Skip to content

«دنیا د خوند اخیستلو څیز دی، او د دنیا تر ټولو غوره شی چې خوند ورڅخه اخیستل کیږي؛ نېک صالحه مېرمن ده».

له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«دنیا د خوند اخیستلو څیز دی، او د دنیا تر ټولو غوره شی چې خوند ورڅخه اخیستل کیږي؛ نېک صالحه مېرمن ده».

«الدُّنْيَا مَتَاعٌ، وَخَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې دنیا او څه چې په دنیا کې دي هغه څه دي چې د یو څه وخت لپاره ترې خوند اخیستل کیږي بیا له منځه ځي او دا چې تر ټولو غوره متاع یې صالحه مېرمن ده، کله چې ورته وګوري خوشحالیږي، او کله چې ورته امر وکړي اطاعت یې کوي، او کله چې ترې لرې وي نو په خپل ځان او د هغه په مال کې ترې ساتنه کوي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

د دې دنیا له پاکیزه څیزونو څخه د خوند اخیستلو جواز؛ هغه چې الله جل جلاله ترې خوند اخیستل روا کړي وي پرته له اسراف او تکبر څخه.

د صالحې میرمنې غوره کولو ته هڅونه؛ ځکه چې د خاوند لپاره مرستندویه ده چې د خپل رب اطاعت وکړي.

د دنیا تر ټولو ښه متاع هغه ده چې د الله جل جلاله اطاعت پکې وي او یا د الله جل جلاله د اطاعت لپاره مرستندویه وي.

مراجع
نور (7)

صحيح مسلم (2/ 1090) (1467).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (1/ 365).

كشف المشكل من حديث الصحيحين.

لابن الجوزي (4/ 129).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمصطفى الخن وغيره (1/ 286).