کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کاوه نو خپل لاسونه به یې - له بغلونو دومره - ازاد کړل چې د تخرګونو سپینوالی به یې ښکاره شو.
له عبدالله بن مالک بن بحینة رضی الله عنه څخه روایت دی چې:
کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کاوه نو خپل لاسونه به یې - له بغلونو دومره - ازاد کړل چې د تخرګونو سپینوالی به یې ښکاره شو.
أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ إِذَا صَلَّى فَرَّجَ بَيْنَ يَدَيْهِ حَتَّى يَبْدُوَ بَيَاضُ إِبْطَيْهِ.
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم سجده کوله نو د سجدې پر مهال به یې لاسونه سره ازاد کړل؛ نو هر لاس به یې له خپل بغل څخه جلا کړ، تر دې چې د تخرګونو د پوستکي رنګ به یې ښکاره شو. دا لکه د وزرونو په څېر له تشو څخه د څنګلو په لرې والي کې مبالغه ده.
دا حالت په سجده کې مستحب دی چې خپل بازوګان له بغلونو څخه لرې کړي.
د کوم مقتدي په خوا کې چې لمونځ کوونکي ته د لاسونو په آزادولو ضرر رسیږي، نو دا کار ورته جایز نه دی.
په سجده کې له تشو نه د لاسونو جلا کول حکمتونه او ډېرې ګټې لري، چې له جملې څخه یې: لمانځه ته هڅونه او لیوالتیا ده او دا چې څوک په ټولو اندامونو سجده وکړي نو هر غړي ته له عبادت څخه خپل حق ورکړل شي. او ویل شوي چې: په دې کې حکمت دا دی چې دا کار عاجزۍ ته ورته دی او پدې کې په ځمکه د تندي او پوزې لګول تر ټولو ډېر اغیزمن دي، او د دې لپاره چې هر غړی جدا جدا شي.
نور (8)
صحيح البخاري (1/ 87) (390).
صحيح مسلم (1/ 356) (495).
تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.
للبسام (ص162).
تنبيه الأفهام شرح عمدة الأحكام.
لابن عثيمين (2/ 207).
الإلمام بشرح عمدة الأحكام.
لإسماعيل الأنصاري (1/ 134).