زه او زما کورنۍ له ینبع څخه د عمرې لپاره راغلو، خو کله چې جدې ته ورسیدلو زما پر ښځی حیض راغی، خو ما له خپلې میرمنې پرته خپله عمره بشپړه کړه، نو زما د میرمنې لپاره څه حکم دی؟
السؤال
س1:
زه او زما کورنۍ له ینبع څخه د عمرې لپاره راغلو، خو کله چې جدې ته ورسیدلو زما پر ښځی حیض راغی، خو ما له خپلې میرمنې پرته خپله عمره بشپړه کړه، نو زما د میرمنې لپاره څه حکم دی؟
س55: لقد قدمت من ينبع للعمرة أنا وأهلي، ولكن حين وصولي إلى جدة أصبحت زوجتي حائضًا، ولكنّي أكملت العمرة بمفردي دون زوجتي، فما الحكم بالنّسبة لزوجتي؟
الجواب
ﺟ1:
ستا د مېرمنې په اړه حکم دا دی: چې تر هغې مودې پورې پاتې شي ترڅو چې پاکه شي، او بيا دې د خپلې عمرې قضایي اداء کړي؛
ځکه چې کله صفیه رضی الله عنها حایضه شوه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ایا هغې موږ بند کړو؟ » هغوی وویل: هغې د افاضې طواف کړیدی. ویې فرمایل: "هغه باید لاړه شي"
او د هغه صلی الله علیه وسلم دغه وینا چې: «ایا هغې موږ بند کړو؟» دلیل دی چې ښځه باید پاتي شي – که د طواف افاضې څخه مخکې حایضه شي- تردې چې پاکه شي، او بیا دې طواف وکړي.
همدارنګه د عمرې طواف د افاضې د طواف په څیر دی؛ ځکه چې دا د عمرې رکن دی، نو که ښځه د عمرې له طواف څخه مخکې حايضه شي، تر هغه وخته پورې دې انتظار وباسي چې پاکه شي، بيا دې طواف وکړي.
ﺟ55: الحكم بالنّسبة لزوجتك: أن تبقى حتى تطهر، ثم تقضي عمرتها؛ لأن النبي ﷺ لـما حاضت صفية رضي الله عنها قال:
«أَحَابِسَتُنَا هِيَ؟» قَالُوا: إِنَّهَا قَدْ أَفَاضَتْ. قَالَ: «فَلْتَنْفِرْ إِذًا» [1]،
فقوله ﷺ: «أحابستنا هي؟» دليلٌ على أنه يجب على المرأة أن تبقى -إذا حاضت قبل طواف الإفاضة- حتى تطهر، ثمّ تطوف.
[27] تقدم تخريجه.
وكذلك طواف العمرة مثل طواف الإفاضة؛ لأنه ركنٌ من العمرة، فإذا حاضت المعتمرة قبل الطواف انتظرت حتى تطهر، ثم تطوف.