Skip to content

«په تاسو کې دې هېڅوک د ادرار کولو پر مهال ښی لاس خپلې تناسلي آلې ته نه وروړي او نه دې په ښي لاس د حاجت ځای پاکوي او نه دې په لوښي کې پوکی کوي».

له ابو قتادة-رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:

«په تاسو کې دې هېڅوک د ادرار کولو پر مهال ښی لاس خپلې تناسلي آلې ته نه وروړي او نه دې په ښي لاس د حاجت ځای پاکوي او نه دې په لوښي کې پوکی کوي».

«لَا يُمْسِكَنَّ أَحَدُكُمْ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ وَهُوَ يَبُولُ، وَلَا يَتَمَسَّحْ مِنَ الْخَلَاءِ بِيَمِينِهِ، وَلَا يَتَنَفَّسْ فِي الْإِنَاءِ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې آداب بیان کړل: چې یو سړی دې د تشو متیازو کولو پر مهال خپله تناسلې آله په ښي لاس کې نه نیسي، او نه دې په ښي لاس د تناسلي آلې يا مقعد څخه نجاست لرې کوي، ځکه چې ښي لاس د نیکو کارونو لپاره چمتو شوی دی، همدارنګه یې لدې څخه منع فرمایلې ده چې د څښاک په لوښي کې د څښلو پر مهال ساه واخیستل شي.

د حديث له ګټو څخه

په آدابو او پاکوالي کې د اسلام لومړیتوب.

د ناپاکو څیزونو څخه ډډه کول، که اړ و چې باید دا کار وکړي، نو په چپ لاس دې وکړي.

پر چپ لاس د ښي لاس د عزت او فضیلت بیانول.

د اسلامي شريعت بشپړتیا او د هغه د تعليماتو هر اړخیزوالی.

مراجع
نور (6)

صحيح البخاري (1/ 42) (154).

صحيح مسلم (1/ 225) (267).

تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.

للبسام (ص41).

تنبيه الأفهام شرح عمدة الأحكام.

لابن عثيمين (1/ 45).