Skip to content

«مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا». "څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې جنګیالی تیار کړي، نو داسې دی لکه خپله یې چې په جګړه کې ګډون کړی وي، او څوک چې د الله په لاره کې د جنګیالي د کور سرپرستي وکړي او سختۍ ته یې پرې نږدي نو لکه په خپله چې جنګ ته وتلی وي".

له زید بن خالد رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا». "څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې جنګیالی تیار کړي، نو داسې دی لکه خپله یې چې په جګړه کې ګډون کړی وي، او څوک چې د الله په لاره کې د جنګیالي د کور سرپرستي وکړي او سختۍ ته یې پرې نږدي نو لکه په خپله چې جنګ ته وتلی وي".

«مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې د الله تعالی په لاره کې جنګیالي ته د سفر اسباب او د اړتیا وړ توکي چمتو کړي لکه: سلاح، سپرلۍ، خوراک، نفقه او داسې نور؛ نو دا د غازي حکم لري، او د جنګیالیو ثواب ورکول کیږي. او څوک چې د جنګیالي چارې په ښه توګه پر غاړه واخلي او د هغه د نه شتون په وخت کې د هغه د کورنۍ د پالنې دنده تر سره کړي، نو داسې ده لکه خپله یې چې په جګړه کې ګډون کړی وي.

د حديث له ګټو څخه

د خېر په کارونو کې یو له بل سره همکارۍ ته د مسلمانانو هڅونه.

ابن حجر رحمه الله فرمايي: په دې حدیث کې دې ته هڅوونه ده چې یو څوک د مسلمانانو سره د ښېګڼې په پار یو کار تر سره کړي، او یا دا چې د هغوی یوه چاره سر ته ورسوي.

عمومي قاعده ده چې : یو څوک چې د الله تعالی په اطاعت کې د چا سره مرسته وکړي نو د هغه په څېر اجر ورکول کیږي، پرته لدې چې د هغه له اجر څخه کوم څه کم شي.

مراجع
نور (14)

صحيح البخاري (4/ 27) (2843).

صحيح مسلم (3/ 1506) (1895).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (1/ 267).

تطريز رياض الصالحين.

لفيصل آل مبارك (ص143).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (3/ 588).

لسان العرب.

لابن منظور (15/ 123).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (2/ 374).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (1/ 202).