پوښتنه: التکاثر سورت ولولئ او تفسیر یې کړئ؟
- الباب / الفصل
- قسم التفسير
السؤال
س٥: اقرأ سورة التكاثر وفسرها.
۵. پوښتنه: التکاثر سورت ولولئ او تفسیر یې کړئ؟
الجواب
ج:سورة التكاثر وتفسيرها:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
﴿أَلۡهَىٰكُمُ ٱلتَّكَاثُرُ 1
حَتَّىٰ زُرۡتُمُ ٱلۡمَقَابِرَ 2
كَلَّا سَوۡفَ تَعۡلَمُونَ 3
ثُمَّ كَلَّا سَوۡفَ تَعۡلَمُونَ 4
كَلَّا لَوۡ تَعۡلَمُونَ عِلۡمَ ٱلۡيَقِينِ 5
لَتَرَوُنَّ ٱلۡجَحِيمَ 6
ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيۡنَ ٱلۡيَقِينِ 7
ثُمَّ لَتُسۡـَٔلُنَّ يَوۡمَئِذٍ عَنِ ٱلنَّعِيمِ 8﴾
[سورة التكاثر: ١ - ٨].
التفسير:
- ﴿أَلۡهَىٰكُمُ ٱلتَّكَاثُرُ1﴾:
شغلكم - أيها الناس - التفاخر بالأموال والأولاد عن طاعة الله.
- ﴿حَتَّىٰ زُرۡتُمُ ٱلۡمَقَابِرَ2﴾:
حتى متُّم ودخلتم قبوركم.
- ﴿كَلَّا سَوۡفَ تَعۡلَمُونَ3﴾:
ما كان لكم أن يشغلكم التفاخر بها عن طاعة الله، سوف تعلمون عاقبة ذلك الانشغال.
- ﴿ثُمَّ كَلَّا سَوۡفَ تَعۡلَمُونَ4﴾:
ثم سوف تعلمون عاقبته.
- ﴿كَلَّا لَوۡ تَعۡلَمُونَ عِلۡمَ ٱلۡيَقِينِ5﴾:
حقًّا لو أنكم تعلمون يقينًا أنكم مبعوثون إلى الله، وأنه سيجازيكم على أعمالكم، لما انشغلتم بالتفاخر بالأموال والأولاد.
- ﴿لَتَرَوُنَّ ٱلۡجَحِيمَ6﴾:
والله لتشاهدنَّ النار يوم القيامة.
- ﴿ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيۡنَ ٱلۡيَقِينِ7﴾:
ثم لتشاهدنَّها مشاهدة يقين لا شك فيه.
- ﴿ثُمَّ لَتُسۡـَٔلُنَّ يَوۡمَئِذٍ عَنِ ٱلنَّعِيمِ﴾:
ثم ليسألنّكم الله في ذلك اليوم عما أنعم به عليكم من الصحة والغنى وغيرهما.
ج- التکاثر سورت او تفسیر یې:
﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
﴿أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ 1 غافل كړي وئ تایو ډېروالي د مال په خپل مینځ کې.(۱)
حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ 2 تر هغه پورې چې تاسو هدېرو ته ورشئ(تر مرګه بورې)
كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ 3 داسې نده په كار، ژر ده چې تاسو به پوه شئ.
ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ 4 بیا بېخي داسې نه ده، ژر ده چې تاسو به پوه شئ
كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ 5 داسې نه ده، كه تاسو په علم اليقين سره پوهېدلى(۱)
لَتَرَوُنَّ الْجَحِيمَ 6 تاسو به خامخا ضرور دوزخ وینئ(دا خطاب ټول انسانسیت او پیري ته دی: وان منکم الا واردها، که څوک یې لایق وو هغه به ورداخل شي او که څوک یې لایق نه وو هغه به پرې ورتیر شي)
ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ 7 بیا به تاسو خامخا ضرور دغه (دوزخ) د یقین په سترګو وینئ(۱)
ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ﴾ بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې تپوس كېږي.
[التكاثر سورت: ١ - ٨].
تفسير:
﴿بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 1د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی ۱
﴿أَلۡهَىٰكُمُ ٱلتَّكَاثُرُ 1 تاسو زياتولو بې پروا کړي ياست.
حَتَّىٰ زُرۡتُمُ ٱلۡمَقَابِرَ 2 تردې چې قبرونو ته ورسېږئ 2.
كَلَّا لَوۡ تَعۡلَمُونَ عِلۡمَ ٱلۡيَقِينِ 5 هيڅکله نه، که تاسي په يقيني پوهه پوهېدلای.
لَتَرَوُنَّ ٱلۡجَحِيمَ 6 تاسي به هرومرو دوزخ ووينئ 6.
ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيۡنَ ٱلۡيَقِينِ 7 بيا به هرومرو د يقين په سترګو هغه ووينئ 7.
ثُمَّ لَتُسۡـَٔلُنَّ يَوۡمَئِذٍ عَنِ ٱلنَّعِيمِ 8﴾ بيا به هرومرو تاسي په هغه ورځ د (دغو) نعمتونو په اړه وپوښتل شئ.
اې خلکو! پر مالونو او اولادونو وياړ کولو تاسې د الله له پيروۍ بوخت کړي ياست.
تردې چې مړه شئ او خپلو قبرونو ته مو ننوځئ.
تاسې لره په کار نه وه چې پر هغو د وياړلو له امله د الله له پيروۍ بوخت شئ، ژر به د دغې بوختيا پر پايله پوه شئ.
بيا به ژر د هغو پر پايله پوه شئ.
په رېښتيا که چېرې تاسې په یقيني توګه پوهېدلای چې تاسو به الله ته ور پاڅول کېږئ، او هغه به مو د اعمالو بدله درکوي؛ نو تاسې به د مالونو او اولادونو پر وياړلو نه بوختېدلای.
پر الله قسم چې تاسې به د قيامت په ورځ اور ووينئ.
بيا به هرومرو تاسې هغه په يقني ليدلو سره ووينئ چې هيڅ شک به پکې نه وي.
بيا به الله هرومرو په دغه ورځ له تاسې د هغه څه په اړه پوښتنه وکړي چې پر تاسو يې کومه روغتيا، شتمني او داسې نور پېرزو کړي وو.