Skip to content

اې هلکه، بسم الله ووایه، په ښي لاس خوراک کوه او له خپلې مخې څخه خوراک کوه

له عمر بن أبي سلمة رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې:

زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سرپرستي کې کوچنی ماشوم وم، (د ډوډۍ خوړلو پر مهال به مې) لاس په کاسه کې آخوا او دېخوا کېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: « اې هلکه، بسم الله ووایه، په ښي لاس خوراک کوه او له خپلې مخې څخه خوراک کوه» نو له هغه وروسته مې همدا د ډوډۍ خوړلو طریقه شوه.

كُنْتُ غُلَامًا فِي حَجْرِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَكَانَتْ يَدِي تَطِيشُ فِي الصَّحْفَةِ، فَقَالَ لِي رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَا غُلَامُ، سَمِّ اللهَ، وَكُلْ بِيَمِينِكَ، وَكُلْ مِمَّا يَلِيكَ» فَمَا زَالَتْ تِلْكَ طِعْمَتِي بَعْدُ.

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

عمر بن ابي سلمة رضي الله عنهما چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میرمنې زوی (پرکټی) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د روزنې او سرپرستۍ لاندې و، وایې چې د خوراک پر مهال به یې لاس په کاسه کې یو ځای او بل ځای واهه تر څو له بېلابېلو ځایونو څخه مړۍ را واخلي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډوډۍ خوړلو درې ادبونه ور وښودل: لومړی یې : د ډوډۍ په پیل کې "بسم الله" وییل. دویم یې: په ښي لاس خوراک کول. دریم یې: له خپلې مخې څخه خوراک کول.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

د خوراک او څښاک په پیل کې بسم الله وییل د ډوډۍ خوړلو له آدابو څخه دي.

کوچنیانو ته د آدابو ور ښودل، په ځانګړې توګه هغه کوچنیان چې د چا د سرپرستۍ لاندې وي.

د ځوانانو په ښوونه او روزنه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مهرباني او لوړه حوصله.

د ډوډۍ خوړلو له ادابو څخه له خپلې مخې نه خوراک کول دي، مګر پداسې حالاتو کې چې خواړه بېلابېل ډول وي، نو بیا کولای شي چې له بېلابېلو ځایونو څخه یې راواخلي.

هغه څه ته د صحابه کرامو ژمنتیا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ښودلي وو، دا خبره د عمر بن أبی سلمة رضی الله عنه لدې وینا څخه استنباطیږي چې فرمایي: له هغه وروسته مې همدا د ډوډۍ خوړلو طریقه شوه.

مراجع

(3/ 61) (2092).

نور (11)

صحيح البخاري (7/ 68) (5376).

صحيح مسلم (3/ 1599) (2022).

شرح النووي على مسلم (13/ 193).

توضيح الأحكام مِن بلوغ المرام.

للبسام (5/ 440).

فتح ذي الجلال والإكرام شرح بلوغ المرام.

لابن عثيمين (4/ 616).

منحة العلام في شرح بلوغ المرام.

لعبد الله الفوزان (7/ 439).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (3/ 169).