Skip to content

پوښتنه: د شهادة أنَّ محمداً رسول الله معنی څه ده؟

الباب / الفصل
قسم العقيدة

السؤال

۶. پوښتنه: د شهادة أنَّ محمداً رسول الله معنی څه ده؟

الجواب

ج – معنی یې دا ده: چې الله تعالی هغه د عالمیانو لپاره زیری ورکونکی او ویرونکی رالیږلی دی.

ضرور داده چی:

۱- په هغه څه چې یې امر کړی اطاعت یې وشی.

۲- تصدیق د هغه څه چی خبر یې ورکړی.

۳- د هغه نافرماني نه کول.

۴- د الله عبادت نه کول مګر د هغه د شریعت مطابق، او د هغه د سنتو پیروي او د بدعت پرېښودل دي.

الله تعالی فرمايي: ﴿مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ ...﴾ [سورة النساء: 80]. چا چې د رسول اطاعت وکړ، نو یقینًا هغه د الله اطاعت وکړ، او الله تعالی فرمايي:

﴿وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى 3 إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى 4﴾ او دى له خپل خواهش نه خبرې نه کوي. ندى دا (قرآن) مګر وحې چې (ده ته) وحې کېږي.

[سورة النجم: 3، 4].

او الله تعالی فرمايي:

﴿لَقَدْ کانَ لَکمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ کانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَکرَ اللَّهَ کثِيرًا 21﴾ یقینًا تاسو لپاره په رسول الله کې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي.

[سورة الأحزاب: 21].

  • ضرور داده چې:

الله تعالی فرمايي:

﴿مَّن يُطِعِ ٱلرَّسُولَ فَقَدۡ أَطَاعَ ٱللَّهَۖ﴾ (څوك چې د رسول حكم مني د الله حكم يې منلی دی).

[النساء سورت: 80 آیت]،

  • او الله پاک فرمایلي:

﴿وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلۡهَوَىٰٓ 3 (او دی له خپله هوسه نه غږیږي ۳

إِنۡ هُوَ إِلَّا وَحۡيٞ يُوحَىٰ 4﴾ دا له وحي پرته بل څه نه دي چې ورته رالېږل كيږي ۴).

[النجم سورت: 3-4 ایتونه].

﴿لَّقَدۡ كَانَ لَكُمۡ فِي رَسُولِ ٱللَّهِ أُسۡوَةٌ حَسَنَةٞ لِّمَن كَانَ يَرۡجُواْ ٱللَّهَ وَٱلۡيَوۡمَ ٱلۡأٓخِرَ وَذَكَرَ ٱللَّهَ كَثِيرٗا﴾ (بېشكه ستاسي لپاره د رسول الله په تابعدارۍ کې ښائسته پېروي شته، د هغه چا لپاره چې د الله او د آخرت له ورځې هيله لري او الله ډېر يادوي).

[الأحزاب سورت: 21 ایت].