«دعا عبادت دی
له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې فرمایل یې:
«دعا عبادت دی »» بیا یې - دا آیت - ولوست: «{وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ} [غافر: 60]». «او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم، بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي» [غافر: ۶۰].
«الدُّعَاءُ هُوَ الْعِبَادَةُ»، ثُمَّ قَرَأَ: «{وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ} [غافر: 60]».
رسول لله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې دعا عبادت دى، نو واجب دي چې ټوله یوازې د الله تعالی لپاره وي، برابره خبره ده که هغه دعا وي او یا غوښتنه، چې د الله تعالی څخه هغه څه وغواړي چې ګټه ورته رسوي، او له هغه څه نه یې وساتي چې په دنیا او آخرت کې ورته زیان رسوي، او یا دا چې د عبادت دعا وي، چې هغه له هر هغه څه نه عبارت ده چې الله تعالی یې له ویناوو، ښکاره او پټو کړنو، قلبي، بدني او مالي عبادتونو څخه خوښوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې خبره ثبوت وړاندې کړ، ویې ویل چې الله تعالی فرمایلي دي: {ادعوني أستجب لكم إن الذين يستكبرون عن عبادتي سيدخلون جهنم داخرين}. {ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم، بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي}.
...:
دعا د عبادت اصل او اساس دی، نو له الله پرته یې بل چاته صرفول روا ندي.
په دعا کې د بندګۍ حقیقت، د څښتن تعالی بډایتوب او د هغه په قدرت اعتراف دی او دا چې بنده هغه ته محتاج دی.
د الله تعالی له عبادت څخه د لویي کولو او د هغه د رابللو په پرېښودلو باندې لوی ګواښ، او دا چې هر څوک د هغه له رابللو څخه تکبر کوي نو دوزخ ته به ذلیل او سپک ننوځي.
نور (12)
سنن ابو داود (2/ 603) (1479).
جامع الترمذي (5/ 292) (3247).
سنن ابن ماجه (5/ 5) (3828).
د امام أحمد مسند (30/ 297) (18352).
توضيح الأحكام من بلوغ المرام.
للبسام (7/ 546).
منحة العلام في شرح بلوغ المرام.
لعبد الله الفوزان (10/ 416).
فتح ذي الجلال والإكرام.
لابن عثيمين (6/ 480).
سبل السلام بشرح بلوغ المرام.
للصنعاني (2/ 707).