Skip to content

حج مې وکړ، او میاشتنۍ عادت را باندې راغی، له حیا څخه مې چا ته څه و نه ویل، او حرم ته ننوتم، لمونځ مې وکړ، طواف مې وکړ، او سعي مې وکړه، نو زه باید څه وکړم، د یادونې وړ ده چې دغه وینه د نفاس څخه وروسته راغله؟

السؤال

س1:

حج مې وکړ، او میاشتنۍ عادت را باندې راغی، له حیا څخه مې چا ته څه و نه ویل، او حرم ته ننوتم، لمونځ مې وکړ، طواف مې وکړ، او سعي مې وکړه، نو زه باید څه وکړم، د یادونې وړ ده چې دغه وینه د نفاس څخه وروسته راغله؟

س57: حججت، وجاءتني الدورة الشهرية، فاستحييت أن أخبر أحدًا، ودخلت الحرم، فصليت، وطفت، وسعيت، فماذا علي، علمًا بأنها جاءت بعد النّفاس؟

الجواب

ﺟ1:

د حیض او نفاس په وخت کې ښځې ته روا نده چې لمونځ وکړي، که هغه په مکه کې وي، او که په خپل هېواد کې وي او يا په بل کوم ځای کې وي؛

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا په اساس چې د ښځې په اړه فرمایي: «ایا داسې نه ده چې کله حیض ولري نو لمونځ دی نه کوي او روژه دې نه نیسي؟».

مسلمانانو په دې خبره اتفاق کړی چې د حایضې ښځې لپاره روژه نیول روا نه دي، او د هغې لپاره لمونځ هم روا نه دی.

او د دې ښځې په اړه چې دا کار یې کړی، هغه باید الله ته توبه وباسي، او د هغه څه لپاره بخښنه وغواړي چې ور څخه پیښ شوي دی.

او د حيض په وخت کې د هغې طواف صحيح نه دی، او د هغې سعې صحيح دی؛ ځکه چې راجح قول دا دی چې په حج کې له طواف څخه سعي ته وړاندیتوب ورکول جوار لري، له همدې امله بايد طواف تکرار کړي؛ ځکه چې طواف افاضه د حج له ارکانو څخه يو رکن دی، او دوهم تحلل (خلاصون) له دې پرته نه شي کيدای.

نو په دې اساس دا ښځه له خپل مېړه سره – که واده شوې وي- تر هغه وخته کوروالی نه شي کولاي چې طواف یې نه وي کړی، او که واده یې نه وي کړی تر هغه وخته پورې چې طواف یې نه وي کړی د نکاح عقد د هغې لپاره نه کېږي، او الله تعالی ښه پوهېږي.

ﺟ57: لا يحلّ للمرأة إذا كانت حائضًا أو نفساء أن تصلّي، سواء في مكة أو في بلدها أو في أيّ مكانٍ؛ لقول النبيّ ﷺ في المرأة:

«أَلَيْسَ إِذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ، وَلَمْ تَصُمْ؟» [1]،

وقد أجمع المسلمون على أنه لا يحلّ لحائضٍ أن تصوم، ولا يحلّ لها أن تصلّي.

[28] تقدم تخريجه.

وعلى هذه المرأة التي فعلت ذلك، عليها أن تتوب إلى الله، وأن تستغفر ممّا وقع منها.

وأما طوافها حال الحيض فهو غير صحيحٍ، وأما سعيها فصحيحٌ؛ لأن القول الراجح جواز تقديم السعي على الطواف في الحجّ، وعلى هذا فيجب عليها أن تعيد الطواف؛ لأن طواف الإفاضة ركنٌ من أركان الحجّ، ولا يتمّ التحلّل الثاني إلا به.

وبناءً عليه فإن هذه المرأة لا يباشرها زوجها -إن كانت متزوّجةً- حتى تطوف، ولا يعقد عليها النّكاح -إن كانت غير متزوّجةٍ- حتى تطوف، والله تعالى أعلم.