«زما په مدحه او توصیف کې تاسو له حد څخه مه اوړئ، لکه څرنګه چې نصارا د عیسی زوی د مریمې په مدحه او توصیف کې له حده اوړیدلي وو؛ بېشکه چې زه د هغه بنده یم، نو تاسو ووایئ: د الله بنده او رسول».
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویل یې:
«زما په مدحه او توصیف کې تاسو له حد څخه مه اوړئ، لکه څرنګه چې نصارا د عیسی زوی د مریمې په مدحه او توصیف کې له حده اوړیدلي وو؛ بېشکه چې زه د هغه بنده یم، نو تاسو ووایئ: د الله بنده او رسول».
«لَا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ؛ فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ، فَقُولُوا: عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په مدحه او توصیف بیانولو کې له مبالغې او شرعي حدودو له اوړېدلو څخه منع کړې ده، چې څوک یې د الله تعالی په صفتونو او یا ځانګړو افعالو سره یاد کړي، او یا دا چې - باور ولري - په غیبو پوهیږي، او یا دا چې له الله سره رابلل کیږي، لکه څرنګه چې نصاراوو د عیسی زوی د مریمې علیهما السلام په حق کې کړي وو. بیا یې واضحه کړه چې هغه د الله له بنده ګانو څخه یو بنده ده، او امر یې وکړ چې په اړه یې ووایو: د الله بنده او رسول دی.
...:
په تعظیم او ستاینه کې له شرعي حد څخه د اوړېدلو په اړه خبرداری؛ ځکه چې دا د شرک سبب ګرځي.
هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه امت ته خبرداری ورکړی و، پدې امت کې پېښ شول، نو یوې ډلې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه افراط وکړ او یوې بلې د اهل بیت په اړه، او بلې ډلې د اولیاوو په اړه؛ نو ټول په شرک کې واقع شول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ځان په اړه وویل چې هغه د الله بنده دی؛ تر څو خلکو ته وښایي چې د الله روزلی شوی بنده دی، او جایز ندی چې د ربوبیت له ځانګړتیاوو څخه په کوم شي سره یاد شي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ځان په اړه یادونه وکړه چې د الله رسول دی؛ تر څو ښکاره کړي چې هغه د الله تعالی لخوا لیږلی شوی پيغمبر دی، نو تصدیق او پيروي یې واجب ده.
نور (7)
صحيح البخاري (4/ 167) (3445).
عمدة القاري شرح صحيح البخاري.
محمود بن أحمد بدر الدين العيني (16/ 37).
فتح الباري.
لابن حجر (6/ 490).
منار القاري شرح مختصر صحيح البخاري.
حمزة محمد قاسم (4/ 208).
په کتابونو کې یاد شوی
4 کتابونهنور (4)
- مجموعة زاد التربية الإسلامية (1)، والسيرة النبوبة (1)، والعقيدة (1)، والفقه (1)التربية الأسلامية 1«كما أطْرتْ النّصارى ابْن مرْيم»
- موسوعة الأسئلة (المجموعة الأولى)«لَا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ، فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ، فَقُولُوا: عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ»
- نبراس طالب (1)1«لاَ تُطْرُونِي([1]) كَمَا أَطْرَتْ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ، فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ، فَقُولُوا: عَبْدُ الله وَرَسُولُهُ»
- نبراس طالب (4)1«لَا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ، فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ، فَقُولُوا: عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ»