Skip to content

که حیض لرونکې ښځه پاکه شي، او د سهار له لمانځه وروسته غسل وکړي، لمونځ وکړي او ددې ورځې روژه ونیسي، ایا هغې باندې ددې ورځې قضاء واجب ده؟

السؤال

س1:

که حیض لرونکې ښځه پاکه شي، او د سهار له لمانځه وروسته غسل وکړي، لمونځ وکړي او ددې ورځې روژه ونیسي، ایا هغې باندې ددې ورځې قضاء واجب ده؟

س2: إذا طهرت الحائض، واغتسلت بعد صلاة الفجر، وصلت، وكملت صوم يومها، فهل يجب عليها قضاؤه؟

الجواب

ﺟ1:

که حيض لرونکې ښځه د سهار له راختلو مخکې پاکه شي که څه هم يوه دقيقه مخکې وي، او پخپلې پاکوالۍ باندې ډاډمنه وي، نو که د رمضان په مياشت کې وي نو روژه پرې واجبه ده، او د هغې ورځې روژه یې صحيح ده، او قضایې پرې لازمه نده؛ ځکه چې هغې د پاکۍ په حالت کې روژه نیولې ده، که څه هم له سهاره څخه وروسته غسل وکړي نو پر هغې باندې څه حرج نشته،

همدا ډول که يو سړی د جماع او یا د احتلام په حالت کې وي، او پیشلمی هم وکړي، او تر سهاره پورې يې غسل نه وي کړی بیا هم روژه يې صحيحه ده.

په دې اړه غواړم د ښځو لپاره يوه بله خبره هم په ګوته کړم چې کله هغې روژه نيولی وي او هغې باندې حيض راشي، ځينې ښځې پدې اند دی چې که حيض يې د ماخستن تر لمانځه مخکې راشي، نو د دې ورځې روژه باطلېږي،

دې خبرې باندې هېڅ دلیل نشته، بلکې که د لمر له لوېدو وروسته ورباندې حیض راشي، که څه هم د یوه شیبه وروسته هم وي، نو روژه یې بشپړه او صحیحه ده.

ﺟ2: إذا طهرت الحائض قبل طلوع الفجر ولو بدقيقةٍ واحدةٍ، ولكن تيقنت الطّهر، فإنه إذا كان في رمضان فإنه يلزمها الصوم، ويكون صومها ذلك اليوم صحيحًا، ولا يلزمها قضاؤه؛ لأنها صامت وهي طاهرٌ، وإن لم تغتسل إلا بعد طلوع الفجر فلا حرج،

كما أن الرجل لو كان جنبًا من جماعٍ أو احتلامٍ، وتسحر، ولم يغتسل إلا بعد طلوع الفجر، كان صومه صحيحًا.

وبهذه المناسبة أودّ أن أنبّه إلى أمرٍ آخر عند النّساء إذا أتاها الحيض وهي قد صامت ذلك اليوم، فإن بعض النّساء تظنّ أن الحيض إذا أتاها بعد فطرها قبل أن تصلّي العشاء فسد صوم ذلك اليوم،

وهذا لا أصل له، بل إن الحيض إذا أتاها بعد الغروب ولو بلحظةٍ فإن صومها تامٌّ وصحيحٌ.