«هغه څوک زمونږ څخه ندی چې (د یو څه په لیدلو سره له غیبو) وړاندوینه وکړي او یا ورته وړاندوینه وشي، کوډې وکړي او یا ورته کوډې وشي، جادو وکړي او یا ورته جادو وشي
له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«هغه څوک زمونږ څخه ندی چې (د یو څه په لیدلو سره له غیبو) وړاندوینه وکړي او یا ورته وړاندوینه وشي، کوډې وکړي او یا ورته کوډې وشي، جادو وکړي او یا ورته جادو وشي، او هر څوک چې کوډګر ته ورشي او په هغه څه کې یې ريښتینی وګڼي چې هغه یې وایي، نو پر هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوي دي".
«لَيْسَ مِنَّا مَنْ تَطَيَّرَ أَوْ تُطُيِّرَ لَهُ، أَوْ تَكَهَّنَ أَوْ تُكُهِّنَ لَهُ، أَوْ سَحَرَ أَوْ سُحِرَ لَهُ، وَمَنْ عَقَدَ عُقْدَةً، وَمَنْ أَتَى كَاهِنًا فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُولُ فَقَدْ كَفَرَ بِمَا أُنْزِلَ عَلَى مُحَمَّدٍ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل امت څخه هغو کسانو ته پدې وینا سره خبرداری ورکوي چې ځینې کړنې یې کړي وي، فرمایي چې: "زمونږ څخه ندي" هغه خلک چې: لومړی: "من تَطَيَّرَ أو تُطُيِّرَ له" دا په اصل کې: د مرغۍ له الوځولو څخه اخیستل شوی دی چې کله به هغوی په کوم کار او یا سوداګرۍ پيل کاوه نو مرغۍ به یې خوشې کړه؛ که چېرته به یې ښي لور ته الوتنه وکړه په نیک فال به یې ونیوله او د هغه کار پسې به روان شو چې اراده یې کړې وه، خو که چېرته به یې چپ لور ته الوتنه وکړه، نو په بد فال به یې ونیوله او له خپل کار څخه به لاس په سر شو، نو دا کار د خپل ځان لپاره هم ناروا دی او د بل چا لپاره هم چې دنده ورکړل شي تر څو یې ورته تر سره کړي، او پدې کې هر بد فال نیول شامل دي که هغه اورېدل وي او یا د کوم شي لیدل، له مرغیو، څارویو، مصیبت ځپلو، شمېرو، ورځو او داسې نورو څیزونو څخه. دویم: له "من تَكَهَّنَ أو تُكُهِّنَ له"څخه مراد دا دی چې څوک چې د ستورو او نورو شیانو په کارولو سره په غیبو د پوهېدو دعوه وکړي، یا داسې چاته ورشي چې د کاهن او داسې نورو په څېر په غیبو د پوهېدلو دعوه وکړي او په هغه څه باور وکړي چې هغه یې له غیبو وایي، نو په هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی. دریم: "من سحر أو سحر له" یعنې دا چې څوک په خپله سحر وکړي او یا بل چاته دنده ورکړي چې سحر ورته وکړي؛ تر څو پرې چاته ګټه او یا زیان ورسوي، او یا تار ته غوټه ورکړي او د حرامو دمونو په چف کولو سره پرې جادو وکړي.
...:
پر الله جل جلاله توکل او د الله په اراده او تقدیر ایمان درلودل واجب دي او د فال، بد شګون، جادو، کوډو او یا پدې اړه له کوډګرو او جادوګرو څخه د پوښتنې کولو حراموالی.
د غیب د علم دعوه شرک دی کوم چې له توحید سره په ټکر کې دی.
په کوډګرو او جادوګرو باور کول او هغوی ته د ورتللو حراموالی او هغه څه چې د کف شناسۍ، پیالې، په برجونو کې لیدل او داسې نور دي هم همدا حکم لري، که څه هم یوازې د لیدلو په خاطر وي (یعنې باور ورسره نه وي).
نور (11)
مسند البزار = البحر الزخار (9/ 52) (3578).
شرح السنة للبغوي (12/ 182).
مجموع الفتاوى (35/ 173).
القول المفيد على كتاب التوحيد.
لابن عثيمين (1/ 543).
التمهيد لشرح كتاب التوحيد.
لصالح آل الشيخ (ص315).
الجديد في شرح كتاب التوحيد.
لمحمد القرعاوي (ص242).
الملخص في شرح كتاب التوحيد.
لصالح الفوزان (ص217).
په کتابونو کې یاد شوی
7 کتابونه- د توحيد کتابكتاب التوحيد للشيخ محمد بن عبد الوهابڅوک چې غيب ويونکي ته راشي او په هغه څه کې يې تصديق وکړي چې هغه يې وايي؛ نو پر هغه څه يې کفر وکړ چې پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوي دي.
- د توحيد کتابكتاب التوحيد للشيخ محمد بن عبد الوهابهغه څوک له موږ څخه ندی چې بد پالي نیسي او يا د هغوی لپاره بد پالي کيږي، يا پخپله کهانت کوي او يا د هغه لپاره کهانت کيږي، يا کوډې کوي او یا د هغه لپاره کوډې کيږي، او څوک چې غيب ويونکي ته راشي په هغه څه کې يې تصديق وکړي چې هغه يې وايي؛ نو هغه
نور (5)
- حكم السحر والكهانة(من أتى كاهناً فصدّقه بما يقول فقد كفر بما أنزل على محمد -صلى الله عليه وسلم- )
- حكم السحر والكهانة(من أتى كاهناً فصدقه بما يقول فقد كفر بما أنزل على محمد -صلى الله عليه وسلم- )،
- حكم السحر والكهانة(من أتى كاهناً فصدقه بما يقول فقد كفر بما أنزل على محمد -صلى الله عليه وسلم- )،
- عقيدة الأئمة الأربعة«لَيْسَ مِنَّا مَنْ تَطَيَّرَ أَوْ تُطِيِّرَ لَهُ، أَوْ تَكَهَّنَ أَوْ تُكُهِّنَ لَهُ، أَوْ سَحَرَ أَوْ سُحِرَ لَهُ»،
- مطوية الرقيةالرقية الشرعية - 1" ليس منّا مَن تطيّر أو تُطير له، أو تكهّن أو تُكهّن له، أو سَحر أو سُحر له، ومن أتى كاهناً فصدقه بما يقول فقد كفر بما أنزل على محمد ".