له پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره مې لمونځ وکړ، هغه به ښي لور ته «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ»، او کیڼ لور ته : «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ» داسې سلام ګرځاوه.
له وائل بن حجر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې:
له پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره مې لمونځ وکړ، هغه به ښي لور ته «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ»، او کیڼ لور ته : «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ» داسې سلام ګرځاوه.
صَلَّيْتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَكَانَ يُسَلِّمُ عَنْ يَمِينِهِ: «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ»، وَعَنْ شِمَالِهِ: «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ».
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل له لمانځه څخه ووځي نو ښي او کیڼ لور ته به یې داسې سلام ګرځاوه چې: لومړی به یې د (السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) په ویلو سره ښي لور ته او د (السلام عليكم ورحمة الله) په ویلو سره کیڼ لور ته سلام ګرځاوه.
د لمانځه څخه د وتلو لپاره (ښي او کیڼ لور ته) د سلام ګرځولو مشروعیت او دا چې سلام ګرځول د لمانځه له ارکانو څخه دي.
مستحب دي چې کله ناکله د سلام ګرځولو پر مهال د (وبرکاته) الفاظ ورزیات شي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوامداره توګه داسې نه کول.
د لمانځه پر مهال د دوو سلامونو ويل واجب رکن دی، خو د تلفظ پر مهال یې مخ ګرځول مستحب دي.
په کار دي چې د (السلام عليكم ورحمة الله) الفاظ د مخ اړولو پر مهال وویل شي؛ نه ترې مخکې او نه وروسته.
نور (6)
سنن ابو داود (2/ 239) (997).
المجموع شرح المهذب (مع تكملة السبكي والمطيعي) النووي (3/ 479).
المنهاج شرح صحيح مسلم بن الحجاج.
النووي (4/ 153).
توضيح الأحكام شرح بلوغ المرام.
لعبد الله البسام (2/ 291).