که د ښځې د حیض موده اته یا اوه ورځې وي، او بیا له هغې څخه یو یا دوه ځلی ډیر دوام وکړي نو څه حکم لري؟
- الموضوعات
- الطهارةأحكام الحيض والنفاس
- التصنيف الشرعي
- الفقهالطهارةالحيض والنفاس والاستحاضة
السؤال
س1:
که د ښځې د حیض موده اته یا اوه ورځې وي، او بیا له هغې څخه یو یا دوه ځلی ډیر دوام وکړي نو څه حکم لري؟
س4: إذا كانت المرأة عادتها الشهرية ثمانية أيامٍ أو سبعة أيامٍ، ثم استمرت معها مرةً أو مرتين أكثر من ذلك، فما الحكم؟
الجواب
ﺟ1:
که د دې ښځې عادت شپږ یا اوه ورځې وي، او دا موده اوږده شي او اته، نهه، لس یا یوولس ورځې شي، نو تر هغه وخته پورې لمونځ نه کوي تر څو چې پاکه شي،
دا ځکه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د حیض لپاره کوم خاص حد نه دی ټاکلی.
او الله تعالی فرمایلي دي: {وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى} [البقرة:222]، او دوى له تا نه د حیض په باره كې پوښتنه كوي، ته ووایه: دا یوه پلیتي ده،
کله چې دا وينه پاتي شي، ښځه به تر هغه وخته انتظار باسي تر څو چې پاکه شي، بیا به غسل او لمونځ وکړي، او که په دوهمه مياشت کې هغې باندې کمه راشي، نو که پاکه شوې وي غسل دې وکړي، که څه هم د پخوانۍ حيض سره سمون و نلري.
مهمه خبره دا ده چې کله ښځه د حیض په حالت کې وي نو لمونځ دې نکوي، که حیض د مخکیني عادت سره ورته والی ولري یا یې و نلري، یا لږه وي او یا ډیره وي، او کله چې پاکه شي نو لمونځ دې وکړي.
ﺟ4: إذا كانت عادة هذه المرأة ستة أيامٍ أو سبعةً، ثم طالت هذه المدة، وصارت ثمانيةً أو تسعةً أو عشرةً أو أحد عشر يومًا فإنها تبقى لا تصلّي حتى تطهر،
وذلك لأن النبي ﷺ لم يحد حدًّا معيّنًا في الحيض، وقد قال الله تعالى:
﴿وَيَسۡـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلۡمَحِيضِۖ قُلۡ هُوَ أَذٗى...﴾
[البقرة:222]،
فمتى كان هذا الدم باقيًا فإن المرأة على حالها حتى تطهر، وتغتسل، ثم تصلّي، فإذا جاءها في الشهر الثاني ناقصًا عن ذلك فإنها تغتسل إذا طهرت وإن لم يكن على المدة السابقة.
والمهمّ أن المرأة متى كان الحيض معها موجودًا فإنها لا تصلّي، سواءٌ كان الحيض موافقًا للعادة السابقة، أو زائدًا عنها، أو ناقصًا، وإذا طهرت تصلّي.