Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 5

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«څوک چې تاسو ته راشي په داسې حال کې چې تاسو ټول په یو سړي راغونډ شوي یاست، غواړي چې ستاسو منځ کې درز او تفرقه واچوي، او یا مو جماعت سره بیل کړي، نو ویې وژنئ».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«بېشکه فتنې به راشي، خبر اوسئ! بیا به داسې فتنې راشي چې ناست به پکې له روان څخه غوره وي، او روان به پکې له منډه وهوونکي څخه غوره وي چې منډې وروهي، خبر اوسئ! کله چې دا فتنه راکښته یا واقع شي، نو څوک چې اوښان ولري، نو د خپلو اوښانو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې پسونه ولري، نو د خپلو پسونو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې ځمکه ولري، نو د خپلې ځمکې خوا ته دې لاړ شي، یو سړي وویل: اې د الله رسوله! که څوک نه اوښان ولري، نه پسونه او نه ځمکه، نو څه به کوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: خپله توره دې واخلي، او د هغې تېغ دې په ډبره وټکوي، بیا دې ځان وژغوري که د ژغورنې توان یې درلوده، بیا یې درې ځلې وویل: اې الله! آیا ما پېغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پېغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پیغام ورساوه؟ بیا یو سړي وویل: اې د الله رسوله! که زه مجبور کړای شم، تر دې چې یو صف یا یوې ډلې ته بوتللی شم، او یو سړی ما په توره ووهي، یا یو غشی راشي او زه پرې ووژل شم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: هغه به د خپلې ګناه او ستا د ګناه بار واخلي، او له دوزخیانو څخه به شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«ژر دی چې تاسو به واکمنان وګورئ نو له ځینو کارونو سره به یې تاسو بلد یاست او ځینې نور به یې ردوئ، نو چا چې وپېژندل خلاص شو، او چا چې انکار وکړ نو هغه جوړ پاتې شو، خو هغه څوک چې پرې خوشحاله شو او پيروي یې وکړه» نو هغوی وویل: آیا مونږ ورسره ونه جنګیږو؟ هغه وفرمایل: نه، تر څو چې لمونځ کوي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
مونږ د رسول الله - صلی الله علیه وسلم سره : په تنګلاسۍ او پراختیا، خوښۍ او ناخوښۍ، بیعت وکړ او دا چې په خپل ځان به - هغه- ته لومړیتوب ورکوو، او دا چې د واک په سر به یې له خاوندانو سره شخړه نه کوو، او دا چې حق به وایو که هر چېرته وو، او د الله تعالی په اړه به د هېڅ ملامتوونکي له ملامتیا څخه نه وېریږو».
صحيح دی متفق علیه دی
«څوک چې له اطاعت څخه ووت، او ټولی یې پرېښوده، بیا مړ شو، نو مرګ یې د جاهلیت مرګ دی، او څوک چې د داسې یو بیرغ لاندې وجنګیده چې برخلیک یې نه و معلوم یوازې د خپلوانو او قوم په خاطر په قهر او غصه شي، یا دا چې تعصب ته یې بلنه کوله، او یا یې ملاتړ د تعصب له مخې و، بیا مړ شو، نو مرګ یې د جاهلیت دی، او چا چې زما پر امت خروج وکړ، داسې چې نیک او بد یې له منځه یوسي، او د مؤمن په اړه یې پروا و نه ساتي، او د هېڅ ژمنې والا سره یې په ژمنه وفا نه کوي، نو هغه له ما څخه ندی او زه له هغه څخه نه یم».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی