Skip to content

که ښځې باندې د لمانځه د وخت د داخلیدو څخه وروسته حیض راشي نو څه حکم لري؟ نو کله چې پاکه شې په هغې باندې یې قضا راوړل واجب دي کنه؟ او همدارنګه که هغه د لمانځه د وخت د ختمېدو نه پس پاکه شي؟

السؤال

س1:

که ښځې باندې د لمانځه د وخت د داخلیدو څخه وروسته حیض راشي نو څه حکم لري؟ نو کله چې پاکه شې په هغې باندې یې قضا راوړل واجب دي کنه؟ او همدارنګه که هغه د لمانځه د وخت د ختمېدو نه پس پاکه شي؟

س31: ما الحكم إذا حاضت المرأة بعد دخول وقت الصلاة؟ وهل يجب عليها أن تقضيها إذا طهرت؟ وكذلك إذا طهرت قبل خروج وقت الصلاة؟

الجواب

ﺟ1:

لومړی: که ښځې باندې د لمانځه له وخت څخه وروسته حیض راشي –یعنې: د لمانځه د وخت له داخلېدو څخه وروسته – کله چې هغه پاکه شوه نو باید هغه د لمونځ قضا دې ادا کړي، که هغې د حیض له راتلو دمخه لمونځ نه وي ادا کړې،

د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ددې قول پر اساس چې فرمايي:

"چا چې د لمونځ يو رکعت راګیر کړو، نو هغه لمونځ راګیر کړو".

که ښځه د لمانځه د وخت د یو رکعت په اندازه وخت ومومي، او د لمانځه څخه مخکې هغې باندې حیض راشي، نو که هغه پاکه شي، هغې باندې قضاء لازمي ده.

دویم: که د لمانځه له وخت څخه مخکي له حيض څخه پاکه شي، نو د دغه لمونځ بايد قضا راوړي، که د لمر ختلو مخکې د يو رکعت په اندازه پاکه شي، د سهار لمونځ قضایی پرې واجب دی،

که د لمر د لویدو څخه مخکې د يو رکعت په اندازه وخت پاتي وي او پاکه شي، د مازیګر لمونځ پرې واجب دی،

كه د نيمې شپې څخه مخکې د یو رکعت په اندازه وخت پاتي وي او پاكه شي نو د ماخوستن لمونځ پرې واجب دى.

كه د نيمې شپې څخه وروسته د یو رکعت په اندازه وخت پاتي وي او پاكه شي نو د ماخوستن لمونځ پرې واجب ندی، او هغه باید د سهار لمونځ ادا کړي هر کله چې وخت یې راشي.

الله سبحانه وتعالى فرمایي: {فَإِذَا اطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا } [النساء:103]، ( چې كله تاسو مطمئن (ډاډمن) شئ، نو لمونځ قايموئ (د اطمينان د حالت لمونځ) بېشكه لمونځ په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى)

يعنې: په محدود وخت کې ټاکل شوی فرض دی، د انسان لپاره دا روا نه ده چې لمونځ له خپل وخت څخه بهر کړي، او نه يې له وخت څخه مخکې پيل کړي.

ﺟ31: أولًا: المرأة إذا حاضت بعد دخول الوقت -أي: بعد دخول وقت الصلاة- فإنه يجب عليها إذا طهرت أن تقضي تلك الصلاة الّتي حاضت في وقتها، إذا لم تصلّها قبل أن يأتيها الحيض،

وذلك لقول الرسول ﷺ:

«مَنْ أَدْرَكَ رَكْعَةً مِنَ الصَّلَاةِ فَقَدْ أَدْرَكَ الصَّلَاةَ» [1]،

فإذا أدركت المرأة من وقت الصلاة مقدار ركعةٍ، ثم حاضت قبل أن تصلّي، فإنها إذا طهرت يلزمها القضاء.

[11] تقدم تخريجه.

ثانيًا: إذا طهرت من الحيض قبل خروج وقت الصلاة فإنه يجب عليها قضاء تلك الصلاة، فلو طهرت قبل أن تطلع الشمس بمقدار ركعةٍ وجب عليها قضاء صلاة الفجر،

ولو طهرت قبل غروب الشمس بمقدار ركعةٍ وجبت عليها صلاة العصر،

ولو طهرت قبل منتصف الليل بمقدار ركعةٍ وجب عليها قضاء صلاة العشاء،

فإن طهرت بعد منتصف الليل لم يجب عليها صلاة العشاء، وعليها أن تصلّي الفجر إذا جاء وقتها، قال الله سبحانه وتعالى:

﴿...فَإِذَا ٱطۡمَأۡنَنتُمۡ فَأَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَۚ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ كَانَتۡ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ كِتَٰبٗا مَّوۡقُوتٗا﴾

[النساء:103]،

أي: فرضًا مؤقتًا بوقتٍ محدودٍ، لا يجوز للإنسان أن يخرج الصلاة عن وقتها، ولا أن يبدأ بها قبل وقتها.