Skip to content

زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم غوښتل مې چې اسلام راوړم، نو راته یې امر وکړ چې په اوبو او بېرې سره غسل وکړم.

له قیس به عاصم رضي الله عنه څخه روایت دی وایي:

زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم غوښتل مې چې اسلام راوړم، نو راته یې امر وکړ چې په اوبو او بېرې سره غسل وکړم.

أتيتُ النبيَّ صلى الله عليه وسلم أُريدُ الإسلامَ، فأَمَرَني أن أغتَسِلَ بماءٍ وسِدرٍ.

أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

قیس بن عاصم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پداسې حال کې راغی چې غوښتل یې اسلام راوړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ چې په اوبو او د بېرې په پاڼو سره غسل وکړي؛ ځکه چې پاڼې یې په پاکوالي کې کارول کیږي، او لدې امله چې ښایسته بوی لري.

د حديث له ګټو څخه

په اسلام کې د داخلېدو پر مهال د کافر لپاره د غسل کولو جواز.

د اسلام عزت او د روح او بدن دواړو -پاکوالي - ته یې پاملرنه.

له اوبو سره د پاکو شیانو ګډول یې نه ناپاکه کوي.

د بېرې پر ځای اوسني پاکوونکي توکي کارول کیږي، لکه صابون او داسې نور.

مراجع
نور (6)

سنن ابو داود (1/ 266) (355).

جامع الترمذي (1/ 595) (605).

سنن النسائي (1/ 109) (188).

معالم السنن (1/111).

ذخيرة العقبى (4/131).

شرح سنن أبي داود للعباد (54/ 10).