Skip to content

"پر منافقانو تر ټولو دروند لمونځ د ماخوستن او سهار لمونځونه دي، که دوی پوه شي چې په دوی کې څه دي، نو دوی به ورته راتګ کړی و، اګر که په خاپوړو وای

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"پر منافقانو تر ټولو دروند لمونځ د ماخوستن او سهار لمونځونه دي، که دوی پوه شي چې په دوی کې څه دي، نو دوی به ورته راتګ کړی و، اګر که په خاپوړو وای، او ما هوډ وکړ چې د لمانځه د ادا کولو امر وکړم، بیا یو سړي ته امر وکړم چې خلکو ته لمونځ ورکړي، بیا د ځان سره سړي بوځم چې د لرګیو ګیډۍ ورسره وي، او په هغو خلکو کورونه وروسوځوم چې لمانځه ته نه حاضریږي».

«‌إِنَّ ‌أَثْقَلَ صَلَاةٍ عَلَى الْمُنَافِقِينَ صَلَاةُ الْعِشَاءِ وَصَلَاةُ الْفَجْرِ، وَلَوْ يَعْلَمُونَ مَا فِيهِمَا لَأَتَوْهُمَا وَلَوْ حَبْوًا، وَلَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ آمُرَ بِالصَّلَاةِ فَتُقَامَ، ثُمَّ آمُرَ رَجُلًا فَيُصَلِّيَ بِالنَّاسِ، ثُمَّ أَنْطَلِقَ مَعِي بِرِجَالٍ مَعَهُمْ حُزَمٌ مِنْ حَطَبٍ إِلَى قَوْمٍ لَا يَشْهَدُونَ الصَّلَاةَ، فَأُحَرِّقَ عَلَيْهِمْ بُيُوتَهُمْ بِالنَّارِ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافقینو او په لمانځه کې د هغوی د سستۍ او په ځانګړې توګه د ماخوستن او سهار په لمونځونو کې د هغوی د سستۍ په اړه خبر ورکوي او فرمایي چې: که دوی پوه شي چې د مسلمانانو سره په جماعت کې د ګډون کولو اجر او ثواب څومره دی، نو دوی به لکه د ماشوم په څېر په خاپوړو دې دواړو لمونځونو ته راتګ کړی وو. او رسول الله صلى الله عليه وسلم دا تصميم نيولی و چې د لمانځه د ادا كولو امر وكړي او د هغه پر ځاى يو سړى د خلكو امامت وكړي، بيا لاړ شي او هغه خلک له ځان سره واخلي چې د لرګیو ګیډۍ ورسره وي، هغو سړیو ته ورشي چې د جماعت لمونځونو ته نه حاضریږي، نو کورونه پرې په اور سره وسوځوي، د هغې سختې ګناه له امله چې دوی کړې ده، - خو دا کار یې ونه کړ - ځکه چې په کورونو کې بې ګناه ښځې، کوچنیان او نور معذوره خلک وي چې هېڅ ګناه نه لري.

د کلمو معناوې

المنافقين: الذين يظهرون الإسلام ويبطنون الكفر.

ولو يعلمون: علم إيمان ويقين.

فتُقَام: ينادى لها بالإقامة.

حُزَمٌ: جمع حزمة، وهو ما جُمع وشُدَّ بحبل ونحوه.

د حديث له ګټو څخه

په جومات کې د جماعت د لمانځه د نه ادا کولو خطر.

منافقانو په خپل عبادت سره بله اراده نه درلوده پرته له ځان ښودنې او شهرت څخه، نو دوی لمونځ ته نه راځي مګر هغه مهال چې خلک یې وګوري.

په جماعت سره د ماخوستن او سهار لمونځونو د اجر لویوالی او دا چې خلک باید ورته لاړ شي که په خاپوړو هم وي.

د ماخوستن او مازدیګر لمونځونو ته پاملرنه انسان له نفاق څخه په امن کوي او شاته ترې پاتې کېدل د منافقانو له ځانګړنو څخه دي.

مراجع
نور (8)

صحيح مسلم (1/ 451) (651).

صحيح البخاري (1/ 132) (657).

الإلمام بشرح عمدة الأحكام.

لإسماعيل الأنصاري (1/ 88).

تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.

للبسام (ص107).

تنبيه الأفهام شرح عمدة الأحكام.

لابن عثيمين (1/ 136).