Skip to content

«یقینا چې زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه كافر شو».

له بریده رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«یقینا چې زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه كافر شو».

«إِنَّ الْعَهْدَ الَّذِي بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمُ الصَّلَاةُ، فَمَنْ تَرَكَهَا فَقَدْ كَفَرَ».

الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندوي چې د مسلمانانو او نورو کفارو او منافقانو تر منځ ژمنه او تړون یوازې لمونځ دی، نو چا چې پرېښوده یقینا چې کافر شو.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

د لمانځه لوی اهمیت، او دا د مؤمن او کافر ترمنځ بیلوونکی دی.

د اسلام د احکامو ثبوت د انسان په ظاهري حالت دی پرته له باطن څخه یې.

مراجع
نور (6)

سنن النسائي (1/ 231) (463).

جامع الترمذي (4/ 365) (2621).

سنن ابن ماجه (2/ 181) (1079).

د امام أحمد مسند (38/ 20) (22937).

فيض القدير (4/ 395).

ذخيرة العقبى في شرح المجتبى (6/ 192) (6/ 193).