یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی
له معاذ بن جبل - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې وایي:
زه پيغمبر صلی الله علیه وسلم پسې شاته په هغه خره سپور وم چې عفیر بلل کېده، نو ویې فرمایل: اې معاذه! آیا په بنده ګانو باندې د الله تعالی په حق پوهیږې، او دا چې بندګان په الله تعالی څه حق لري؟ ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: « یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی» نو ما وویل: اې د الله رسوله، آیا خلکو ته زیری ورنه کړم؟ هغه وفرمایل: نه، زیری مه ورکوه چې بیا به په همدې خبره تکیه وکړي».
كُنْتُ رِدْفَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى حِمَارٍ يُقَالُ لَهُ عُفَيْرٌ، فَقَالَ: «يَا مُعَاذُ، هَلْ تَدْرِي حَقَّ اللَّهِ عَلَى عِبَادِهِ، وَمَا حَقُّ العِبَادِ عَلَى اللَّهِ؟»، قُلْتُ: اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «فَإِنَّ حَقَّ اللَّهِ عَلَى العِبَادِ أَنْ يَعْبُدُوهُ وَلا يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَحَقَّ العِبَادِ عَلَى اللَّهِ أَنْ لا يُعَذِّبَ مَنْ لا يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا»، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَفَلاَ أُبَشِّرُ بِهِ النَّاسَ؟ قَالَ: «لا تُبَشِّرْهُمْ، فَيَتَّكِلُوا».
رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی حق پر بنده ګانو او د بندګانو حق پر الله تعالی باندې بیانوي، او دا چې د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې یوازې د هغه عبادت وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي. او دا چې د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغو موحدینو ته عذاب ورنه کړي چې د هغه سره هیڅ شی نه شریکوي. بیا معاذ وویل: اې د الله رسوله! آیا خلکو ته - پدې خبره - زیری ورنه کړم تر څو خوشحاله شي او - د الله تعالی پدې فضل باندې - یو بل ته زیری ورکړي؟ نو پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - لدې ویرې منع کړ چې خلک به په همدې تکیه وکړي.
...:
د الله تعالی د حق بیان دی چې په خپلو بندګانو یې لازم ګرځولی دی، چې د هغه عبادت وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي.
د بنده ګانو د حق بیان چې الله تعالی د فضل او نعمت له مخې د خپلو بندګانو لپاره پر ځان لازم ګرځولی دا دی چې دوی جنت ته داخل کړي او عذاب ورنه کړي.
پدې کې د هغو موحدینو لپاره لوی زیری دی چې د الله تعالی سره هیڅ شی نه شریکوي؛ چې پایله یې جنت ته داخلېدل دي.
معاذ - دا حدیث - خلکو ته له مرګ نه مخکې بیان کړ؛ لدې وېرې چې د علم په پټولو سره ګناهکار نه شي.
په ځینو خلکو کې د ځینو حدیثونو د نه خپرولو په اړه خبرداری چې په معنا یې نه پوهیږي، په ځانګړي توګه هغه حدیثونه چې عملي بڼه و نه لري او یا د شریعت حد پکې نه وي.
د موحدینو ګناهکاران د الله تعالی تر ارادې لاندې دي، که وغواړي، سزا به ورکړي او که وغواړي بخښنه به ورته وکړي، بیا به د دوی برخلیک د جنت لورې ته وي.
(1/ 627).
نور (7)
صحيح البخاري (4/ 29) (2856).
صحيح مسلم (1/ 58) (30).
المحكم لابن سيده (10/26).
المفهم لما أشكل من تلخيص كتاب مسلم (1/ 203).
فتح الباري (11/340.
البحر المحيط الثجاج في شرح صحيح الإمام مسلم بن الحجاج (1/ 623).
عمدة القاري شرح صحيح البخاري (14/ 148).
په کتابونو کې یاد شوی
12 کتابونه- صحیح عقیده او هغه چې خلاف یې دهد الله حق دی پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي.
- صحیح عقیده او هغه چې خلاف یې ده«آیا پوهیږي چې د الله حق پر بنده ګانو او د بندګانو حق پر الله څه دی؟ نو معاذ وویل: ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، نو نبي - صلی الله علیه وسلم - وویل: د الله حق پر بندګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي، او د بندګانو
- د توحيد کتابكتاب التوحيد للشيخ محمد بن عبد الوهابد الله حق پر بندګانو دا دی چې هغه ولمانځي او هيڅوک ورسره شریک نه کړي، او د بندګانو حق پر الله دا دی چې هغه چاته سزا ورنه کړي چې له هغه سره یې څه نه دي شريک کړي.
نور (9)
- العقيدة الصحيحةدروس العقيدة الصحيحة«فَإِنَّ حَقَّ اللَّهِ عَلَى العِبَادِ: أَنْ يَعْبُدُوهُ وَلَا يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَحَقَّ العِبَادِ عَلَى اللَّهِ: أَنْ لاَ يُعَذِّبَ مَنْ لَا يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا»
- حراسة التوحيدالعقيدة الصحيحة وما يضادها «حَقُّ اللهِ عَلَى العِبَادِ أَن يَعْبُدُوهُ وَلَا يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا» [2].
- حراسة التوحيدإقامة البراهين على حكم من استغاث بغير الله«حَقُّ اللهِ عَلَى العِبَادِ أَنْ يَعْبُدُوهُ وَلَا يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا».
- خذ عقيدتك من الكتاب والسنة الصحيحة«حق العباد على الله أن لا يُعذِّبَ مَن لَا يشركُ به شيئًا»
- مجموعة زاد التربية الإسلامية (1)، والسيرة النبوبة (1)، والعقيدة (1)، والفقه (1)التربية الأسلامية 1قال: «فإن حق الله على العباد أن يعبدوه ولا يشركوا به شيئًا، وحق العباد على الله ألا يعذب من لا يشرك به شيئًا»
- مجموعة زاد التربية الإسلامية (1)، والسيرة النبوبة (1)، والعقيدة (1)، والفقه (1)التربية الأسلامية 1«حقُّ اللهِ على العِبادِ أنْ يعْبُدُوهُ ولا يُشْرِكُوا بِهِ شيْئًا...»
- مشروع منهاج زادكزادك 2 طالب نهائي«يَا مُعَاذُ، هَلْ تَدْرِي حَقَّ اللهِ عَلَى عِبَادِهِ؟ وَمَا حَقُّ العِبَادِ عَلَى اللهِ؟». قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ: «فَإِنَّ حَقَّ اللهِ عَلَى العِبَادِ أَنْ يَعْبُدُوهُ وَلاَ يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَحَقَّ العِبَادِ ع
- نبراس طالب (3)نبراس طالب 3«يَا مُعَاذُ، هَلْ تَدْرِي حَقَّ اللهِ عَلَى عِبَادِهِ، وَمَا حَقُّ العِبَادِ عَلَى اللهِ؟»، قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «فَإِنَّ حَقَّ اللهِ عَلَى العِبَادِ أَنْ يَعْبُدُوهُ وَلاَ يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَحَقَّ العِبَادِ ع
- نبراس طالب (3)نبراس طالب 3«فَإِنَّ حَقَّ اللهِ عَلَى العِبَادِ أَنْ يَعْبُدُوهُ وَلاَ يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا»