پایلې فلټر کړئ
339 کارتونه
الموضوعات
الموضوعات (13)
التصنيف الشرعي
Filter ▾
حجم المحتوى4
د الهُمزة سورت او تفسیر یې:
﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
﴿وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ 1 هلاكت دى د هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیبت لګوونكي لپاره(۱)
الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ 2 هغه چې مال يې جمع كړى دى او دغه يې بیا بیا شمېرلى (او ذخیره كړى) دى
يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ 3 دى خیال كوي چې بېشكه د ده مال به دى تل ژوندى وساتي؟
كَلَّا لَيُنْبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ 4 داسې هیڅكله نشي كېدى، دى به خامخا ضرور په حطمه (ماتوونكي او سوځوونكي دوزخ) كې وغورځول شي
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ 5 او ته څه شي پوه كړې چې حطمه څه شى دى؟
نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ 6 د الله هغه بل كړى شوى اور دى
الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ 7 هغه چې په زړونو راخېژي (او غالب كېږي)
إِنَّهَا عَلَيْهِمْ مُؤْصَدَةٌ 8 بېشكه دغه (اور) به په دوى باندې (له هره جانبه) رابند كړى شوى وي
فِي عَمَدٍ مُمَدَّدَةٍ 9﴾ په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې
[سورة الهمزة: ١ - ٩].
تفسير:
ج:د الهُمزة سورت او تفسیر یې:
﴿بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 1د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی ۱
﴿وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ 1 (هلاكت دى د هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیبت لګوونكي لپاره(۱)
ٱلَّذِي جَمَعَ مَالٗا وَعَدَّدَهُۥ 2 هغه چې مال يې غونډ کړی او شمېرلی يې (اېښی) دی 2.
يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ 3 دى خیال كوي چې بېشكه د ده مال به دى تل ژوندى وساتي ۳
كَلَّاۖ لَيُنۢبَذَنَّ فِي ٱلۡحُطَمَةِ 4 هيڅکله نه، هغه به هرومرو په ټوټه ټوټه کوونکي (اور) کې غورځول کيږي 4
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلۡحُطَمَةُ 5 او ته څه خبر يې چې ټوټه ټوټه کوونکی څه دی 5.
نَارُ ٱللَّهِ ٱلۡمُوقَدَةُ 6 د الله بل کړل شوی اور دی 6.
ٱلَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى ٱلۡأَفۡـِٔدَةِ 7 همغه چې پر زړونو به ورخېژي 7
فِي عَمَدٍ مُمَدَّدَةٍ 9﴾ په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې)
[سورت الهمزة: ١ - ٩ ايتونه].
وبال او سخت عذاب د خلکو د زيات غيبت کوونکو او په هغوی د زيات عيب ويونکو لپاره دی.
هغه څوک چې ټوله هڅه يې د مال غونډول او شمېرل وي، له دغه پرته بل کار نه لري.
هغه ګومان کوي چې کوم مال هغه را غونډ کړی هغه به يې له مرګ څخه وژغوري، نو د دنيا په ژوند کې به تل ترتله پاتې شي.
داسې خبره نه ده لکه دغه ناپوه چې فکر کوي، هغه به هرومرو د دوزخ په هغه اور کې غورځول کيږي چې هرڅوک ورواچول شي، د خپلې سختۍ له امله يې ټوټه ټوټه کوي او ماتوي.
اې رسوله! ته څه پوهېږې چې دغه اور چې هر ور اچول شوی کس ټوټه ټوټه کوي هغه څه دی؟
پرته له شکه هغه د الله بل کړل شوی اور دی.
هغه چې د خلکو له جسمونو څخه زړونو ته يې لار مومي.
پرته له شکه هغه پر عذاب کړل شويو را بند شوی دی.
په اوږدو لوړو ستنو کې تردې چې له هغو به نه وځي.
ج- د الفیل سورت او تفسیر یې:
﴿بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 1د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی ۱
﴿أَلَمۡ تَرَ كَيۡفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصۡحَٰبِ ٱلۡفِيلِ 1 ايا ودې نه ليدل چې ستا پالونکي د فيل پر څښتنانو څه وکړل.
أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ 2 آیا د هغوى چل (او مكر) يې په زیان كې نه و ګرځولى؟
وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ 3 او په دوى باندې يې ډلې ډلې مرغان راخوشې كړل
تَرْمِيهِمْ بِحِجَارَةٍ مِنْ سِجِّيلٍ 4 چې دغو (مرغانو) به دوى لره په داسې كاڼو ویشتل چې له خټو نه جوړ، په اور پاخه شوي وو.
فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَأْكُولٍ 5﴾ نو دغه (خلق) يې د خوړل شویو وښو په شان وګرځول)
[الفيل سورت: ۱ - ۵ ايتونه].
تفسير:
اې رسوله! ايا خبر نه يې چې پالونکي دې پر ابرهه، د هغه پر ملګرو او د فيل پر څښتنانو څه وکړل کله چې هغوی د کعبې ورانول غوښتل؟!
پرته له شکه الله د هغوی بد تدبير په لارورکۍ کې ونړولو، نو هغه څه يې ترلاسه نه کړل چې هيله يې لرله چې هغه له کعبې څخه د خلکو ايسارول وو، او له هغو يې هيڅ هم ترلاسه نه کړل.
او پر هغوی يې داسې مرغان ور ولېږل چې ډلې ډلې ورته راغلل.
هغوی يې د ډبرينې خټې پر کاڼو وېشتل.
نو الله هغوی داسې کړل لکه د هغه کښت پاڼې چې څارويو خوړلې وي او تر پښو لاندې يې کړې وي.
﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
﴿أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ 1 آیا ته نه يې خبر شوى چې ستا رب له فیل والاو سره څنګه كار كړى و؟
فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَأْكُولٍ 5﴾ نو دغه (خلق) يې د خوړل شویو وښو په شان وګرځول
[سورة الفيل: ١ - ٥].
ج- د قریش سورت او تفسیر یې:
﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
﴿لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ 1 د وجه د محبت د قریشو(۱)
إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ 2 محبت د دوی د ژمي او د دوبي د سفر سره.
فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ 3 نو لازم دي چې دوى د دې كور د رب عبادت وكړي
الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ 4﴾ هغه (رب) چې دوى ته يې له لوږې نه (د بچ كولو لپاره) طعام وركړى دى او دوى ته يې له وېرې نه (د ساتلو لپاره) امن (او بې خوفي) وركړې ده
[سورة قريش: ١ - ٤].
تفسير:
ج:د قریش سورت او تفسیر یې:
﴿بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 1د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی ۱
﴿لِإِيلَٰفِ قُرَيۡشٍ 1 د قريشو د الفت له امله 1
إِۦلَٰفِهِمۡ رِحۡلَةَ ٱلشِّتَآءِ وَٱلصَّيۡفِ 2 د دوی مینه د ژمي او اوړي د چکر سره 2.
فَلۡيَعۡبُدُواْ رَبَّ هَٰذَا ٱلۡبَيۡتِ 3 نو په کار ده چې د دغه کور د رب عبادت وکړي 3.
ٱلَّذِيٓ أَطۡعَمَهُم مِّن جُوعٖ وَءَامَنَهُم مِّنۡ خَوۡفِۭ 4﴾ هغه چې په لوږه کې يې خواړه ورکړل او له وېرې يې په امن کړل.
[قريش سورت: ١-٤ایتونه].
په دې سره مراد هغه څه دي چې دوی ورسره الفت لرلو چې هغه سفر د اوړي او د ژمي و.
یمن ته په ژمي کې سفر او په اوړي کې سفر شام ته په امن و امان.
نو يوازې د هغه الله چې د دغه بيت الحرام رب دی عبادت دې وکړي، هغه ذات چې دغه سفر يې د هغوی لپاره اسانه کړی دی او له هغه سره دې هيڅوک نه شريکوي.
هغه ذات چې دوی ته یې له لوږې څخه خواړه ورکړل او له ویرې څخه یې خوندي کړل، په هغه څه چې د عربو په زړونو کې د حرم او د هغه د اوسیدونکو تعظیم ځای پر ځای کړی.
ج:د ماعون سورت او تفسیر یې:
﴿بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 1د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی ۱
﴿أَرَءَيۡتَ ٱلَّذِي يُكَذِّبُ بِٱلدِّينِ 1 آيا هغه څوک دې ولیده چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي.
فَذَٰلِكَ ٱلَّذِي يَدُعُّ ٱلۡيَتِيمَ 2 دا همغه دی چې يتيم شړي (ټېلې ورکوي) 2.
وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ ٱلۡمِسۡكِينِ 3 او هڅول یې نه کول بې وزله ته په خوړو وركولو ۳
فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّينَ 4 نو هلاكت دى لمونځ كوونكو لره
هغه کسان چې هغوی له خپلو لمونځونو څخه ناخبره دي 5
ٱلَّذِينَ هُمۡ يُرَآءُونَ 6 هغه كسان چې ځان ښودنه (ریاكاري) كوى.
وَيَمۡنَعُونَ ٱلۡمَاعُونَ 7﴾او د اړتيا توکي له خلکو منع کوي.
[سورت الماعون: ١ - ٧ ایتونه].
تفسير:
ايا هغه دې وپېژندلو چې د قيامت په ورځ بدله درواغ ګڼي؟
هغه خو همغه دی چې يتيم له اړتيا څخه په زياته سختۍ سره شړي.
خپل ځان او نور خلک بې وزلو ته په خوړو ورکولو نه هڅوي.
نو د داسې لمونځ کوونکو لپاره تباهي او عذاب دی.
هغه کسان چې له خپلو لمنځونو بې پروا دي، هيڅ پروا يې نه لري تردې چې وخت يې تېر شي.
هغه کسان چې په خپلو لمونځونو او کړنو ځان ښودنه کوي، د الله لپاره يې نه ځانکړی کوي.
او له نورو خلکو سره پر هغه څه له مرستې کولو څخه منع کوي چې پر هغو په مرسته کې کوم زيان هم نشته.
ج:د ماعون سوره او تفسیر یې:
﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
﴿أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ 1 آیا تا هغه كس لیدلى چې د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼي(۱)
فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ 2 نو همدغه هغه كس دى چې یتیم ته ډیكې وركوي
وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ 3 او مسكین ته په طعام وركولو ترغیب نه وركوي
الَّذِينَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ 5 هغه كسان چې دوى له خپلو لمونځونو نه غافله وي.(۱)
الَّذِينَ هُمْ يُرَاءُونَ 6 هغه كسان چې دوى ریا كاري كوي
وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ 7﴾ او دوى ماعون (د استعمال عام څیزونه هم له یو بل نه) منع كوي
[سورة الماعون: ١ - ٧].
ج:د کوثر سورت او تفسیر یې:
﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
﴿إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ 1 بېشكه مونږ تا ته ډیر خیر(۱) دركړى دى
فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ 2 نو ته د خپل رب لپاره لمونځ كوه او قرباني كوه
إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ 3﴾ بېشكه ستا دښمن هم هغه بې بنیاده (او لاولده) دى
[سورة الكوثر: ١- ٣].
تفسير:
﴿بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 1د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی ۱
﴿إِنَّآ أَعۡطَيۡنَٰكَ ٱلۡكَوۡثَرَ 1 بېشکه موږ تاته ډېر خير درکړی.
فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَٱنۡحَرۡ 2 نو د خپل (هماغه) پالونکي لپاره لمونځ او قرباني وکړه 2
إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ ٱلۡأَبۡتَرُ 3﴾ بېشکه ستا دښمن بې خیره (لنډی) دی.
[الكوثر سورت: ١-٣ ایتونه].
اې رسوله! پرته له شکه موږ تاته زيات خېر درکړی، چې له هغو څخه يو په جنت کې د کوثر نهر هم دی.
نو پر دغه نعمت د الله شکر وباسه، چې يوازې هغه ته لمونځ او ذبح کوه، پر خلاف د هغه څه چې مشرکان يې خپلو بتانو ته د نېږدې والي لپاره ذبح کوي.
پرته له شکه ستا سره کينه کوونکی همغه له هر خېر څخه پرې کړل شوی دی او داسې هېر کړل شوی دی چې که ياد کړل شي؛ نو په بد سره ياديږي.
الف: د کافرون سورت او د هغه تفسیر:
﴿بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 1د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی ۱
﴿قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡكَٰفِرُونَ 1 ووايه! اې کافرانو! 1
لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ 2 زه د هغو (شیانو) عبادت نه كوم چی تاسو يې عبادت كوئ
وَلَآ أَنتُمۡ عَٰبِدُونَ مَآ أَعۡبُدُ 3 او نه تاسي د هغه څه لمانځونکي ياست چې زه يې لمانځم 3
وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ 4 او نه زه بنده ګي کوونکی یم په هغې طریقه چې تاسې یې بنده ګي کوئ 5
لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ 6﴾ تاسو لپاره ستاسو دین دى او زما لپاره زما دین دى.
[الكافرون سورت: ١-٦ ایتونه].
تفسير:
اې رسوله! ووايه: اې پر الله کفر کوونکو.
زه نه اوس او نه په راتلونکي کې د هغه څه عبادت کوم چې تاسو کوم بوتان لمانځئ.
او نه تاسې د هغه څه عبادت کوونکي ياست چې زه يې عبادت کوم، چې هغه يوازې الله دی.
او نه زه د هغه څه عبادت کوونکی يم چې تاسو کوم بوتان لمانځئ.
ستاسو لپاره مو هغه دين دی چې د ځانونو لپاره مو له ځانه جوړ کړی دی، او زما لپاره زما هغه دين دی چې الله پر ما نازل کړی دی.
﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ 1 (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى كافرانو!(۱)
وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ 3 او نه تاسو د هغه ذات خالص عبادت كوونكي يئ چې زه يې عبادت كوم
وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ 4 او نه زه د هغه شي عبادت كوونكى یم چی تاسو يې عبادت كړى دى
[سورة الكافرون: ١ - ٦].
ج:د النصر سورت او د هغه تفسیر:
﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
﴿إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ 1 كله چې د الله مرسته راشي او فتح
وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا 2 او ته خلق ووینې چې د الله په دین كې ډلې ډلې داخلېږي(۱)
فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا 3﴾ نو ته پاكي بیانوه د خپل رب له ستاينې سره او له ده نه مغفرت غواړه، بېشكه دى تل ښه توبه قبلوونكى دى
[سورة النصر: ١ - ٣].
تفسير:
﴿بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 1د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی ۱
﴿إِذَا جَآءَ نَصۡرُ ٱللَّهِ وَٱلۡفَتۡحُ 1 کله چې د الله مرسته او بريا راشي.
وَرَأَيۡتَ ٱلنَّاسَ يَدۡخُلُونَ فِي دِينِ ٱللَّهِ أَفۡوَاجٗا 2 او خلک ووينې چې د الله په دين کې ډلې ډلې داخليږي 2
فَسَبِّحۡ بِحَمۡدِ رَبِّكَ وَٱسۡتَغۡفِرۡهُۚ إِنَّهُۥ كَانَ تَوَّابَۢا 3﴾ نو بيا د خپل پالونکي له ستاينې سره د هغه پاکي بيانوه او بخښنه ترې غواړه، بېشکه هغه ډېر بخښونکی دی.
[النصر سورت: ١-٣ آیتونه].
اې رسوله! کله چې ستا د دين لپاره د الله مرسته او د هغه له لوري يې درناوی راشي او د مکې فتحه پېښه شي.
او خلک ووينې چې په اسلام کې له يوې ډلې وروسته بله ډله داخليږي.
نو پوه شه چې دغه د هغه کار د پای ته رسېدلو د رانېږدې کېدو نښه ده چې ته ورسره لېږل شوی وې، او همدا راز ستا د اجل د پای ته رسېدو او له خپل پالونکي سره د ملاقات نښه ده، نو د خپل پالونکي پاکي دې بيانوه، د هغه پر مرسته او بريا د شکر اېستلو لپاره، او له هغه څخه بخښنه وغواړه، بېشکه هغه د خپلو بندګانو د توبې ډېر قبلوونکی دی او هغوی بښي.
ج:د المسد سورت او د هغه تفسیر:
﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
﴿تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ 1 د ابو لهب دواړه لاسونه دې هلاك شي او دى هلاك شو
مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ 2 د ده هېڅ په كار رانغلل، نه د ده مال او (نه) هغه څه چې ده ګټلي وو
سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ 3 ژر ده چې دى به لمبې وهونكي اور ته داخل شي
وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ 4 او د ده ښځه هم، (زه د دغې) د لرګو اوچتوونكې (مذمت كوم)
فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ 5﴾ د دې په غاړه كې د كجورې د پټ مضبوطه رسۍ ده
[سورة المسد: ١ - ٥].
تفسير:
﴿بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 1د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی ۱
مَآ أَغۡنَىٰ عَنۡهُ مَالُهُۥ وَمَا كَسَبَ 2 نه يې مال څه (عذاب) ترې ايسارکړ او نه يې ګټې.
سَيَصۡلَىٰ نَارٗا ذَاتَ لَهَبٖ 3 ډېر ژر به د لمبووالا اور ته ور ننوځي 3
وَٱمۡرَأَتُهُۥ حَمَّالَةَ ٱلۡحَطَبِ 4 او مېرمن يې هم چې د خسو خشاکو وړونکې وه.
[المسد سورت: ۱ - ۵ ایتونه].
د نبي صلی الله عليه وسلم د تره ابولهب بن عبدالمطلب دواړه لاسونه د هغه د خپل عمل د زيان له امله زيانمن شول؛ ځکه هغه نبي صلی الله عليه وسلم ځورولو، او د هغه هڅه ناکامه شوه.
د هغه مال او اولاد هغه ته څه ګټه ورسوله؟ هغو دواړو ترې هيڅ عذاب دفع نشوای کړای، او نه يې هغه لره کوم رحمت را کش کړای شوای.
ژر به هغه د قيامت په ورځ د لمبو والا اور ته ور ننوځي، چې ګرمي به يې ګالي.
او ژر به يې مېرمن ام جميل هم اور ته ور ننوځي کومې چې نبي صلي الله عليه وسلم د هغه په لار کې د اغزیو په اچولو سره آزارولو.
چې په غاړه کې به يې محکمه اوبدل شوې رسۍ وي اور ته به پرې بېول کيږي.
ج- د اخلاص سوره او د هغه تفسیر:
﴿بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 1د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی ۱
﴿قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ 1 ووايه هغه الله يو دی.
ٱللَّهُ ٱلصَّمَدُ 2 الله بې پروا دی 2
لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ 3 نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى
وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ 4﴾ او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته(۱)
[الإخلاص سورت: 1-4 ایتونه].
تفسير:
ووایه - ای رسوله - هغه الله دی، له هغه پرته بل معبود نشته.
يعنې: د مخلوق اړتياوې ورته پورته کېږي.
هغه پاک ذات نه بچی لري، او نه پلار.
او په مخلوق کې د ده هیڅوک سیال برابر نشته.
﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ 1 (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى(۱)
اللَّهُ الصَّمَدُ 2 هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى
[سورة الإخلاص: 1 - 4].
ج- د الفلق سورت او د هغه تفسیر:
﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ 1 (اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم
مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ 2 د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى
وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ 3 او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي
وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ 4 او له شر د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي
وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ 5﴾ او د حسد كوونكي له شر نه كله چی دى حسد (شروع او ښكاره) كړي
[سورة الفلق: 1 - 5].
تفسير:
﴿بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 1د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی ۱
﴿قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلۡفَلَقِ 1 ووايه د سباوون پر رب پناه غواړم.
وَمِن شَرِّ ٱلنَّفَّٰثَٰتِ فِي ٱلۡعُقَدِ 4 او په غوټو کې د پو کوونکو له شره 4.
وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ 5﴾ او د حسد كوونكي له شر نه كله چی دى حسد (شروع او ښكاره) كړي)
[الفلق: 1-5].
اې رسوله! ووايه: د سهار پر پالونکي ځان خوندي کوم او پر هغه پناه غواړم.
له مخلوقاتو څخه د هغه چا له شره چې آزار رسوي.
او زه الله تعالی ته پناه وړم له هغو شرونو څخه چې د شپې له خوا د جاندارانو او غلو څخه څرګندیږي.
او پر هغه (الله ) ځان ساتم د هغو کوډګرو له شره چې په غوټو کې پوکی کوي.
او د هغه حسد کوونکي له شر څخه چې له خلکو سره دښمني کوي، د هغو نعمتونو په خاطر چې الله ورته ورکړي حسد کوي، غواړي چې دغه نعمتونه له دوی څخه لرې شي او دوی ته زیان ورسیږي.
ج- د الناس سورت او تفسیر یي:
﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى.
﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ 1 (اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم
مَلِكِ النَّاسِ 2 چې د خلقو بادشاه دى
إِلَهِ النَّاسِ 3 د خلقو (حقیقي) معبود دى
مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ 4 له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي(۱)
الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ 5 هغه چې د خلقو په سینو كې وسوسې اچوي
مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ 6﴾ چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي
[سورة الناس: 1 - 6].
تفسير:
﴿بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ 1د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی ۱
﴿قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلنَّاسِ 1 ووايه د (ټولو) خلکو پر پالونکي پناه غواړم.
مَلِكِ ٱلنَّاسِ 2 چې د خلکو پاچا دی 2.
إِلَٰهِ ٱلنَّاسِ 3 په حقه د عبادت لایق دی 3
مِن شَرِّ ٱلۡوَسۡوَاسِ ٱلۡخَنَّاسِ 4 د بيا بيا تلونکي راتلونکي وسوسه اچوونکي له شره.
ٱلَّذِي يُوَسۡوِسُ فِي صُدُورِ ٱلنَّاسِ 5 هغه چې د خلکو په زړونو کې وسوسې اچوي 5.
مِنَ ٱلۡجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ 6﴾هم له پېريانو او هم له انسانانو 6﴾
[الناس سورت: 1-6 ایتونه].
اې رسوله! ووايه: د خلکو پر پالونکي ځان ساتنه کوم او پر هغه پناه غواړم.
هر څنګه چې وغواړي پر هغوی کې تصرف کوي، او دوی ته پرته له هغه بل مالک نشته.
په حقه د هغوی معبود دی، له هغه پرته هغوی لره بل په حقه معبود نشته.
د شیطان له شر څخه چې په خلکو کې خپل وسوسه اچوي.
خپله وسوسه د خلکو زړونو ته اچوي.
يعنې وسوسه اچوونکی له انسانانو څخه هم وي او له پيريانو څخه هم وي.
ج – د امیرالمؤمنین ابو حفص عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایلې دي:
«إنما الأعمال بالنيات، وإنما لكل امرئ ما نوى، فمن كانت هجرته إلى الله ورسوله؛ فهجرته إلى الله ورسوله، ومن كانت هجرته لدنيا يصيبها، أو امرأة ينكحها؛ فهجرته إلى ما هاجر إليه» بیشکه صحت د عملونو په نیتونو پورې دی او هر انسان ته به هغه څه حاصل شي چې نیت یې کړی وي، نو چا چې د الله او د هغه د رسول لپاره هجرت کړی وي؛ د هغه هجرت د الله او د هغه د رسول لپاره دی، او چا چې هجرت د دنیا لپاره او یا د یوې ښځې سره د واده کولو لپاره، کړی وي نو د هغه هجرت د هغه څه لپاره دی چې هغه ورته هجرت کړی وی.
بخاري او مسلم روایت کړی دی.
د حدیث ځینې فایدې:
۱- هر عمل باید ضرور د هعې د پاره نیت وي، لکه لمونځ، روژه، حج او داسې نور عملونه.
۲- په نيت کې باید د الله تعالی لپاره اخلاص موجود وي.
«إنما الأعمال بالنيات، وإنما لكل امرئ ما نوى، فمن كانت هجرته إلى الله ورسوله؛ فهجرته إلى الله ورسوله، ومن كانت هجرته لدنيا يصيبها، أو امرأة ينكحها؛ فهجرته إلى ما هاجر إليه» «بیشکه دارومدار د عملونو په نیتونو پورې دی او هر انسان ته به هغه څه حاصل شي چې نیت یې کړی وي، نو چا چې د الله او د هغه د رسول لپاره هجرت کړی وي؛ د هغه هجرت د الله او د هغه د رسول لپاره دی، او چا چې هجرت د دنیا لپاره او یا د یوې ښځې سره د واده کولو لپاره، کړی وي نو د هغه هجرت د هغه څه لپاره دی چې هغه ورته هجرت کړی وی».
۱- هر عمل باید د د پاره نیت وي، لکه لمونځ، روژه، حج او داسې نور عملونه.
ج- د مؤمنانو د مور ام عبدالله عایشه رضی الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان راپیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي».
بخاري او مسلم روایت کړی دی.
د حدیث ځینې فایدې:
۱- په دين کې د بدعت د پیداکولو څخه منع.
۲- نوی له ځانه جوړ شوي عملونه مردود دی او نه قبلیږي.
"چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان راپیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي."
ج – له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وايي:
«مونږ یوه ورځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، چې ناڅاپه یو سړی را ښکاره شو، سپینې جامې یې پر تن وې، تک تور وېښتان يې و، د سفر کومه نخښه پرې نه ښکارېده او له موږ څخه هېچا هم نه پېژانده، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کېناست، نو خپل زنګنونه يې د هغه زنګنونو ته ورتکیه کړل او لاسونه يې پر ورنونو ورکېښودل، او ورته یې وویل: «اې محمده! ماته د اسلام په اړه خبر راکړه»، هغه ورته وفرمایل: «اسلام: دا دی چې ګواهي ورکړې پردې چې له الله پرته بل معبود نشته او پر دې چې محمد د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونيسې او د بیت الله حج وكړې که د رسېدو لاره دې ورته وموندله»، هغه وویل: «رښتیا دې وویل». نو مونږ ورته حيران شو چې هم پوښتنه کوي او هم یې تصدیقوي، (بیا یې) وويل: «ما ته د ایمان په اړه خبر راکړه»، ويې فرمایل: «دا چې په الله، د هغه په ملاېکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او د آخرت په ورځ ایمان راوړې، او د تقدیر په خیر او شر باور ولرې»، هغه وویل: «رښتیا دې وویل». ویې ویل: «نو د احسان په اړه خبر راکړه»، ويې فرمایل: «دا چې د الله تعالی عبادت داسې وکړې لکه چې ته هغه وینې، که چېرته یې ته نه وینې نو هغه خو تا ویني». ویې ویل: «نو ماته د قيامت په اړه خبر راکړه»، ويې فرمایل: «پوښتل شوی له پوښتونکي څخه ډېر پوه ندى». ویې ویل: «نو د هغې د نښو په اړه خبر راکړه»، ويې فرمایل: «دا چې وینځه خپل بادار وزیږوي، او دا چې ته پښې لوڅي، بربنډ، بېوزله شپانه ووینې چې یو له بل څخه په ودانیو کې وړاندیوالی کوي». بیا هغه روان شو، یو څه وخت تېر شو، بیا یې وویل: «اې عمره! آیا ته پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟»، ما وویل: "الله او د هغه رسول ښه پوهیږي"، ویې فرمایل: «دا جبریل و، هغه تاسو ته راغلی و تر څو مو دین دروښایي»"
مسلم روایت کړی.
د حدیث ځینې فایدې:
۱- د اسلام د پنځو رکنونو یادونه؛ او هغه دادي:
- شاهدي ورکول چی لا إله إلا الله، وأن محمدا رسول الله. له الله پرته بل په حقه معبود نشته او محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله رسول دی.
- او لمونځ قائمول.
- او زکات ورکول.
- او د رمضان روژه.
- او د بیت الله الحرام حج کول.
۲- د ايمان د رکنونو یادونه او هغه شپږ دي:
- په الله ایمان.
۲- د هغه په ملاېکو.
۳- د هغه په کتابونو.
۴- د هغه په پیغمبرانو.
۵- او د آخرت په ورځ ایمان لرل دي.
۶- او تقدیر؛ خیر او شر یې.
۳- د احسان یو رکن يې ياد کړ او هغه داچې د الله عبادت داسې وكړئ چې ته يې ويني او كه دا حالت نه شې جوړولای نو دا حالت خو خامخا جوړ کړه چې الله ما ویني.
۴- د قيامت وخت، يوازې الله تعالی پرې پوهيږي.
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه فرمایي: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، یوه ورځ یو سړی را ښکاره شو چې سپینې جامې یې په تن وې. ډېر تور ويښتان يې و، د سفر کومه نښه په کې نه لیدل کېده، او له موږ څخه هیچا هم نه پېژنده، تر دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته کېناست، نو خپل زنګنونه يې د هغه زنګنونو ته ورتکیه کړل او لاسونه يې پر ورنونو ورکېښودل، او ورته ویې وویل: ای محمده! ماته د اسلام په باره کې خبر راکړه، هغه ورته وویل: اسلام: دا دی چی ګواهي ورکړې چې له الله پرته بل معبود نشته او محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونيسې او د بیت الله حج وكړې ." كه ورته لاره پيدا كړاى شې ." ويې ويل: "ته رښتيا وایي." موږ حيران شو چې هم پوښتنه کوی او هم یې تصدیق کوي، ويې ويل: ما ته د ایمان په باره کې خبر راکړه" هغه وویل: " هغه دا چی په الله، د هغه په ملائکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او د آخرت په ورځ ایمان راوړې، او په تقدیر باور ولرې؛ په خیر او شر یی" هغه وویل: "ته رښتیا دې وویل." هغه وویل: "د احسان په باره کې خبر راکړه ." هغه وویل: "د الله عبادت کول په داسې حال چې ګویا کې ته الله وینې او که داسې حالت نه شې جوړولای نو بیا یقین جوړ کړه چې بیشکه الله ما ګوري." ويې ویيل: ماته د قيامت په باره کې خبر راکړه، ويې ويل: پوښتل شوی له پوښتونکي څخه ډېر پوه نه دى، هغه وويل: د هغې نښې راته ووايه." ويې ويل: "دا چې کنیزه خپل مالک وزیږوي، او دا چې ته وګورې چې پښې ابل ، بربنډ ،محتاج ،شپانه یو له بله په ابادیو کې وړاندیوالی کوي." بیا هغه روان شو، یو څه وخت تیر شو، بیا یې وویل: "اې عمره! آیا ته پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟، ما وویل: الله او د هغه رسول ښه پوهیږي، ویې ویل: دا جبرائیل و، هغه تاسو ته راغلی و تر څو مو پر دین پوه کړي.
د حدیث ګټې:
۱- د اسلام د پنځو رکنونو یادونه؛ او هغه:
شاهدي ورکول چی لا إله إلا الله، وأن محمدا رسول الله. له الله پرته بل په حقه معبود نشته او محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله رسول دی.
او لمونځ قائمول.
او زکات ورکول.
او د رمضان روژه.
او د بیت الله الحرام حج کول.
په الله ایمان.
۲- د هغه په پرښتو.
۳- د احسان یو رکن يې ياد کړ او هغه داچې د الله عبادت داسې وكړئ چې ته يې ويني او كه دا حالت نه شې جوړولای نو دا حالت خو خاماخا جوړ کړه چې الله ما ویني.
ج- له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«أكمل المؤمنين إيماناً: أحسنهم خلقاً». «په مؤمنانو کې د کامل ایمان خاوندان هغه دي چې ښه اخلاق ولري».
ترمذي روایت کړی، او ویلي يې دي چی صحيح حسن حدیث دی.
د حدیث ځینې فایدې:
۱- ښو اخلاقو ته هڅول.
۲- او د اخلاقو کمال د ایمان د کمال څخه دي.
۳- او دا چې ایمان زیاتیږي او کمیږي.
«أكمل المؤمنين إيماناً: أحسنهم خلقاً». "د کامل ایمان خاوندان هغه دي چې ښه اخلاق ولري."
ترمذي روایت کړی، او ویلي دي چی حسن حدیث دی.
۲- د اخلاقو کمال د ایمان د کمال څخه دي.
ج- له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«څوک چې له الله پرته په بل څه قسم وکړي؛ هغه کفر یا شرک کړی دی».
ترمذي روایت کړی.
د حدیث ځینې فایدې:
- د الله تعالی پرته په بل څه قسم کول جواز نلري.
- له الله پرته په بل چا قسم کول له کوچني شرک څخه دي.
څوک چې له الله پرته په بل څه قسم یاد کړي؛ هغه کفر یا شرک کړی دی.»
د ترمذی روایت.