Skip to content

زه یوه مور لرم چې پنځه شپیته کلنه ده، نولس کاله کیږي چې اولادونه یې نه دي زیږولي، اوس هغې څخه وینه بهیږي، ددې ستونزې درې کاله کیږي، داسې ښکاري چې دغه ناروغي هغې لپاره د پخوا وخت څخه پاتې وي، دا چې هغې باندې د رمضان میاشت راځي، تاسو ورته څه مشوره ورکوئ؟ او د هغې په څیر کس څه باید وکړي؟

السؤال

س1:

زه یوه مور لرم چې پنځه شپیته کلنه ده، نولس کاله کیږي چې اولادونه یې نه دي زیږولي، اوس هغې څخه وینه بهیږي، ددې ستونزې درې کاله کیږي، داسې ښکاري چې دغه ناروغي هغې لپاره د پخوا وخت څخه پاتې وي، دا چې هغې باندې د رمضان میاشت راځي، تاسو ورته څه مشوره ورکوئ؟ او د هغې په څیر کس څه باید وکړي؟

س33: لي والدةٌ تبلغ من العمر خمسةً وستّين عامًا، ولها مدة تسع عشرة سنةً وهي لم تأت بأطفالٍ، والآن معها نزيف دمٍ، لها مدة ثلاث سنواتٍ، وهو مرضٌ -يبدو- أتاها في تلكم الفترة، ولأنها ستستقبل الصّيام، فكيف تنصحونها؟ وكيف يتصرف مثلها؟

الجواب

ﺟ1:

د داسې ښځې لپاره چې وېنه یې بهېږې حكم یې دا دى: چې هغه دې خپل پخواني حیض – مخکې لدې چې دغه ستونزه ورته پیدا شوې ده- د نیټې په اندازه دې لمونځ او روژه پرېږدي، د مثال په توګه که د هغې عادت دا وي چې حیض یې د میاشت په پیل کې د شپږو ورځو لپاره وي، نو هغه د هر میاشت په پیل کې د شپږو ورځو لپاره دې لمونځ نه کوي او روژه دې نه نیسي، او هرکله چې دغه موده ختمه شوه نو غسل دې وكړي، لمونځ دې وكړي او روژه دې ونيسي.

او د دې ښځې او دې ته ورته ښځو ته د لمونځ کولو طریقه: خپله شرمګاه دې په بشپړه توګه ومينځي، او یوې ټوټې سره دې بند کړي، اودس دې وکړي، او د هر فرض لمونځ د وخت په داخلېدو سره دې همداسې وکړي، او که وغواړي چې د فرض لمونځونو د وخت پرته نفلي لمونځ ادا کړي همدا کار دې وکړي.

په دې حالت کې - او هغې باندې د سختۍ لپاره - د هغې لپاره د ماسپښین او مازیګر لمونځونه سره، او د ماښام له ماخوستن لمونځونو سره یوځای کول روا دي؛ ترڅو د هغې یو عمل د دوو لمونځونو لپاره اوسي: د ماسپښین لمونځ او د مازیګر لمونځ.

او یو د دوو لمونځونو لپاره اوسي: د ماښام او ماخوستن لمونځونه. او يو د سهار د لمانځه لپاره، د پنځو وختونو پر ځای درې وخته وکړي.

او دوهم ځل يې بیا هم تکراروم، او وایم: كله چې دغه ښځه وغواړي ځان پاک كړي نو بايد خپل شرمګاه ومينځي، او په يوې ټوټې يا داسې څه باندې يې بند كړي تر څو چې وینه بهر نشي، بيا دې اودس وكړي، او د ماسپښین لمونځ دې څلور رکعته وكړي، د مازيګر لمونځ دې څلور رکعته وكړي، د ماښام لمونځ دې درې رکعته وكړي، د ماخوستن لمونځ دې څلور رکعته وكړي، او د سهار لمونځ دې دوه رکعته وكړي، یعنې: قصر دې نه کوي، لکه څنګه چې ځینې عام خلک تصور کوي.

خو د هغې لپاره روا ده چې د ماسپښين او مازيګر لمونځونه سره یو ځای ادا کړي ، د ماښام او ماخوستن لمونځونه سره یو ځای ادا کړي، ماسپښين د مازيګر سره یا په جمع تقدیم او تاخیر(۱) سره ادا کړي، او همدارنګه د ماښام او ماخوستن لمونځونه په جمع تقدیم او تاخیر سره ادا کړي، او که وغواړي په همدې اودس سره نفل لمونځ ادا کړي هغې لپاره هیڅ اعتراض نشته.

ﺟ33: مثل هذه المرأة التي أصابها نزيف الدم حكمها: أن تترك الصلاة والصوم مدة عادتها السابقة قبل هذا الحدث الذي أصابها، فإذا كان من عادتها أن الحيض يأتيها من أول كلّ شهرٍ لمدة ستة أيامٍ مثلًا، فإنها تجلس من أول كلّ شهرٍ مدة ستة أيامٍ لا تصلّي ولا تصوم، فإذا انقضت اغتسلت وصلت وصامت.

وكيفية الصلاة لهذه وأمثالها: أنّها تغسل فرجها غسلًا تامًّا، وتعصبه، وتتوضأ، وتفعل ذلك بعد دخول وقت صلاة الفريضة، وكذلك تفعله إذا أرادت أن تتنفل في غير أوقات فرائض.

وفي هذه الحال -ومن أجل المشقة عليها- يجوز لها أن تجمع صلاة الظّهر مع العصر، وصلاة المغرب مع العشاء؛ حتى يكون عملها هذا واحدًا للصلاتين: صلاة الظّهر، والعصر.

وواحدًا للصلاتين: صلاة المغرب، والعشاء، وواحدًا لصلاة الفجر، بدلًا من أن تعمل ذلك خمس مراتٍ تعمله ثلاث مراتٍ.

وأعيده مرةً ثانيةً، فأقول: عندما تريد الطهارة تغسل فرجها، وتعصبه بخرقةٍ أو شبهها حتى يخف الخارج، ثم تتوضأ، وتصلّي الظّهر أربعًا، والعصر أربعًا، والمغرب ثلاثًا، والعشاء أربعًا، والفجر ركعتين، أي: أنها لا تقصر، كما يتوهمه بعض العامة،

ولكن يجوز لها أن تجمع بين صلاتي الظّهر والعصر، وبين صلاتي المغرب والعشاء، الظّهر مع العصر إمّا تأخيرًا أو تقديمًا، وكذلك المغرب مع العشاء إما تقديمًا أو تأخيرًا، وإذا أرادت أن تتنفل بهذا الوضوء فلا حرج عليها.