پایلې فلټر کړئ
339 کارتونه
الموضوعات
الموضوعات (13)
التصنيف الشرعي
Filter ▾
حجم المحتوى4
ج- ۱- کله چې درد احساس كړم؛ خپل ښي لاس پر هغه ځای ږدم او درې ځلې وايم: "بسم الله" او وایم: «أعوذ بعزة الله وقدرته من شر ما أجد وأحاذر» "زه د الله قدرت او ځواک ته پناه وړم د هغه څه له شر څخه چې زه یې مومم او ويریږم". اوه ځلې.
۲- په هغه څه راضي کيږم چې الله تعالی راته مقدر کړی وي او صبر کوم.
له ام العلاء رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم زما پوښتنې ته راغی او زه ناروغه وم، نو ویې فرمایل:
«اې ام العلاء! زېری دې وي؛ ځکه چې الله تعالی د مسلمان د ناروغۍ په سبب د هغه ګناهونه داسې له منځه وړي، لکه څنګه چې اور د سرو او سپینو زرو خیری له منځه وړي»
ابوداود روایت کړی.
۳- د خپل ناروغ ورور لیدو لپاره بیړه کوم، دعا ورته کوم، او تر ډېره وخته ورسره نه کښینم.
۴- بې له دې چې له ما څخه وغواړی هغه دموم.
۵- زه ورته د صبر، دعا، لمونځ، او طهارت (پاکوالي) نصیحت کوم، څومره یې چې توان ولري.
۶. د ناروغ لپاره دعا:
«أسأل الله العظيم رب العرش العظيم أن يشفيك» «د لوی الله او د لوی عرش له رب څخه تا ته د شفاء غوښتنه کوم». اوه ځلې.
ځ: ۱. الله تعالی ته د نیت اخلاص.
په حدیث کې دي چې:
«چا چې د دې لپاره علم زده کړ چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړي، او د کم عقلو خلکو سره پرې جګړه وکړي، او د خلکو مخونه پرې ځان ته راواړوي، الله تعالی به یې جهنم ته داخل کړي»
ابن ماجه روايت کړی.
۲- په هغه علم باندې عمل کوم چې زده کړی مې دی.
«د قيامت په ورځ به د بنده دواړه قدمونه له خپله ځایه پورته نه شي تر څو چې د څلورو څيزونو په اړه ترې پوښتنه وشي: - او له هغوی څخه يې يو ياد کړ - او د هغه د علم په اړه چې څه عمل يې پرې کړی دی».
ترمذي او دارمي روایت کړی.
۳- د ښوونکی په شتون او نشتون کې د هغه احترام او درناوی کوم.
۴- د هغه په مخ کې په ادب سره کښینم.
۵- زه ورته ښه غوږ نیسم او په درس کې یې مداخله نه کوم.
۶- په ادب سره پوښتنه کوم.
۷- زه هغه په نوم نه بولم.
«بېشکه د سپین ږیري مسلمان، او د قرآن د حافظ عزت کول د الله له تعظیم څخه دي».
ابوداود روایت کړی.
ج – ۱- د مجلس حاضرینو ته سلام کوم.
۲- هغه ځای کې کښینم چې مجلس پای ته رسیږي، زه له مجلس څخه څوک نه پورته کوم او له اجازې پرته د دوو کسانو تر منځ نه کښینم.
۳- مجلس ته پراښتیا ورکوم تر څو بل څوک هم کښیني.
۴- د مجلس خبرې نه قطع کوم.
۵- زه د مجلس څخه د وتلو دمخه اجازه غواړم او سلام کوم.
- نو ابن عمر رضي الله عنهما، له نبي صلی الله عليه وسلم څخه روایت کوي چې:
«هغه له دې څخه منع کړې ده چې يو سړی له مجلس څخه پورته کړل شي، او بل څوک د هغه پر ځای کېنول شي، بلکې يو بل ته ځای پراخ کړئ او (مجلس ته) پراختيا ورکړئ»
بخاري روایت کړی دی.
په حدیث کې دي چې:
«کله چې یو له تاسو څخه مجلس ته ورسي، نو سلام دې وکړي، او کله چې د پاڅېدو اراده وکړي، نو سلام دې وکړي، ځکه چې لومړی سلام له وروستي څخه ډېر حقدار نه دی»
ترمذي او ابو داود روایت کړی.
۶- کله چې مجلس ختم شي نو د مجلس د کفارې دعا وایم، چې په لاندې ډول ده:
«سبحانك اللهم وبحمدك، أشهد أن لا إله إلا أنت، أستغفرك وأتوب إليك». «ای الله! ته پاک یې او تالره ستاینه ده، زه شاهدي ورکوم چې له تا پرته بل معبود نشته، زه ستا څخه بخښنه غواړم او تاته توبه کوم».
۶- کله چې مجلس ختم شي نو د مجلس د کفارې دعا وایم:
«سبحانك اللهم وبحمدك، أشهد أن لا إله إلا أنت، أستغفرك وأتوب إليك». ای الله! ته پاک یې او تالره ستاینه ده، زه شاهدي ورکوم چې له تا پرته بل معبود نشته، زه ستا څخه بخښنه غواړم او تاته توبه کوم.
ج-۱- زه وختي بیده کیږم.
ددې حديث پر اساس:
«له ابو برزة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د ماخوستن له لمانځه څخه مخکې ویده کېدل او وروسته ترې خبرې کول بد ګڼل».
بخاري روایت کړی دی.
۲- په اوداسه ویده کیږم.
۳- پړمخه نه ویده کیږم.
۴- په ښي اړخ ویده کیږم او ښی لاس د ښي اننګي لاندې ږدم.
۵- زه خپله بستره څنډم.
په حدیث کې دي چې:
له البراء بن عازب رضي الله عنه نه روایت دی وایې چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمایلي:
«کله چې بسترې ته لاړې، نو د لمانځه په څېر اودس وکړه، بیا په ښي اړخ پریوځه»
او له ابو هريرة رضي الله عنه نه روایت دی وايي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولید چې پر خپله خېټه پروت و، نو ويې فرمايل:
«دا هغه ډول څملاستل دي چې الله تعالی يې نه خوښوي»
ترمذي او احمد روایت کړی دی.
- او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي:
«کله چې یو ستاسو څخه خپل خوب ځای ته راشي، نو خپله بستره دې د پای جامې په دننه برخې سره وڅنډي؛ ځکه دی نه پوهیږي چې په بستره يې څه پاتې شوي دي»
۶- د خوب اذکار لولم، آیت الکرسي، د اخلاص سورت او معوذتین درې ځلې تلاوت کوم. او وایم:
«باسمك اللهم أموت وأحيا». «ای الله ستا په نوم، مړ او ژوندی کیږم».
۷- سهار لمانځه ته پاڅیږم.
۸- له خوبه له پاڅیدو وروسته وایم:
«الحمد لله الذي أحيانا بعدما أماتنا وإليه النشور».
ج-
۱- په خوراک او څښاک سره د الله تعالی د اطاعت لپاره د پیاوړتیا نیت کوم.
۳- له خوراک څخه وړاندې د لاسونو پرېمینځل.
۴- : بسم الله، وایم او په ښي لاس سره له خپلې مخې خوراک کوم، او د کاسو له مینځ څخه یا د بل چا له مخې خوراک نه کوم .
۵- که بسم الله ویل مې هېر شي نو وايم: " بسم الله أوله وآخره ". د الله په نامه، په پيل او پای کی.
۶- په شته خوړو خوښ یم، او په خوړو نیوکه نه کوم، که مې خوښ شول خورم یې او که مې خوښ نه شول نو پریږدم یې.
۷- زه څو مړۍ ډوډۍ خورم، او ډېره نه خورم.
۸- په خوراک او څښاک کې پوکی نه کوم، او تر یخیدو پورې یې پریږدم.
۹- له کورنۍ یا مېلمه سره د خوراک لپاره هغوی سره یو ځای کیږم.
۱۰- د بل چا څخه مخکي چي زما څخه لوی وي په خوړلو شروع نه کوم.
۱۰- کله چې څښم بسم الله وایم، په ناسته یې چښم او دریو ځلو یې څښم.
۱۱- د ډوډی وروسته د الله شکر ادا کوم.
ج:۱. په خوراک او څښاک سره د الله تعالی د اطاعت لپاره د پیاوړتیا نیت کوم.
۲- له خوراک څخه وړاندې د لاسونو پرېمینځل.
- له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها په حدیث کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به:
«کله چې د خوراک او څښاک اراده وکړه، نو خپل لاسونه به یې وینځل، بیا به یې خوراک او څښاک کاوه»
احمد روایت کړی.
۳- : «بسم الله» وایم او په ښي لاس سره له خپلې مخې خوراک کوم، او د کاسو له مینځ څخه یا د بل چا له مخې خوراک نه کوم .
ددې حديث پر اساس:
«اې هلکه! بسم الله ووايه، په ښي لاس خوره، او له خپلې مخې خوراک کوه».
متفق علیه.
۴- که بسم الله ویل مې هېر شي نو وايم: " بسم الله أوله وآخره ". «د الله په نامه، په پيل او پای کې».
- له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، هغې ویلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«کله چې یو ستاسو ډوډۍ خوري نو بسم الله دې ووایي، که یې په سر کې هېره شوه، نو «بسم الله في آعأوله و آخره» دې ووایي.
ترمذي او احمد روایت کړی دی.
۵- په شته خوړو خوښ یم، او په خوړو نیوکه نه کوم، که مې خوښ شول خورم یې او که مې خوښ نه شول نو پریږدم یې.
له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه ویلي چې:
«هېڅکله هم د کوم خوراک عیب نه دی ویلی، که به یې زړه غوښت نو خوړه یې، او که نه نو پرېښوده یې»
۶- زه څو مړۍ ډوډۍ خورم، او ډېره نه خورم.
په حدیث کې دي چې:
«انسان د خپلې معدې په څېر بل ناوړه لوښی نه دی ډک کړی، د انسان لپاره څو مړۍ بسنه کوي چې ملا یې پرې ټېنګه شي، که پر انسان يې نفس غالب شو، نو درېیمه برخه دې د خوړو لپاره، او درېیمه دې د څښاک لپاره، او درېیمه دې د ساه اخېستلو لپاره پرېږدي»
ترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی.
۷- په خوراک او څښاک کې پوکی نه کوم، او تر یخیدو پورې یې پریږدم.
«رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوراک او څښاک کې له پوکلو څخه منع فرمایلې ده»
احمد او ابن ماجه روايت کړی دی.
۸- له کورنۍ یا مېلمه سره د خوراک لپاره هغوی سره یو ځای کیږم.
یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: موږ خواړه خورو خو نه مړیږو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«ښايي تاسو بېل بېل خوراک کوئ، پر خپلې ډوډۍ سره راټول شئ او د الله تعالی نوم پرې یاد کړئ، الله به تاسو ته په هغې کې برکت واچوي»
ابو داود او ابن ماجه روایت کړی دی.
۹- د بل چا څخه مخکي چي زما څخه لوی وي په خوړلو شروع نه کوم.
۱۰- کله چې څښم بسم الله وایم، په ناسته یې څښم، په دریو ساه ګانو یې څښم او په لوښي کې ساه نه اخلم.
«کله چې ستاسو څخه یو څوک څښاک کوي نو په لوښي کې دې پوکی نه کوي»
- او له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې،
«نبي صلی الله عليه وسلم په ولاړه له څښلو منع کړې ده».
مسلم روایت کړی.
او ددې حديث پر اساس:
«رسول الله صلى الله عليه وسلم به د څښاک پر مهال درې ځلې ساه اخېسته»
۱۱- له خوړلو یا څښلو وروسته د الله شکر ادا کوم.
«بېشکه الله تعالی له هغه بنده څخه راضي کېږي چې یوه مړۍ وخوري او پر هغې د الله ستاینه وکړي، یا یو ګوټ اوبه وڅښي او پر هغې د الله ستاینه وکړي».
ج - ١- جامې له ښي خوا اغوندم، او د الله شکر ادا کوم.
د ابوهریره رضي الله عنه د حديث له مخې، هغه فرمايلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«کله چې جامې اغوندئ او اودس کوئ، نو په خپلو ښيو اړخونو پيل وکړئ»
دا حدیث ابو داود او احمد روایت کړی دی.
۲- جامې د پښو د ګټیو څخه نه اوږدوم.
په حدیث کې دي چې:
«هغه ازار (پېڅې او یا کمیس) چې له ښنګرو ښکته وي هغه به په اور کې وي»
بخاري روایت کړی دی.
او ښنګري د قدم په دواړو اړخونو کې دوه راوتلي هډوکي دي.
۳- هلکان باید د انجونو جامې وا نه غوندي او انجونې باید د هلکانو جامې وا نه غوندي.
«رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه سړي لعنت ویلی چې د ښځو جامې اغوندي او پر هغې ښځې چې د نارینه وو جامې اغوندي».
۴- د کافرانو او فاسقانو سره په جامو کې مشابهت نه کول په جامو .
ددې حديث پر اساس:
«څوک چې له کوم قوم سره مشابهت وکړي نو دی له هغوی څخه دی».
ابوداود روایت کړی.
۵- د جامو ویستلو پر مهال بسم الله وییل.
«د بني آدم د عورتونو او د پېریانو ترمنځ پرده دا ده چې کله یو له تاسو خپلې جامې وباسي نو «بسم الله» دې ووایي»
دا حدیث طبراني او ابن أبي شيبة روایت کړی دی.
۶- لومړی د ښۍ پښې څپلۍ پښو کوم، او ویستلو کی لومړی د کیڼې پښې څخه پیل کوم.
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، هغې ویلي چې:
«رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښول چې په بوټانو (پېزار) پښو کولو، سر ګمنځولو، پاکوالي او خپلو ټولو چارو کې په ښي (غړي یا اړخ) پېل وکړي».
ج- ۱- زه وايم: «بسم الله، الحمد لله» «د الله په نوم، ستاينه الله لره ده».
﴿سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ 13﴾ (پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر (او تابع) كړى دى او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو ۱۳.
وَإِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ 14﴾ (او په رېښتيا موږ د خپل رب لور ته ورګرځېدونكي يو).
[الزخرف سورت: 13-14 ایتونه].
۲- که پر یو مسلمان تیریږم، سلام پرې اچوم.
ج-۱- زه په خاکسارۍ او عاجزی سره ګرځم.
الله تعالی فرمايي:
﴿وَلَا تَمۡشِ فِي ٱلۡأَرۡضِ مَرَحًاۖ إِنَّكَ لَن تَخۡرِقَ ٱلۡأَرۡضَ وَلَن تَبۡلُغَ ٱلۡجِبَالَ طُولٗا﴾ (او د لويۍ په نخرو په زمكه كې مه ګرځه، بې شكه ته نه زمكه څيرولى شې او نه په هسكوالي کې غرونو ته رسېدلى شې).
(د الإسراء سورت: 57 ايت).
۲- هر چا سره چې مخامخ کیږم هغه ته سلام کوم.
له نبي صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې: په اسلام کې کوم خوی ډېر غوره دی؟ هغه وفرمايل:
«خلکو ته خواړه ورکوه، او پر هغه چا هم سلام اچوه چې پېژنې یې او پر هغه چا هم چې نه یې پېژنې».
متفق علیه.
۳- خپل نظر ټيټ ساتم، او هيچاته ضرر نه رسوم.
۴- په نېکۍ امر کوم، او له بدیو منع کوم.
په حدیث کې د نبي صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې فرمایي:
«نو لارې ته د هغې حق ورکړئ». هغوی وویل: د لارې حق څه شی دی؟ ویې فرمایل: «د سترګو ساتنه، له ضرر رسولو ډډه کول، د سلام ځوابول، په نیکۍ امر او له بدۍ څخه منع کول».
۵- له لارې څخه مضر شیان لرې کوم.
په حدیث کې دي چې:
«او د لارې څخه د ضرري څېز لرې کول صدقه ده»
ج- ۱- چپه پښه راباسم او وایم:
«بسم الله، توكلت على الله، لا حول ولا قوة إلا بالله، اللهم إني أعوذ بك أن أضل أو أضل، أو أزل أو أزل، أو أظلم أو أظلم، أو أجهل أو يجهل علي». «د الله په نوم، زه په الله توکل کوم، ځواک او قوت نشته مګر په الله، الهی! زه تا ته پناه وړم که زه بی لارې شم، یا مې بل څوک بی لارې کړي، یا څوک وښویوم، او يا زه اوښویولی شم، یا ظلم وکړم، او یا ظلم را سره وشي، یا خلکو ته ضرر او نقصان ورسوم، یا را ته ضرر ورسولی شیڅ او چې زه د جهالت کار وکړم او یا زما سره وشي».
۲- کور ته په ښي پښه ننوځم او وايم:
«بسم الله ولجنا، وبسم الله خرجنا، وعلى ربنا توكلنا». «د الله په نامه ننوتلو، او د الله په نامه سره ووتلو، او پر خپل پروردګار مو توکل او تکیه کړې ده».
۳- په مسواک پیل کوم، بیا پر کورنۍ سلام اچوم.
په حدیث کې دي چې:
«کله چې به ننوت، نو په مسواک به يې پيل کاوه».
ابن ماجه روايت کړی.
ج- ۱- په چپه پښه ننوځم.
۲- او له ننوتلو مخکې وایم:
«بسم الله، اللهم إني أعوذ بك من الخبث والخبائث». «د الله په نوم، ای الله، زه پر تا پناه نیسم د نارینه او ښځینه شیطانانو څخه».
۳- زه له ځانه سره هر هغه څه چې د الله ذکر په کې شوی وي نه ننباسم.
- له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
«رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله د قضای حاجت ځای ته ننوتلو، نو خپله ګوته به يې ايښودله».
ابو داود او ابن ماجه روایت کړی دی.
۴- د قضای حاجت په وخت کې ځان پټوم.
په حدیث کې دي چې:
«رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د خپل حاجت لپاره په پټېدو کې تر ټولو محبوب غوره ځای خرابه (کنډر یا غونډۍ) او يا د کجورو باغ و»
مسلم روایت کړی.
۵- د قضای حاجت په ځای کې خبرې نه کوم.
۶- د قضای حاجت پر مهال مخ او شا قبلې خوا ته نه اړوم.
دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده:
«د تشو او ډکو متیاز کولو پر مهال قبلې ته مخ مه اړوئ، بلکې ختيځ يا لويديځ لور ته مخ اړوئ».
متفق علیه.
۷- د نجاست د لرې کولو لپاره چپ لاس کاروم، ښی لاس نه کاروم.
ددې حديث پر اساس:
«مونږ يې منع کړي يو... چې په ښي لاس استنجا وکړو»
۸- د خلکو په لاره کې او د هغوی د سیوري ځایونو کې قضای حاجت نه کوم.
د ابوهریره رضي الله عنه حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«له دوو لعنتي کارونو څخه ځان وساتئ». هغوی وویل: ای د الله رسوله! هغه دوه کارونه کوم دي؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د خلکو په لار او يا د هغوی په سيوري کې حاجت رفع کول».
۹- له قضای حاجت څخه وروسته لاسونه مينځم.
له جریر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې : زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وم، نو هغه بیت الخلاء ته لاړ، قضای حاجت يې وکړ، بیا یې وفرمایل:
اې جریره اوبه راوړه، نو ما ورته اوبه راوړې، نو په اوبو يې استنجاء وکړه، او لاس يې پر ځمکه ومږه.
نسائي روايت کړی دی.
۱۰- چپه پښه راباسم او وايم: غفرانك . «بخښنه وكړه».
ج- ۱- په ښۍ پښه جومات ته ننوځم او وايم:
«بسم الله، اللهم افتح لي أبواب رحمتك». «د الله په نوم، ای الله، زما لپاره د خپل رحمت دروازې خلاصې کړه».
۲- تر هغه پورې نه کینم چې دوه رکعته لمونځ مې ادا کړی نه وي.
ددې حديث پر اساس:
«کله چې یو له تاسو څخه جومات ته ننوځي، تر هغه پورې دې نه کېني چې دوه رکعته لمونځ یې نه وي ادا کړی»
متفق علیه.
۳- د لمونځ کوونکو مخې ته نه تیریږم، او په جومات کې د ورک شوي شي اعلان نه کوم، او په جومات کې پلور او پېر نه کوم.
- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«که د لمونځ کوونکي له مخې تېرېدونکی پوهېدلی چې څه ګناه پرې ده، نو څلوېښت ودرېدل به ورته له دې غوره وای چې د هغه له مخې تېر شي»
- او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د دې قول په اساس:
«هر چا چې په جومات کې له يو سړي واورېدل چې د ورک شوي شي غږ کوي، نو ورته دې ووايي: الله دې هغه تاته بېرته در نه کړي، ځکه چې بېشکه جوماتونه د دې لپاره نه دي جوړ شوي».
مسلم روایت کړی.
- او په حدیث کې دي چې:
«کله چې تاسو په جومات کې څوک ووینئ چې څه پلوري يا یې اخلي، نو ورته ووایئ: الله تعالی دې ستا تجارت ګټور نه کړي»
ترمذي او دارمي روایت کړی.
۴. د جومات پاکوالي ته پاملرنه کوم.
- په حدیث کې له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې:
«رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی چې په کلیو کې دې جوماتونه جوړ شي، او پاک او خوشبوناک دې وساتل شي».
ترمذي ابوداود او احمد روايت کړی دی.
۴- په چپه پښه له جومات څخه وځم او وایم:
«اللهم إني أسألك من فضلك». «یا الله ستانه ستا د فضل غوښتنه کوم».
ج - ۱ - کله چې له کوم مسلمان سره مخ کیږم نو د "السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته" په وینا پېل کوم، له سلام پرته په بل شي پېل نه کیږي، او یوازې په لاس هم اشاره نه کوم.
۲- د سلام پر مهال موسکا کوم.
په حدیث کې دي چې:
«له ښېګڼې څخه هیڅ شی سپک مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ شئ».
مسلم روایت کړی.
۳. او په ښي لاس ورسره روغبړ کوم.
۴- که څوک ماته سلام وکړي زه به په ځواب له هغه څخه هم ښه سلام ورکوم او یا هماغسې د سلام ځواب ورکوم.
د الله تعالی د دې قول پر بنیاد:
﴿وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٖ فَحَيُّواْ بِأَحۡسَنَ مِنۡهَآ أَوۡ رُدُّوهَآۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٍ حَسِيبًا﴾ (او كله چې سلام درته وويل شو نو تر هغه لا ښه سلام ورته وواياست يا هماغه ور وګرځوئ، بې شكه الله په هر څه ښه حساب كوونكى دى).
[النساء سورت: 80 آیت]،
۵- کافر ته په سلام ورکولو پیل نه کوم، او که هغه ماته سلام وکړي نو ورته "وعليكم" وایم.
ددې حديث پر اساس:
«تاسو یهودو او نصاراوو ته په سلام ورکولو پیل مه کوئ»
۶- کشر پر مشر، او سپور پر پیاده، او پیاده پر ناستو، او لږ پر ډیرو باندی سلام اچوي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي:
«سپور به په پیاده، پیاده به په ناست او کم به په ډېرو سلام اچوي»
متفق علیه.
۷- د نامحرمو ښځو سره د لاس نه ورکول.
- په حدیث کې له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې:
«نه، په الله قسم، د رسول الله صلی الله عليه وسلم لاس هېڅکله د کومې ښځې لاس نه دی لمس کړی»
ج- ۱- ځای ته له ننوتلو مخکې اجازه غواړم.
۲- درې ځلې اجازه غواړم؛ زیات نه، هغې نه وروسته بیرته ګرځم.
په حدیث کې دي چې:
«که ستاسو څخه یو څوک درې ځلې اجازه وغواړي او اجازه ورته ورنکړل شي، نو ودې ګرځي»
متفق علیه.
۳- دروازه په نرمۍ سره ټکوم، او د دروازې مخې ته نه ودرېږم، بلکې ښي او یا چپ لوري ته ودرېږم. او وايم: السلام عليكم.
ددې حديث پر اساس:
«کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د چا دروازې ته ورغی، نو مخامخ به دروازې ته نه ودرېده، بلکې د هغې ښي يا کيڼ اړخ ته به ودرېده او ويل به يې: السلام عليكم، السلام عليكم».
ابوداود روایت کړی.
۴- د اجازې له غوښتلو مخکې خپل پلار، مور او یا د بل چا کوټې ته نه ننوځم، په ځانګړې توګه د سهار له لمانځه نه مخکې، ماسپښین او د ماخوسختن له لمانځه نه وروسته.
د الله تعالی د دې قول پر بنیاد:
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لِيَسۡتَـٔۡذِنكُمُ ٱلَّذِينَ مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُكُمۡ وَٱلَّذِينَ لَمۡ يَبۡلُغُواْ ٱلۡحُلُمَ مِنكُمۡ ثَلَٰثَ مَرَّٰتٖۚ مِّن قَبۡلِ صَلَوٰةِ ٱلۡفَجۡرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ ٱلظَّهِيرَةِ وَمِنۢ بَعۡدِ صَلَوٰةِ ٱلۡعِشَآءِۚ ثَلَٰثُ عَوۡرَٰتٖ لَّكُمۡۚ لَيۡسَ عَلَيۡكُمۡ وَلَا عَلَيۡهِمۡ جُنَاحُۢ بَعۡدَهُنَّۚ طَوَّٰفُونَ عَلَيۡكُم بَعۡضُكُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلۡأٓيَٰتِۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٞ﴾ (اې مومنانو! په كار ده چې ستاسو مريان او وينځې او هغه ماشومان مو چې لا د پوهې عمر ته نه وي رسېدلي، (د ننوتلو په وخت كې) درې ځلې اجازه در څخه وغواړي: د سهار له لمانځه مخكې، غرمه مهال چې كله تاسي جامې باسئ او د ماسختن له لمانځه وروسته دا درې ستاسو لپاره د پردې وختونه دي، له دې وختونو پرته نه پر تاسي څه ګناه شته او نه پر هغوى، تاسو (ټول) يو بل ته بيا بيا ورتلونكي ياست، همدغه شان الله ستاسو لپاره آیتونه بيانوي او الله ډېر پوه حكمت والا دى).
[النور سورت: ٢٧ ايت].
۵- غیر مسکونه ځایونو ته له اجازې پرته ننوځم لکه: روغتون او یا پلورنځی.
الله تعالی فرمايي:
﴿لَّيۡسَ عَلَيۡكُمۡ جُنَاحٌ أَن تَدۡخُلُواْ بُيُوتًا غَيۡرَ مَسۡكُونَةٖ فِيهَا مَتَٰعٞ لَّكُمۡۚ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ مَا تُبۡدُونَ وَمَا تَكۡتُمُونَ﴾ (پر تاسو څه ګناه نشته که داسې كورونو ته ننوځئ، چې د استوګنې نه وي او په هغه كې ستاسو د ګټې كوم شى وي او الله پوهيږي پر هغه څه چې تاسو يې ښكاروئ او په هغه چې پټوئ يې).
ج- ۱- څاروي ته خوراک او څښاک ورکوم.
په حدیث کې دي چې:
هغوی وویل: اې د الله رسوله! ایا موږ ته په څارویو کې هم ثواب شته؟ هغه وفرمایل: «په هر لانده ځیګر والا کې ثواب دی».
متفق علیه.
- او رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو اوښ تېرېده چې ملا يې تر خيټې پورې لګېدلې وه، نو ویې ويل:
«د دې چارپايانو اړوند له الله څخه وډار شئ»
ابوداود روایت کړی.
۲- ترحم او شفقت کول، او هغه څه پرې نه بارول چې وړلی یې نشي.
- په حدیث کې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«د دې اوښ خاوند څوک دی؟ دا اوښ د چا دی؟» نو د انصارو يو ځوان راغی او ويې ويل: زما دی، اې د الله رسوله. نو هغه ورته وفرمايل: «آيا ته د دې څاروي په اړه له الله څخه نه وېرېږې چې الله تعالی يې ته خاوند ګرځولی یې؛ هغه ماته شکايت وکړ چې ته يې وږی ساتې او په دوامداره توګه يې په کار ستړی کوې».
دا حدیث ابو داود او احمد روایت کړی دی.
تدئبه: یعنې ستړی کوي يې.
۳- څارويو ته هیڅ ډول عذاب او ضرر نه رسوم.
- له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر یوه خره تېر شو چې پر مخ يې داغل شوی و، نو ویې فرمایل:
«ایا تاسو ته دا خبر نه دی رسیدلی چې ما په هغه چا لعنت ویلی چې څاروی پر مخ داغي، یا یې پر مخ وهي؟» نو له دې یې منع وفرمایله.
مسلم او أبو داود روایت کړی او الفاظ د هغه دي.
ج-۱- لوبې په دې نیت کوم چې د الله اطاعت او رضامندی لپاره پیاوړی شم.
۲- د لمانځه په وخت کې لوبې نه کوم.
الله تعالی فرمايي:
فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّينَ 4 نو هلاكت دى لمونځ كوونكو لره
هغه کسان چې هغوی له خپلو لمونځونو څخه ناخبره دي 5
[الماعون سورت: ٤-٥ ايتونه].
۳- هلکان به له نجونو سره لوبې نه کوي.
۴- زه د لوبو هغه جامې اغوندم چې زما عورت پټ کړي.
۵- له حرامو لوبو څخه ډډه کوم، لکه پر مخ وهل او د عورت ښکاره کول.
په حدیث کې دي چې:
«کله چې په تاسو کې څوک له خپل ورور سره جنګ کوي، نو له مخ څخه دې ډډه وکړي»
مسلم روایت کړی.
ج ۱- په ټوکو کې ریښتیا ویل او دروغ نه ویل.
په حدیث کې دي چې:
«هغه چا لره هلاکت دی چې خبرې کوي او دروغ وایي تر څو خلک وخندوي، تباه دې شي، تباه دې شي».
ابو داود، احمد او ترمذي روایت کړی دی.
۲- هغه ټوکې چې له تمسخر، اهانت، او د ضرر رسولو او ډارلو څخه خالي وي.
- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«د يو مسلمان لپاره جایز نه دي چې بل مسلمان وویروي».
دا حدیث ابو داود او احمد روایت کړی دی.
۳- ډېرې ټوکې نه کوم.
«ډېره خندا مه کوه؛ ځکه چې ډېره خندا زړه مړ کوي»
ترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی.