د روژې میاشت د ورځې لخوا د امیندوارې ښځې څخه وینه راتلل، ایا دا د هغې په روژه اغیزه کوي؟
السؤال
س1:
د روژې میاشت د ورځې لخوا د امیندوارې ښځې څخه وینه راتلل، ایا دا د هغې په روژه اغیزه کوي؟
س14: نزول الدم من الحامل في نهار رمضان، هل يؤثّر على صومها؟
الجواب
ﺟ1:
که د حيض وينه ووځي او ښځه روژه وي نو روژه يې فاسديږي؛ لکه څنګه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل:
«أليس إذا حاضت لم تصلّ، ولم تصم؟» «ايا داسې نه ده چې ښځه حایضه وي نو لمونځ نه کوي او روژه نه نیسي؟»
له همدې امله موږ دا د روژې د ماتولو له څيزونو څخه ګڼو، او نفاس هم په همدې ډول دی، او د حيض او نفاس وينې بهېدل روژه ماتوي.
او د روژې په مياشت کې له حامله ښځې څخه د ورځې لخوا د وينې راتلل که حيض وي نو د هغه ښځې د حيض په شان ده چې حامله نه وي، يعنې: د هغې په روژه باندې اغیز کوي، او که حيض نه وي نو په هغې باندې هيڅ اغیز نه کوي.
هغه حیض چې د امیندواره میرمنې څخه واقع کیدی شي دا هغه دوامداره حیض دی چې د امیندوارۍ راهیسې نه وي بند شوی، بلکې هغې ته د عادت په وخت کې راځي، نو دا د راجح قول له مخې حيض ده، او د حيض احکام پرې ثابتیږي.
خو که وينه پرې ودريږي، او له هغه وروسته وينه وویني چې د عادت وينه نه وي، نو په روژه يې هيڅ اغیز نه کوي؛ ځکه چې دا حیض نه دی.
ﺟ14: إذا خرج دم الحيض والأنثى صائمةٌ فإن صومها يفسد؛ لقول النبيّ ﷺ:
«أَلَيْسَ إِذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ، وَلَمْ تَصُمْ؟» [1]
ولهذا نعدّه من المفطّرات، والنّفاس مثله، وخروج دم الحيض والنّفاس مفسدٌ للصوم.
[3] البخاري، كتاب الصوم، باب الحائض تترك الصوم والصلاة (1951).
ونزول الدم من الحامل في نهار رمضان إذا كان حيضًا فإنه كحيض غير الحامل، أي: يؤثّر على صومها، وإن لم يكن حيضًا فإنه لا يؤثّر.
والحيض الّذي يمكن أن يقع من الحامل هو أن يكون حيضًا مطردًا لم ينقطع عنها منذ حملت، بل كان يأتيها في أوقاتها المعتادة، فهذا حيضٌ على القول الراجح، يثبت له أحكام الحيض.
أما إذا انقطع الدم عنها، ثم صارت بعد ذلك ترى دمًا ليس هو الدم المعتاد، فإن هذا لا يؤثّر على صيامها؛ لأنه ليس بحيضٍ.