Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 7

فلټرونه لرې کړئ
«په تاسو کې دې هېڅوک د ادرار کولو پر مهال ښی لاس خپلې تناسلي آلې ته نه وروړي او نه دې په ښي لاس د حاجت ځای پاکوي او نه دې په لوښي کې پوکی کوي».
صحيح دی متفق علیه دی
زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سرپرستي کې کوچنی ماشوم وم، (د ډوډۍ خوړلو پر مهال به مې) لاس په کاسه کې آخوا او دېخوا کېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: « اې هلکه، بسم الله ووایه، په ښي لاس خوراک کوه او له خپلې مخې څخه خوراک کوه» نو له هغه وروسته مې همدا د ډوډۍ خوړلو طریقه شوه.
صحيح دی متفق علیه دی
هغوی وویل: اې د الله رسوله! موږ خوراک کوو خو نه مړېږو، هغه وفرمایل: «ښايي تاسې جلا جلا خورئ؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: «نو په خوراک مو سره راټول شئ او د الله نوم پرې یاد کړئ، برکت به پکې واچول شي».
حسن ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې په چپ لاس خوراک کاوه، نو ویې فرمایل: « په ښي لاس وخوره» هغه وویل: نه شم کولای: هغه وفرمایل: ویې نه کړای شې(یعنې لاسونه دې شل شه) هغه - له دې څخه کبر منع کړ چې په ښي لاس خوراک وکړي- وایې: ویې نه کړای شول چې خپل لاس خولې ته پورته کړي.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«یقینا چې الله جل جلاله له بنده څخه هغه مهال راضي کیږي کله چې هغه یوه مړۍ وخوري او بیا پرې د هغه ستاینه وکړي (الحمد لله ووایي) او یا یو ګوټ اوبه وڅښي او د هغه ستاینه پرې وکړي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«کله چې ستاسو څخه یو څوک خوراک کوي، نو په ښي لاس دې وخوري، او کله چې څښاک کوي، نو په ښي لاس دې وڅښي، ځکه چې شیطان په چپ لاس خوراک کوي او په چپ لاس څښاک کوي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
موږ به کله چې د نبي صلی الله علیه وسلم سره په خوړو کې ګډون کاوه، نو تر هغه به مو خوړو ته لاس نه نږدې کاوه تر څو به چې رسول الله ﷺ پیل نه و کړی، نو یوه ورځ مو ورسره په خوراک کې ګډون کاوه، نو ګورو چې یوه وینځه داسې راغله لکه څوک یې چې ټېل وهي، غوښتل یې چې خوړو ته لاس اوږد کړي، نو رسول الله ﷺ یې لاس ونیو، بیا یو بانډه چي راغی هغه هم داسې و لکه څوک یې چې ټېل وهي، نو د هغه لاس یې هم ونیو، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «شیطان هغو خوړو ته لار مومي چې د الله نوم پرې وانه خیستل شي، هغه دا وینځه راوستله چې له امله یې خوړو ته لاسرسی ولري، نو ما یې لاس ونیو؛ بیا یې دا بانډه چي راوست تر څو خوړو ته لاسرسی ومومي، نو ما یې لاس ونیو، قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، د شیطان لاس زما په لاس کې د دوی له لاسونو سره یو ځای دی».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی