عربي - Arabic English Qafár af - Afar Afrikaans - Afrikanns Akan Shqip - Albanian አማርኛ - Amharic Հայերեն - Armenian অসমীয়া - Assamese Azərbaycanca - Azerbaijani Bamanankan - Bambara Bassa Bemba বাংলা - Bengali Bosanski - Bosnian Български - Bulgarian မြန်မာဘာသာ - Burmese Bisaya - Cebuano Cham Нохчий - Chechen chiCheŵa - Chewa 中文 - Chinese Адыгэбзэ - Circassian Hrvatski - Croatian Česky - Czech Dagbani Dansk - Danish فارسی دری - Dari Dendi ދިވެހި ބަސް - Dhivehi Nederlands - Dutch إستوني - Estonian Suomi - Finnish Français - French Fulfulde - Fula ქართული - Georgian Deutsch - German Ελληνικά - Greek ગુજરાતી - Gujrati Kreyòl ayisyen - Haitian Creole Hausa हिन्दी - Hindi Magyar - Hungarian Igbo Indonesia - Indonesian Italiano - Italian 日本語 - Japanese Jóola - Jola ಕನ್ನಡ - Kannada Қазақша - Kazakh ភាសាខ្មែរ - Khmer Kikuyu Ikinyarwanda - Kinyarwanda Ikirundi - Kirundi 한국어 - Korean كوردی سۆرانی - kurdish كوردي kurmancî - Kurmanji Kyrgyz ລາວ - Lao latviešu - Latvian Lingala lietuvių - Lithuanian Luganda Македонски - Macedonian Maguindanaon Malagasy - Malagasy Bahasa Melayu - Malay മലയാളം - Malayalam Mandinka मराठी - Marathi Mõõré - Moore नेपाली - Nepali أنكو - NKo Norwegian ଓଡ଼ିଆ - Odia oromoo - Oromo پښتو - Pashto فارسی - Persian Polski - Polish Portuguese ਪੰਜਾਬੀ - Punjabi Română - Romanian Русский - Russian Српски - Serbian Shona සිංහල - Sinhala Slovenščina - Slovenian Soomaaliga - Somali Soninke Sesotho - Sotho Español - Spanish Kiswahili - Swahili Svenska - Swedish Tagalog Тоҷикӣ - Tajik தமிழ் - Tamil తెలుగు - Telugu ไทย - Thai ትግረኛ - Tigrinya Türkçe - Turkish Ukrainian اردو - Urdu ئۇيغۇرچە - Uyghur Ўзбек - Uzbek Việt Nam - Vietnamese Wolof Yao Yorùbá - Yoruba Zarma زولو - Zulu
780 احاديث
د نبوي احاديثو پوهنغونډ
وېشنيزې
د حدیث درجه
روایت شوی په
راوي
ټول راویان وښایاست (11)
هغه به په فرض او نورو لمونځونه کې تکبیر ویلو، په روژه کې او له روژې پرته، نو کله به چې پاڅېده تکبیر به یې وکړ، بیا یې چې کله رکوع کوله نو تکبیر یې وکړ، بیا یې : سمع الله لمن حمده ووییل، بیا یې ربنا ولک الحمد وویل؛ مخکې لدې چې سجدې ته لاړ شي، بیا چې کله سجدې ته ټیټېده نو الله اکبر یې ووییل، بیا یې له سجدې څخه د راپورته کېدو پر مهال تکبیر وکړ، بیا چې کله له دوو سجدو څخه راپورته کېده نو تکبیر یې وکړ، او همداسې به یې په ټول رکعت کې کول، تر دې چې د لمانځه څخه فارغ شو، بیا یې چې کله مخ وګرځاوه نو ویې وییل : زما دې قسم په هغه ذات وي چې زما روح د هغه په لاس کې دی، زه په لمانځه کې په تاسو ټولو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمانځه ته زیات ورته والی لرم، او همدا یې تر هغه پورې د لمانځه طریقه وه تر څو چې له دنیا څخه لاړ.
صحيح دی متفق علیه دی
هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله، زما او زما د لمانځه او زما د قرائت تر منځه شیطان مداخله وکړه تر څو یې راباندې ګډود کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه»، وایي: دا کار مې وکړ، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«کله چې تاسې لمونځ کوئ، نو خپل صفونه برابر کړئ، بیا دې ستاسو څخه یو ستاسو امامت وکړي، نو کله یې چې تکبیر ووایه، تاسو هم تکبیر ووایئ ، او کله یې چې: {غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ} [الفاتحة: 7]، وویل: نو تاسو آمین ووایئ، ستاسو دعا به الله قبوله کړي، نو کله یې چې تکبیر ووایه او رکوع یې وکړه، تاسو هم تکبیر ووایئ او رکوع وکړئ، یقینا چې امام ستاسو څخه مخکې رکوع کوي، او ستاسو څخه مخکې راپورته کیږي»، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دا په هغې سره -جبران- شو (یعنې رکوع ته د وروسته تللو نقصان له رکوع څخه په وروسته پورته کېدلو سره جبران شو) او کله چې ووایي: سمع الله لمن حمده، تاسو ووایئ: اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، نو ستاسو څخه به یې الله واوري، یقینا چې الله تعالی د خپل رسول صلی الله علیه وسلم په ژبه ویلي دي: سمع الله لمن حمده، یعنې الله د هغه چا وینا واورېده چې د هغه ستاینه یې وکړه، او کله یې چې تکبیر وکړ او سجده یې وکړه، نو تاسو هم تکبیر ووایئ او سجده وکړئ، بیشکه چې امام ستاسو څخه مخکې سجده کوي او ستاسو څخه مخکې له سجدې څخه پورته کیږي»، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا په هغې سره -جبران شو - او کله چې قعدې ته لاړ نو ستاسو څخه د یو تن لومړۍ وینا دې دا وي: التَّحِيَّاتُ الطَّيِّبَاتُ الصَّلَوَاتُ لِلهِ، السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ».
ثنا، ستاینې او پاکي الله لره دي، اې نبي ! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه وي، پر مونږ او د الله پر نیکو بندګانو دې سلام وي، شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلى الله عليه وسلم به د لمانځه د پرانیستې پر مهال خپل لاسونه د اوږو په برابرۍ پورته کول، او کله به يې چې د رکوع لپاره تکبیر وایه او کله به يې چې له رکوع څخه سر پورته کاوه همدا رنګه به یې دواړه پورته کول او ویل به یې: «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ» " الله د هغه چا ثنا واورېده چې د هغه ستاینه یې وکړه، اې زمونږه ربه تا لره ستاینه ده» او د سجدې پر مهال به يې داسې نه کول.
صحيح دی متفق علیه دی
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ملا له رکوع څخه پورته کړه نو - دا دعا به یې وویله: «سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَمِلْءَ الْأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ». الله د هغه چا - وینا - واورېده چې د هغه ثنا یې وویله، اې الله زمونږه ربه ستا لره ستاینه ده، د آسمانونو د ډکوالي او د ځمکې د ډکوالي او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې له دوی نه وروسته دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم راته تشهد داسې رازده کړ لکه څرنګه به یې چې له قرآن څخه یو سورت رازده کاوه، دا پداسې حال کې چې زما لاس د هغه په لاسونو کې و: «التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ، وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، السَّلاَمُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ» ټولې ستاینې ژبنې، بدني، او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي، سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې وي پر تا ای پیغمبره، سلام دې وي پر مونږ او د الله پر نیکو بنده ګانو، ګواهي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نشته او ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی». او د دواړو په یو بل لفظ کې راغلي: «إِنَّ اللهَ هُوَ السَّلَامُ، فَإِذَا قَعَدَ أَحَدُكُمْ فِي الصَّلَاةِ فَلْيَقُلْ: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، فَإِذَا قَالَهَا أَصَابَتْ كُلَّ عَبْدٍ لِلَّهِ صَالِحٍ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، ثُمَّ يَتَخَيَّرُ مِنَ الْمَسْأَلَةِ مَا شَاءَ». «یقینا الله سلام دی، نو کله چې ستاسو څخه یو څوک په لمانځه کې کېناست نو ودې وایي: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ...ثنا، ستاینې او پاکۍ الله لره دي، اې نبي ! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه دې وي، پر مونږ او دالله پر نیکو بندګانو دې سلام وي. کله یې چې دا دعا وویله هر نېک بنده ته به په اسمان او ځمکه کې ورسیږي. (بیا به ووایي) ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پدې ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. د دې پسې بیا کولی شي هر ډول سوال او دعا چې وغواړي غوره یې کړي»
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله ﷺ مسجد ته داخل شو نو یو سړی راغی، لمونځ یې وکړ او پر رسول ﷺ ئې سلام واچاوه، رسول ﷺ ورته وویل: «بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی»، سړی بېرته ولاړ او لمونځ یې وکړ بیا راغی او پر رسول ﷺ ئې سلام واچاوه، رسول ﷺ ورته بیا وویل: «بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی»، دا (عمل) درې ځلې تکرار شو، سړي وویل: «زما دې په هغه ذات قسم وي چې ته یې په حقه رالېږلی یې چې له دې یې ښه نه شم کولی، نو رازده یې کړه، رسول الله ﷺ ورته وویل: «کله چې لمانځه ته ودرېدې نو تكبیر ووایه، بیا د قرآن هغه برخه ولوله چې درته آسانه وي، بیا رکوع وکړه تر څو په رکوع کې سکون ومومې، بیا پورته شه تر څو په قیام کې اعتدال رامنځته شي، بیا سجده وکړه تر څو په سجده کې سکون ومومې، بیا پورته شه تر څو په ناسته کې سکون ومومې، او دا (کړنې په پاتې) ټول لمونځ کې ترسره کړه».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار د لمانځه په دوو رکعتونو کې {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ}، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} ولوستل.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی