Skip to content

ایا مسعا د حرم څخه ده؟ ایا حایضه ښځه ورته نږدې کیدلی شي؟ ايا هغه څوک چې له مسعا څخه حرم ته ننوځي د تحية المسجد لمونځ ورباندې واجب دی؟

السؤال

س1:

ایا مسعا د حرم څخه ده؟ ایا حایضه ښځه ورته نږدې کیدلی شي؟ ايا هغه څوک چې له مسعا څخه حرم ته ننوځي د تحية المسجد لمونځ ورباندې واجب دی؟

س56: هل المسعى من الحرم؟ وهل تقربه الحائض؟ وهل يجب على من دخل الحرم من المسعى أن يصلّي تحية المسجد؟

الجواب

ﺟ1:

څومره چې څرګندېږي مسعا له جومات څخه نه ده، نو له همدې امله يې د بېلولو لپاره تر منځ دېوال جوړ كړى، مګر هغه لنډ دېوال دى، او په دې كې هېڅ شک نشته چې دا د خلكو لپاره خیر دى؛ ځكه كه هغه جومات کې داخل وی او هغه د جومات برخه ګرځیدلې وی، نو که ښځه کله د طواف او سعې ترمنځ حاېضه شوې وی نو هغه به د سعې کولو څخه منع شوی وی.

نو پدې برخه کې زما فتوا دا ده چې: که له طواف وروسته او له سعي څخه مخکې ورباندې حيض راشي نو سعي دې وکړي؛ ځکه مسعی(هغه ځای چې منډې په کې وهل کیږې) د جومات څخه نه ګڼل کېږي.

او هر چې تحية المسجد ده، د هغې په اړه داسې ويلای شو: که څوک له طواف نه وروسته سعی وکړي، او بېرته جومات ته راشي نو تحية المسجد دې وکړي، او که تحية المسجد پريږدي نو هغه باندې څه نشته.

غوره دا ده چې له موقع څخه ګټه پورته کړي، او دوه رکعته لمونځ دې وکړي؛ پدې ځای کې د لمانځه د فضیلت په خاطر.

ﺟ56: الّذي يظهر أن المسعى ليس من المسجد، ولذلك جعلوا جدارًا فاصلًا بينهما، لكنه جدارٌ قصيرٌ، ولا شك أن هذا خيرٌ للناس؛ لأنه لو أدخل في المسجد وجعل منه، لكانت المرأة إذا حاضت بين الطواف والسعي امتنع عليها أن تسعى.

والّذي أفتي به: أنها إذا حاضت بعد الطواف وقبل السعي فإنها تسعى؛ لأن المسعى لا يعتبر من المسجد.

وأما تحية المسجد فقد يقال: إن الإنسان إذا سعى بعد الطواف، ثم عاد إلى المسجد، فإنه يصلّيها، ولو ترك تحية المسجد فلا شيء عليه،

والأفضل أن ينتهز الفرصة، ويصلّي ركعتين؛ لـما في الصلاة في هذا المكان من الفضل.