Skip to content

که د حيض او نفاس لرونکې ښځې د مازدیګر په وخت کې پاکې شي، ایا د ماسپښین او مازیګر لمونځونه باید ادا کړي، او که نه یوازې د مازیګر لمونځ باید ادا کړي؟

السؤال

س1:

که د حيض او نفاس لرونکې ښځې د مازدیګر په وخت کې پاکې شي، ایا د ماسپښین او مازیګر لمونځونه باید ادا کړي، او که نه یوازې د مازیګر لمونځ باید ادا کړي؟

س12: إذا طهرت الحائض أو النّفساء وقت العصر، فهل تلزمها صلاة الظّهر مع العصر، أو لا يلزمها سوى العصر فقط؟

الجواب

ﺟ1:

په دې مسله کې راجح قول دا دی چې: یوازې د مازیګر لمونځ باید ادا کړي؛ ځکه چې د ماسپښین لمونځ په وجوب باندې دلیل نشته، او اصل د ذمې خلاصون دی، او بیا رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل:

«من أدرك ركعةً من العصر قبل أن تغرب الشمس فقد أدرك العصر»، "چا چې د مازیګر د يو رکعت په اندازه وخت و موندي د لمر له لوېدو مخکې، نو هغه مازیګر موندلی دی"،

اود ماسپښين د راګیرولو خبره يې نه ده كړې، او كه د ماسپښین لمونځ واجب وی نو رسول الله -صلى الله عليه وسلم- به بيان كړى وى، ځكه چې كه ښځه د ماسپښين وروسته حائضه شي نو يوازې د ماسپښين وخت پرې واجب دى، پرته د مازیګر لمونځ څخه، حال دا چې د ماسپښین لمونځ د مازیګر لمونځ سره جمع کیږي، او ددواړو صورتونو تر منځ هیڅ توپیر نشته چې په اړه یې پوښتنه وشوه.

په دې اساس راجح قول دا دی چې یوازې د مازیګر لمونځ دی باید ادا کړي؛ د نص د دلالت او د هغی سره د قیاس پر اساس، او همدا راز که هغه د ماخستن د لمانځه د وتلو له وخته مخکې پاکه شي، نو يوازې د ماخستن لمونځ پرې واجب دی، او د ماښام لمونځ پرې لازم نه دی.

ﺟ12: القول الراجح في هذه المسألة: أنه لا يلزمها إلا العصر فقط؛ لأنه لا دليل على وجوب صلاة الظّهر، والأصل براءة الذّمة، ثم إن النبي ﷺ قال:

«مَنْ أَدْرَكَ رَكْعَةً مِنَ الْعَصْرِ قَبْلَ أَنْ تَغْرُبَ الشَّمْسُ فَقَدْ أَدْرَكَ الْعَصْرَ» [1]،

ولم يذكر أنه أدرك الظّهر، ولو كان الظّهر واجبًا لبينه النبيّ ﷺ، ولأن المرأة لو حاضت بعد دخول وقت الظّهر لم يلزمها إلا قضاء صلاة الظّهر دون صلاة العصر، مع أن الظّهر تجمع إلى العصر، ولا فرق بينها وبين الصّورة التي وقع السّؤال عنها.

[2] البخاري، كتاب الصوم، باب الحائض تترك الصوم والصلاة (1951).

وعلى هذا يكون القول الراجح أنه لا يلزمها إلا صلاة العصر فقط؛ لدلالة النصّ والقياس عليها، وكذلك الشأن فيما لو طهرت قبل خروج وقت العشاء، فإنه لا يلزمها إلا صلاة العشاء، ولا تلزمها صلاة المغرب.