت: 80 آیت]،

۶- پاکوالی او د بې اودسۍ لرې کول.

ددې حديث پر اساس:

"له تاسو څخه الله جل جلاله د هېچا لمونځ نه قبلوي کله چې اودس مات کړي تر دې چې اودس وکړي"

متفق علیه.

۷- له نجاست نه پاکوالی.

د الله تعالی د دې قول پر بنیاد:

﴿وَثِيَابَكَ فَطَهِّرۡ﴾ (او خپلې جامې پاكې وساته).

[المدثر سورت: 4 ايت].

۸- د عورت پټول.

(اې د آدم اولادې! د هر عبادت په وخت كې مو د ښكلا لباس واخلئ).

(الأعراف سورت: ۳۱ ايت).

۹- قبلې ته مخامخ کېدل.

﴿فَوَلِّ وَجۡهَكَ شَطۡرَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِۚ وَحَيۡثُ مَا كُنتُمۡ فَوَلُّواْ وُجُوهَكُمۡ شَطۡرَهُ﴾ (نو خپل مخ د مسجد الحرام (کعبې) په طرف وګرځوه او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغې په طرف وګرځوئ).

[البقرة سورت: 50 آیت].