«داسې مه وايئ چې: څه چې الله او فلانی وغواړي هغه کیږي، بلکې ووايئ: څه چې الله وغواړي او بیا یې فلانی وغواړي هغه کیږي».
له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«داسې مه وايئ چې: څه چې الله او فلانی وغواړي هغه کیږي، بلکې ووايئ: څه چې الله وغواړي او بیا یې فلانی وغواړي هغه کیږي».
«لَا تَقُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ وَشَاءَ فُلَانٌ، وَلَكِنْ قُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ ثُمَّ شَاءَ فُلَانٌ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې منع فرمایلي دي چې یو مسلمان په خپلو خبرو کې ووايي چې: «هغه څه چې الله وغواړي او فلانی یې وغواړي هغه کیږي». یا دا چې: څه چې الله او فلانی وغواړي هغه کیږي؛ ځکه چې د الله تعالی خوښه (مشېئت) او اراده یې مطلقه ده، هېڅوک ورسره په کې شریک نه دی. او په عطف کې د (واو) توري له کارولو څخه داسې انګېرل کیږی چې له الله تعالی سره دې بل څوک شریک او برابر وي. بلکې وایي به: څه چې الله وغواړي، بیا یې فلانی وغواړي هغه کیږي، نو پدې سره به د بنده خوښه د الله جل جلاله د خوښې تابع وګرځوي چې د (او) پر ځای د (بیا) کلمه وکاروي، ځکه بیا د ورپسې معنا ورکوي.
...:
د دې وینا حراموالی چې ووایي: "هغه څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړې کیږي" او دې ته ورته نورو ویناوو چې په الله جل جلاله پکې په واو سره عطف شوی وي؛ ځکه چې دا په الفاظو او خبرو کې د شرک یوه بڼه ده.
د دې وینا روا والی چې ووایي: "هغه کیږي چې الله یې وغواړي او بیا یې ته وغواړې" او دې ته ورته ویناوو چې په الله تعالی پکې په (بیا) کلمې سره عطف شوی وي، ځکه دلته هغه څه نه انګېرل کیږي چې منع ترې راغلې ده.
الله جل جلاله ته د خوښې (مشیئت) ثبوت، همدا رنګه بنده ته یې ثبوت او دا چې د بنده خوښه د الله جل جلاله د خوښې تابع ده.
د الله تعالی سره په خوښه (مشېئت) کې د مخلوقاتو د شریکولو حراموالی که څه هم په الفاظو کې وي.
که چېرته ویونکی دا عقیده ولري چې د بنده خوښه (مشیئت) د الله تعالی د خوښې په څېر ده یعنې په هر اړخېزوالي او اطلاق کې ورسره برابره ده، یا دا چې بنده خپلواکه خوښه (مشیئت) لري نو دا لوی شرک دی، خو که دا عقیده ولري چې د بنده خوښه د الله تعالی له خوښې (مشیئت) څخه کمه ده؛ نو دا کوچنی شرک دی.
(38/ 364) (23339).
نور (7)
د النسائي السنن الکبری (9/ 361) (10755).
سنن ابو داود (7/ 334) (4980).
د امام أحمد مسند (38/ 299) (23265).
الجديد في شرح كتاب التوحيد.
لمحمد القرعاوي (ص368).
الملخص في شرح كتاب التوحيد.
لصالح الفوزان (ص329).
په کتابونو کې یاد شوی
6 کتابونهنور (5)
- التحقيق والإيضاح لكثير من مسائل الحج والعمرة والزيارة على ضوء الكتاب والسنةالتحقيق والإيضاح لكثير من مسائل الحج والعمرة والزيارة - النسخة المعتمدة«لَا تَقُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ وَشَاءَ فُلَانٌ، وَلَكِنْ قُولُوا مَا شَاءَ اللهُ ثُمَّ شَاءَ فُلَانٌ» [102].
- التوحيد في ضوء عقيدة الإمام الشافعي رحمه الله ونصوصه ومروياته"لا تقولوا: ما شاء الله وشاء فلان، ولكن قولوا: ما شاء الله ثم شاء فلان"([131]).
- الدروس المهمة لعامة الأمة«لا تَقُولُوا: مَا شَاءَ اللَّهُ وَشَاءَ فُلانٌ، وَلَكِنْ قُولُوا: مَا شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ شَاءَ فُلانٌ»[5]
- خذ عقيدتك من الكتاب والسنة الصحيحة«لا تقولوا ما شاء الله وشاء فلان، ولكن قولوا: ما شاء الله ثم شاء فلان»
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 8«لا تَقُولوا: مَا شاء اللهُ وشاءَ فُلانٌ، ولكنْ قُولوا: مَا شاءَ اللهُ، ثُمَّ شاءَ فُلانٌ».