«څوک چې تاسو ته راشي په داسې حال کې چې تاسو ټول په یو سړي راغونډ شوي یاست، غواړي چې ستاسو منځ کې درز او تفرقه واچوي، او یا مو جماعت سره بیل کړي، نو ویې وژنئ».
له عرفجة رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«څوک چې تاسو ته راشي په داسې حال کې چې تاسو ټول په یو سړي راغونډ شوي یاست، غواړي چې ستاسو منځ کې درز او تفرقه واچوي، او یا مو جماعت سره بیل کړي، نو ویې وژنئ».
«مَنْ أَتَاكُمْ وَأَمْرُكُمْ جَمِيعٌ عَلَى رَجُلٍ وَاحِدٍ، يُرِيدُ أَنْ يَشُقَّ عَصَاكُمْ، أَوْ يُفَرِّقَ جَمَاعَتَكُمْ، فَاقْتُلُوهُ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې کله مسلمانان پر یو چارواکي سره راغونډ شول، او یا په یو جماعت سره راټول شول، بیا یو څوک راشي او د واک پر سر ورسره شخړه وکړي، نو پر دوی یې منع کول او ورسره جګړه کول واجب دي، تر څو یې شر دفع شي، او د وینو تویدلو مخنیوی وشي.
وأمركم جميع: كلمتكم مجتمعة على إمام واحد، وأنتم يد واحدة.
يشق عصاكم: أصل العصا الاجتماع والائتلاف، والمراد هنا أنه يريد تفريق جماعتكم التي اجتمعت على إمام واحد.
د مسلمانانو له حاکم څخه اورېدل او له معصیت پرته یې پيروي کول واجب دي او پر هغه راوتل (کودتاه کول) حرام دي.
چا چي د مسلمانانو د حاکم او د هغه د ډلې پر وړاندې بغاوت وکړ نو جګړه کول ورسره واجب دي، که د شرف او نسب له اړخه هر څومره د لوړې مرتبې خاوند هم وي.
په اتحاد ټینګار او له بېلتون او اختلاف څخه ځان ساتل.
نور (9)
صحيح مسلم (3/ 1480) (1852).
منحة العلام في شرح بلوغ المرام.
لعبد الله الفوزان (8/ 349).
توضيح الأحكام شرح بلوغ المرام.
للبسام (6/ 329).
فتح ذي الجلال والإكرام بشرح بلوغ المرام.
لابن عثيمين (5/ 302).
المفاتيح في شرح المصابيح.
الحسين المُظْهِري (4/ 295).