Skip to content

پوښتنه: د دعا آداب څه دي؟

الباب / الفصل
قسم الآداب الإسلامية

السؤال

س٢٦: ما آداب الدعاء؟

۲۶. پوښتنه: د دعا آداب څه دي؟

الجواب

ج:١. البدء بحمد الله والثناء عليه.

  1. الصلاة على النبي صلى الله عليه وسلم.
  • في الحديث عن النبي صلى الله عليه وسلم:

«إذا صليت، فقعدت، فاحمد الله بما هو أهله، وصل عليَّ ثم ادعه»

رواه الترمذي.

  1. رفع اليدين أثناء الدعاء.
  • قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:

«إن ربكم تبارك وتعالى حيي كريم يستحيي من عبده إذا رفع يديه إليه أن يردهما صفرًا»

رواه الترمذي وأبو داود.

  1. التوبة والاعتراف بالذنب.
  • في دعاء موسى عليه السلام:

﴿قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمۡتُ نَفۡسِي فَٱغۡفِرۡ لِي فَغَفَرَ لَهُۥٓۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ﴾

[القصص ١٦].

  1. الإلحاح في الدعاء، يعني إكثاره وتكراره.
  2. عدم استعجال الإجابة.
  3. لا تدع بإثم أو قطيعة رحم.
  • في الحديث:

«لا يزال يستجاب للعبد ما لم يدع بإثم أو قطيعة رحم، ما لم يستعجل. قيل: يا رسول الله، ما الاستعجال؟ قال: يقول: قد دعوت، وقد دعوت، فلم أر يستجيب لي. فيستحسر عند ذلك، ويدع الدعاء»

رواه البخاري ومسلم.

  1. خفض الصوت في الدعاء.
  • قال تعالى:

﴿ٱدۡعُواْ رَبَّكُمۡ تَضَرُّعٗا وَخُفۡيَةًۚ﴾

[الأعراف: ٥٥].

  1. حضور القلب أثناء الدعاء.

«ادعوا الله وأنتم موقنون بالإجابة، واعلموا أن الله لا يستجيب دعاء من قلب غافل لاه»

  1. الإخلاص لله تعالى، وسؤال الله وحده في الشدّة والرخاء.

﴿وَأَنَّ ٱلۡمَسَٰجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدۡعُواْ مَعَ ٱللَّهِ أَحَدٗا﴾

[الجن: ١٨].

  1. التوسّل إلى الله بأسمائه الحسنى وصفاته.

﴿وَلِلَّهِ ٱلۡأَسۡمَآءُ ٱلۡحُسۡنَىٰ فَٱدۡعُوهُ بِهَاۖ﴾

[الأعراف: ١٨٠].

  1. استقبال القبلة.

في الحديث:

«فما زال يهتف بربه مادًّا يديه مستقبل القبلة، حتى سقط رداؤه عن منكبيه»

رواه مسلم.

  1. إطابة المأكل والملبس.

«ثم ذكر الرجل يطيل السفر أشعث أغبر يمد يديه إلى السماء: يا رب يا رب، ومطعمه حرام، ومشربه حرام، وملبسه حرام، وغذي بالحرام، فأنى يستجاب لذلك»

ج-۱- د الله په ستاينه او ثنا پیل کول.

۲- پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویل.

په حدیث کې له نبي صلی الله عليه وسلم څخه روایت دی:

«کله چې لمونځ وکړې او کېنې، نو الله په هغه څه سره وستایه چې هغه یې وړ دی، پر ما درود ووایه او بیا له هغه څخه دعا وغواړه».

ترمذي روایت کړی.

۳. په دعا کې د لاسونو پورته کول.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماېلي:

«بېشکه چې ستاسو رب تبارک وتعالى ډېر حیاناک او عزتمند دی، له خپل بنده نه حیا کوي چې کله ورته لاسونه پورته کړي او بېرته یې تش ور وګرځوي»

ترمذي او ابو داود روایت کړی.

۴. توبه کول او پر ګناه اعتراف کول.

  • د موسی علیه السلام په دعا کې:

﴿قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمۡتُ نَفۡسِي فَٱغۡفِرۡ لِي فَغَفَرَ لَهُۥٓۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ﴾ (وېلې زما ربه! ما پر خپل ځان ظلم وكړ، نو ما ته بخښنه وكړې، الله هغه ته بخښنه وكړه، بې شكه همغه ډېر مهربان بخښونكى دى).

[القصص سورت: 16 آیت].

۵. په دعا کې زارۍ کول، يعني ډېره يې کول او تکرارول يې.

۶- د دعا په قبلیدو باندې تلوار نه کول.

۷. د ګناه او د خپلوۍ د پرې کولو لپاره به دعا نه کوي.

په حدیث کې دي چې:

«همېشه د يو بنده دعا قبليږي، خو چې د ګناه او يا د خپلولۍ د پرېکولو دعا يې نه وي کړې، او تلوار ونه کړي. چا وويل: يا رسول الله، استعجال (تلوار) څه شی دی؟ هغه وويل: «دا چې وايي: ما دعا وکړه، او بيا مې دعا وکړه، خو و مې نه ليدل چې دعا مې قبوله شي. نو په دې سره ناهيلی شي او دعا پرېږدي»

بخاري او مسلم روایت کړی دی.

۸- په ټيټ آواز دعا کول.

الله تعالی فرمايي:

﴿ٱدۡعُواْ رَبَّكُمۡ تَضَرُّعٗا وَخُفۡيَةًۚ﴾ (خپل رب مو په زاريو پټ پټ رابلئ)

(الأعراف سورت: ۳۱ ايت).

۹. په دعا کې د زړه حضور ساتل.

«الله ته په داسې حال کې لاس په دعا شئ چې د قبلېدو يقين يې لرئ، او پوه شئ چې الله د غافل او بې پروا زړه دعا نه قبلوي»

  1. یوازې الله تعالی ته اخلاص، او د مصیبت او هوساینې پرمهال یوازې له الله څخه غوښتنه کول.

(او دا چې جوماتونه د الله لپاره دي، نو (هلته) له الله سره هېڅوك مه رابولئ).

[الجن سورت: ١٨ آیت].

۱۱. الله تعالی ته د هغه په ښایسته نومونو او صفتونو سره توسل کول.

(او د الله ډېر ښه ښه نومونه دي نو په هماغو يې وبولئ).

۹- قبلې ته مخامخ کېدل.

«نو پرله پسې به يې مخ پر قبله خپل رب ته لاسونه غځول او فریاد به يې کاوه، تر دې چې څادر به يې له اوږو ولوېد»

مسلم روایت کړی.

۱۳. پاکیزه (حلال) خوراک او لباس.

«بيا يې هغه سړی ياد کړ چې اوږد سفر کوي، ببر سر، سپېره وي، خپل لاسونه اسمان ته پورته کوي (او وايي): اې ربه، اې ربه! په داسې حال کې چې خوراک يې حرام وي، څښاک يې حرام وي، جامې يې حرامې وي، او په حرامو پالل شوی وي؛ نو څنګه به د هغه دعا قبوله شي؟!»