«په دوزخیانو کې تر ټولو کم عذاب لرونکی به هغه څوک وي د چا چې به د اور تسمې لرونکې څپلۍ پښو وي، (د ډېرې تودوخې له امله به یې) ماغزه داسې خوټیږي لکه څنګه چې اوسپنیز دیګی خوټیږي، دی به له ځان څخه هېڅوک د سخت عذاب لیدونکی نه ګوري، حال دا چې دی به تر ټولو د لږ عذاب خاوند وي».
له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«په دوزخیانو کې تر ټولو کم عذاب لرونکی به هغه څوک وي د چا چې به د اور تسمې لرونکې څپلۍ پښو وي، (د ډېرې تودوخې له امله به یې) ماغزه داسې خوټیږي لکه څنګه چې اوسپنیز دیګی خوټیږي، دی به له ځان څخه هېڅوک د سخت عذاب لیدونکی نه ګوري، حال دا چې دی به تر ټولو د لږ عذاب خاوند وي».
«إِنَّ أَهْوَنَ أَهْلِ النَّارِ عَذَابًا مَنْ لَهُ نَعْلَانِ وَشِرَاكَانِ مِنْ نَارٍ، يَغْلِي مِنْهُمَا دِمَاغُهُ كَمَا يَغْلِ الْمِرْجَلُ، مَا يَرَى أَنَّ أَحَدًا أَشَدُّ مِنْهُ عَذَابًا، وَإِنَّهُ لَأَهْوَنُهُمْ عَذَابًا».
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي د قيامت په ورځ به تر ټولو د لږ عذاب خاوند هغه څوک وي چي تسمې لرونکې د اور څپلۍ به یې په پښو وي او له ډېرې تودوخې به يې ماغزه داسې خوټیږي لکه د مسو کټوۍ، او دی به له ځان پرته بل هېڅوک د سخت عذاب والا نه ویني، په داسې حال کې چې دی به تر ټولو د لږ عذاب خاوند وي، دا عذاب د دې لپاره ورکول کېږي چې روح او بدن یې دواړه عذاب وویني.
نافرمانو او کافرو ته په دوزخ کې د دې عذاب د وحشت پر وړاندې خبرداری؛ تر څو له هغو کړنو ځان وژغوري چې د دې لامل ګرځي.
دوزخ ته د ننوتلو درجې به د بدو اعمالو له مخې توپیر ولري.
د جهنم د عذاب سختي، الله تعالی دې موږ له هغې څخه وساتي.
نور (11)
صحيح البخاري (8/ 115) (6561).
صحيح مسلم (1/ 196) (213).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (1/ 366).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (6/ 394).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (1/ 472).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (3/ 295).
المعجم الوسيط (1/ 256).