Skip to content

پوښتنه: زه له خپلو وروڼو او ملګرو سره څنګه باید اوسم؟

الباب / الفصل
قسم الآداب الإسلامية

السؤال

س5: كيف أكون مع إخواني وأصدقائي؟

۵. پوښتنه: زه له خپلو وروڼو(۱) او ملګرو سره څنګه باید اوسم؟

۵ پوښتنه: زه له خپلو وروڼو او ملګرو سره څنګه باید اوسم؟

الجواب

ج:1. أحب وأصاحب الأخيار.

  1. أتجنب وأترك مصاحبة الأشرار.

في الحديث:

«لا تصاحب إلا مؤمنًا، ولا يأكل طعامك إلا تقي»

رواه الترمذي وأبو داود.

  1. أسلم على إخواني وأصافحهم.

«ما من مسلمين يلتقيان فيتصافحان، إلا غفر لهما قبل أن يفترقا»

رواه أبو داود والترمذي.

  1. أعودهم إذا مرضوا وأدعو لهم بالشفاء.
  2. وأشمت العاطس.
  3. أجيب دعوته إذا دعاني لزيارته.

«حق المسلم على المسلم خمس: رد السلام، وعيادة المريض، واتباع الجنائز، وإجابة الدعوة، وتشميت العاطس»

متفق عليه.

  1. أقدم له النصيحة.

«ومن أشار على أخيه بأمر يعلم أن الرشد في غيره فقد خانه»

رواه أبو داود.

  1. أنصره إذا ظلم، وأمنعه عن الظلم.

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:

«انصر أخاك ظالمًا أو مظلومًا» فقال رجل: يا رسول الله، أنصره إذا كان مظلومًا، أفرأيت إذا كان ظالمًا كيف أنصره؟ قال: «تحجزه - أو تمنعه - من الظلم؛ فإن ذلك نصره»

رواه البخاري.

  1. أحب لأخي المسلم ما أحب لنفسي.

في الحديث عن أنس رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال:

«لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه»

  1. أساعده إذا احتاج إلى مساعدتي.

«والله في عون العبد ما كان العبد في عون أخيه»

رواه مسلم.

  1. لا أمسه بأذى، بقول أو فعل.

«المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده»

  1. أحفظ سره.

«إذا حدث الرجل بالحديث ثم التفت فهي أمانة»

  1. لا أشتمه، ولا أغتابه، ولا أحتقره، ولا أحسده، ولا أتجسس عليه، ولا أغشه.

«المسلم أخو المسلم لا يظلمه، ولا يخذله، ولا يحقره، وحسب امرئ من الشر أن يحقر أخاه المسلم»

البخاري ومسلم.

ج- ۱- خوښ ګڼم له ښو خلکو سره سره ملګرتیا وکړم.

۲- د شر غوښتونکو(د بدو خلکو) له ملګرتیا څخه ځان ساتم او هغوی پریږدم.

۳- خپلو وروڼو ته سلام کوم او هغوی ته لاس ورکوم.

۴- د ناروغتیا پر مهال یې پوښتنه کوم او د روغتیا دعا ورته کوم.

۵- د پرنجي ځواب ورکوم.

۶- که هغه ما ته د زیارت بلنه راکړه زه یې قبلوم.

۷- هغه ته نصیحت کوم(۱).

۸- که ظلم پرې وشي ملاتړ یې کوم، او له ظلم څخه يې ژغورم.

۹- زه د خپل مسلمان ورور لپاره هغه څه خوښوم کوم چې د ځان لپاره خوښوم.

۱۰- که هغه زما مرستې ته اړتیا ولري زه ورسره مرسته کوم.

۱۱- په خبره او یا عمل سره هغه ته هیڅ ضرر نه رسوم.

۱۲- د هغه راز پټ ساتم.

۱۳- زه هغه ته ښکنځلې نه کوم، غیبت یې نه کوم، د هغه سپکاوی نه کوم، حسد ورسره نه کوم، د هغه جاسوسي یې نه کوم، او ورسره دوکه نه کوم.

۲- د شر غوښتونکو (بدو خلکو) له ملګرتیا څخه ځان ساتم او هغوی پریږدم.

په حدیث کې دي چې:

«‌یوازې د مؤمن ملګرتیا کوه، او ستا خواړه دې یوازې تقوا دار وخوري»

ترمذي او ابو داود روایت کړی.

«هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخ کېږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بښنه وشي»

ابو داود او ترمذي روایت کړی دی.

«مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه لري: سلام ته ځواب ویل، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، بلنه منل، او د پرنجي پر مهال ورته (یرحمک الله) وییل».

متفق علیه.

۷- هغه ته نصیحت کوم.

«او چا چې خپل یو مسلمان ورور ته د غلطې لارې مشوره ورکړه نو بېشکه چې خیانت یې ورسره وکړ»

ابوداود روایت کړی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي:

«د خپل ورور ملاتړ وکړه که ظالم وي یا مظلوم» یو سړي وویل: یا رسول الله، کله چې مظلوم وي ملاتړ يې کوم، نو که ظالم وي څنګه يې ملاتړ وکړم؟ هغه وفرمایل: «له ظلم څخه يې منع کړه؛ ځکه همدا د هغه ملاتړ دی»

بخاري روایت کړی دی.

په حدیث کې له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«په تاسو کې هیڅوک مومن نه شی کیدلای؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي».

«او الله تعالی به تر هغه وخته پورې د بنده مرستندوی وي، تر څو چې بنده د خپل ورور مرستندوی وي»

مسلم روایت کړی.

«مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر نه په امان کې وي».

«کله چې یو سړی خبره وکړي او بیا شاوخوا وګوري، نو هغه (خبره) امانت ده»

۱۳. زه هغه ته ښکنځلې نه کوم، غیبت یې نه کوم، د هغه سپکاوی نه کوم، حسد ورسره نه کوم، د هغه جاسوسي نه کوم، او دوکه ورسره نه کوم.

«مسلمان د مسلمان ورور دی، ظلم پرې نه کوي، نه یې ځانته پرېږدي او نه یې سپکوي، او د یو سړي لپاره دومره شر بس دی چې خپل مسلمان ورور ته سپک وګوري»

بخاري او مسلم.