" یقینا چې الله جل جلاله زما امت ته له هغه څه تېر شوی چې دوی ته یې نفسونه وسوسې وراچوي، تر هغه پورې چې یا پرې عمل وکړي او یا یې ووایي".
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
" یقینا چې الله جل جلاله زما امت ته له هغه څه تېر شوی چې دوی ته یې نفسونه وسوسې وراچوي، تر هغه پورې چې یا پرې عمل وکړي او یا یې ووایي".
«إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ عَنْ أُمَّتِي مَا حَدَّثَتْ بِهِ أَنْفُسَهَا، مَا لَمْ تَعْمَلْ أَوْ تَتَكَلَّمْ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې مسلمان په هغه څه نه نیول کیږي چې په زړه کې یې کومه د شر خبره تېره شي مخکې لدې چې عمل پرې وکړي او یا یې په ژبه ووایي، ځکه چې الله جل جلاله مشقت پورته کړی او بخښلی یې دی، او د محمد صلی الله علیه وسلم امت په هغه څه نه نیسي چې په ذهن کې یې تېرېږي او په زړه کې یې اوړي را اوړي، خو پدې شرط چې باور پرې ونه کړي او زړه ته یې کښېنباسي؛ خو که چېرته یې په زړه کې ځای ورکړ لکه کبر، غرور، منافقت او یا یې په اندامونو عمل وکړ او یا یې په ژبه وویل، نو بیا پرې نیول کیږي.
الله تعالی له هغو افکارو او وسوسو څخه چې په زړه کې تېرېږي، تېر شوی او معاف کړي یې دي، هغه فکرونه او وسوسې چې د انسان په زړه کې تېرېږي او په ذهن کې یې اوړي را اوړي.
که د طلاق په اړه یو انسان فکر وکړي او په زړه کې یې تېر شي، خو تلفظ یې پرې نه وي کړی او نه یې لیکلی وي، نو هغه طلاق نه بلل کیږي.
کومې خبرې چې د انسان په زړه کې تېرېږي که څومره لویه هم وي انسان پرې تر هغه پورې نه نیول کیږي چې یا پرې عمل وکړي او یا یې ووایي.
د محمد صلی الله علیه وسلم د امت خورا لوی ارزښت چې دا ځانګړتیا یې ورکړې، چې په هغو خبرو نه نیول کېږي چې په زړه کې تېرېږي، البته دا د پخوانیو امتونو پر خلاف ځانګړتیا ده.
نور (12)
صحيح البخاري (7/ 46) (5269).
صحيح مسلم (1/ 116) (127).
منحة العلام في شرح بلوغ المرام.
لعبد الله الفوزان (7/ 560).
فتح ذي الجلال والاكرام بشرح بلوغ المرام.
لابن عثيمين (5/ 46).
توضِيحُ الأحكَامِ مِن بُلوُغ المَرَام.
للبسام (5/ 502).
حاشية السندي على سنن ابن ماجه.
للسندي (6/ 157).
البدرُ التمام شرح بلوغ المرام.
للمغربي (8/ 49).