Skip to content

"څوک چې له الله پرته په بل چا قسم وخوري هغه کفر او یا شرک وکړ".

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له یوه سړي څخه یې واورېدل چې ویل یې: نه؛ قسم په کعبه، نو ابن عمر وویل: له الله پرته په بل څه قسم نه خوړل کیږي، یقینا چې ما له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې:

"څوک چې له الله پرته په بل چا قسم وخوري هغه کفر او یا شرک وکړ".

«مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللهِ فَقَدْ كَفَرَ أَوْ أَشْرَكَ».

ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې چا په الله تعالی، د هغه له نومونو او صفتونو پرته پر بل څه قسم وکړ نو یقینا چې په الله یې کفر او یا شرک وکړ؛ ځکه چې قسم خوړل د هغه څه د عظمت تقاضا کوي چې قسم پرې یاد شوی دی، او لویي یوازې یو الله لره ده؛ نو قسم نه خوړل کیږي مګر په الله او یا د هغه په نومونو او یا صفتونو باندې، او دغه قسم د کوچني شرک څخه دی؛ خو که چېرته قسم کوونکي د هغه څه چې قسم يې پرې یاد کړی دی دومره تعظیم وکړي لکه د الله تعالی او یا لده څخه زیات، نو دا مهال به یې لوی شرک کړی وي.

د کلمو معناوې

من حلف: الحلف: اليمين، وهي توكيد الحكم بذكر معظّم تطمئن له نفس المخاطب.

كفر أو أشرك: يحتمل أن يكون هذا شكًّا من الراوي، ويحتمل أن تكون "أو" بمعنى الواو فيكون كفر وأشرك.

د حديث له ګټو څخه

په قسم سره لویي یوازې د الله حق دی، نو قسم نه یادیږي مګر په الله تعالی، د هغه په نومونو او یا صفتونو باندې.

په امر بالمعروف او نهي عن المنکر باندې د صحابه کرامو ټینګار، په ځانګړې توګه کله چې منکر له شرک سره تړاو ولري.

مراجع

(9/ 275) (5375).

(10/ 249) (6072).

(1/ 343).

نور (14)

جامع الترمذي (3/ 194) (1535).

سنن ابو داود (5/ 154- 155) (3251).

د امام أحمد مسند (9/ 249) (5346).

فتح المجيد شرح كتاب التوحيد.

لعبد الرحمن التميمي (ص413).

القول المفيد على كتاب التوحيد.

لابن عثيمين (2/ 214).

الملخص في شرح كتاب التوحيد.

لصالح الفوزان (ص326).

الجديد في شرح كتاب التوحيد.

لمحمد القرعاوي (ص365).

التمهيد لشرح كتاب التوحيد.

لصالح آل الشيخ (ص452).

فتاوى اللجنة الدائمة.