د لمانځه پر مهال ما باندې حیض راغی، څه باید وکړم؟ ایا د حیض د وخت لمونځ قضا ادا کړم؟
السؤال
س1:
د لمانځه پر مهال ما باندې حیض راغی، څه باید وکړم؟ ایا د حیض د وخت لمونځ قضا ادا کړم؟
س32: دخلت عليّ العادة الشهرية أثناء الصلاة، ماذا أفعل؟ وهل أقضي الصلاة عن مدة الحيض؟
الجواب
ﺟ1:
که حیض د لمونځ د وخت څخه وروسته واقع شي - لکه څنګه چې د هغې حیض د زوال څخه نیم ساعت وروسته پیښ شي د بیلګې په توګه - بیا کله چې د حیض څخه پاکه شي، د هغه لمونځ قضا دې ادا کړي چې وخت یې داخل شوی و او هغه پاکه وه؛
د هغه تعالى د قول پر اساس: {إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا} [النساء:103]. (بېشكه لمونځ په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى)
د حیض د وخت لمونځ قضا نه ادا کیږي؛ لکه څنګه چې هغه – صلی الله علیه وسلم- په یو اوږد حدیث کې فرمایلي دي:
«ايا داسې نده چې کله حيض ورباندې راشي لمونځ دې نکوي او روژه دې نه نيسي؟».
او د علماوو په دې خبره اتفاق دی چې د حیض په وخت کې که لمونځ ورڅخه قضا شوی وي هغې باندې قضاء نشته.
او که هغه پاکه شوه، او یو یا ډیر رکعت په اندازه وخت پاتې وي، نو هغه باید د هغه وخت لمونځ ادا کړي چې په هغه وخت کې پاکه شوې وي؛ د هغه – صلی الله علیه وسلم- د وینا پر اساس:
«من أدرك ركعةً من العصر قبل أن تغرب الشمس فقد أدرك العصر»، "چا چې د مازیګر د يو رکعت په اندازه وخت و موندي د لمر له لوېدو مخکې، نو هغه مازیګر موندلی دی"،
او که مازیګر یا د لمر له راختلو مخکې پاکه شي، او له لمر لوېدو او لمر ختلو ته د يو رکعت په اندازه وخت پاتې وي، نو د مازیګر لمونځ به ادا کوي په لومړۍ مسأله کې، او د سهار لمونځ په دويمه مسأله کې.
ﺟ32: إذا حدث الحيض بعد دخول وقت الصلاة -كأن حاضت بعد الزوال بنصف ساعةٍ مثلًا- فإنها بعد أن تطهر من الحيض تقضي هذه الصلاة التي دخل وقتها وهي طاهرٌ؛ لقوله تعالى:
﴿...إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ كَانَتۡ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ كِتَٰبٗا مَّوۡقُوتٗا﴾
[النساء:103].
ولا تقضي الصلاة عن وقت الحيض؛ لقوله ﷺ في الحديث الطويل:
«أَلَيْسَتْ إِذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ، وَلَمْ تَصُمْ؟» [1]،
وأجمع أهل العلم أنها لا تقضي الصلاة التي فاتتها أثناء مدة الحيض.
[12] تقدم تخريجه.
أما إذا طهرت، وكان باقيًا من الوقت مقدار ركعةٍ فأكثر، فإنها تصلّي ذلك الوقت الذي طهرت فيه؛ لقوله ﷺ:
«مَنْ أَدْرَكَ رَكْعَةً مِنَ الْعَصْرِ قَبْلَ أَنْ تَغْرُبَ الشَّمْسُ، فَقَدْ أَدْرَكَ الْعَصْرَ» [2]،
فإذا طهرت وقت العصر، أو قبل طلوع الشمس، وكان باقيًا على غروب الشمس أو طلوعها مقدار ركعةٍ، فإنها تصلّي العصر في المسألة الأولى، والفجر في المسألة الثانية.
[13] تقدم تخريجه.