Skip to content

که ښځه د سهار له راختلو سره سم پاکه شي نو آیا په دې ورځ روژه کیدلی شي، او دغه ورځ د هغې لپاره حسابیږي او که یا د دې ورځې قضایي ورباندې راځي؟

السؤال

س1:

که ښځه د سهار له راختلو سره سم پاکه شي نو آیا په دې ورځ روژه کیدلی شي، او دغه ورځ د هغې لپاره حسابیږي او که یا د دې ورځې قضایي ورباندې راځي؟

س1: إذا طهرت الـمرأة بعد الفجر مباشرةً فهل تمسك وتصوم هذا اليوم، ويكون يومها لها، أو عليها قضاء ذلك اليوم؟

الجواب

ﺟ1:

که کومه ښځه د سهار له راختلو وروسته پاکه شي نو د هغې د روژې نيولو په اړه د علماوو دوه ویناوې دي:

لومړی وینا: دا چې د دې ورځې پاتې برخه باید روژه ونیسي، مګر دغه ورځ د هغې لپاره نه حسابیږي، بلکې ددغې ورځې قضاء باید راوړي، او دا د امام احمد – رحمه الله- د مذهب مشهور قول دی.

او دوهمه وینا: چې د دې ورځې پاتې برخه روژه دی نه نیسي؛ ځکه چې ددی ورځی روژه نه ده روا؛ ځکه چې هغه په دې ورځ په لومړي سر کې هغه حيض لرونکې ښځه وه نو هغه د روژه نیونکو له جملې څخه نه وه، او که پدې ورځ روژه نیول صحيح نه وي نو په نيولو کې يې هيڅ ګټه نشته، او دا وخت د هغې لپاره د احترام وړ نه دی؛ ځکه چې هغې ته د ورځې په پیل کې د روژې د ماتولو امر شوی دی، بلکې د هغی لپاره د ورځې په پیل کې روژه نیول حرام ګڼل شوي و.

او شرعي روژه: له سهار څخه تر لمر لوېدو پورې له هغو څيزونو ډډه کول دي چې روژه ماتوي د الله –عزوجل-د عبادت کولو په نیت.

او دا وینا - لکه څنګه چې تاسو یې ګورئ – راجح او غوره ده لدې قول څخه چې پاتې ورځ دې روژه ونیسي، او په دواړو ویناو کې د دې ورځې قضاء اړینه ده.

ﺟ1: إذا طهرت المرأة بعد طلوع الفجر فللعلماء في إمساكها ذلك اليوم قولان:

القول الأول: أنه يلزمها الإمساك بقية ذلك اليوم، ولكنه لا يحسب لها، بل يجب عليها القضاء، وهذا هو المشهور من مذهب الإمام أحمد رحمه الله.

والقول الثاني: أنه لا يلزمها أن تمسك بقية ذلك اليوم؛ لأنه يومٌ لا يصحّ صومها فيه؛ لكونها في أوله حائضًا ليست من أهل الصّيام، وإذا لم يصح لم يبق للإمساك فائدةٌ، وهذا الزمن زمنٌ غير محترمٍ بالنّسبة لها؛ لأنها مأمورةٌ بفطره في أول النهار، بل محرمٌ عليها صومه في أول النهار،

والصوم الشرعيّ: هو الإمساك عن المفطّرات تعبّدًا لله عز وجل من طلوع الفجر إلى غروب الشمس.

وهذا القول -كما تراه- أرجح من القول بلزوم الإمساك، وعلى كلا القولين يلزمها قضاء هذا اليوم.