که حيض يا نفاس لرونکې ښځه د سهار تر لمانځه مخکې پاکه سي، او وروسته له سهاره غسل وکړي، ایا د هغې روژه صحيح ده او که نه؟
السؤال
س1:
که حيض يا نفاس لرونکې ښځه د سهار تر لمانځه مخکې پاکه سي، او وروسته له سهاره غسل وکړي، ایا د هغې روژه صحيح ده او که نه؟
س7: إذا طهرت الحائض أو النّفساء قبل الفجر، ولم تغتسل إلا بعد الفجر، فهل يصحّ صومها، أو لا؟
الجواب
ﺟ1:
هو، د حايضې ښځې روژه په هغه صورت کې صحيح ده چې له سهاره مخکې پاکه شوې وي او د سهار تر راختلو پورې یې غسل نه وي کړی، او همدارنګه د نفاس لرونکی ښځې؛ ځکه هغوی پدې وخت کې د روژه نیوونکو څخه دي، او دوی په دې وخت کې داسې دي لکه چې پر چا باندې جنابت وي، که د جنابت په حالت کې پر چا باندې سهار راوخیژي نو روژه يې صحيحه ده؛
د الله تعالی ددې قول پر اساس: {فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُواْ مَا كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ} [البقرة:187]، (نو اوس له هغوى سره مُباشَرت (كوروالى) كوئ او څه چې الله تاسو لپاره لیكلي دي هغه لټوئ، او خورئ، او څښئ تر هغه چې تاسو ته سپین تار د سبا له تور تار نه ښه ښكاره (او بېل) شي)،
او کله چې الله –تعالی- د سهار تر روښانه کیدو پورې جماع کولو ته جواز ورکړی ، نو غسل باید د سهار له راختلو وروسته وشي، او د عائشې -رضی الله عنها- د حدیث له مخې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- باندې به سهار راختلو، په داسې حال کې چې له خپلې کور والا سره به یې کوروالی کړی و او هغه به روژه و.
يعنې: دا چې هغه -عليه الصلاة والسلام - له جنابت څخه به یې غسل نه کاوه مګر د سهار د راختلو وروسته.
ﺟ7: نعم، يصحّ صوم المرأة الحائض إذا طهرت قبل الفجر، ولم تغتسل إلا بعد طلوع الفجر، وكذلك النّفساء؛ لأنها حينئذٍ من أهل الصوم، وهي شبيهةٌ بمن عليه جنابةٌ، إذا طلع الفجر وهو جنبٌ فإن صومه يصحّ؛ لقوله تعالى:
﴿...فَٱلۡـَٰٔنَ بَٰشِرُوهُنَّ وَٱبۡتَغُواْ مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمۡۚ وَكُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ ٱلۡخَيۡطُ ٱلۡأَبۡيَضُ مِنَ ٱلۡخَيۡطِ ٱلۡأَسۡوَدِ مِنَ ٱلۡفَجۡرِ...﴾
[البقرة:187]،
وإذا أذن الله تعالى بالجماع إلى أن يتبين الفجر لزم من ذلك ألّا يكون الاغتسال إلا بعد طلوع الفجر، ولحديث عائشة رضي الله عنها
«أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ كَانَ يُصْبِحُ جُنُبًا مِنْ جِمَاعِ أَهْلِهِ وَهُوَ صَائِمٌ» [1].
أي: أنه عليه الصلاة والسلام لا يغتسل عن الجنابة إلا بعد طلوع الصّبح.
[1] البخاري، كتاب الصوم، باب اغتسال الصائم (1931)، ومسلم، كتاب الصوم، باب صحة صوم من طلع عليه الفجر وهو جنب (75) (1109).