Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 8

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

ما به هر هغه څه لیکل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه به مې اورېدل، او غوښتل مې چې حفظ یې کړم، خو قریشو لدې کار څخه منع کړم او ویې وییل: آیا ته هر هغه څه لیکې چې ته یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورې، پداسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم انسان دی، کله د غصې او خوښۍ په حالت کې خبرې کوي؟ نو ما لیکنه بنده کړه او پدې اړه مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یادونه وکړه، نو هغه په ​​خپلې ګوتې سره خپلې خولې ته اشاره وکړه او ویې ویل: «اكتُبْ، فوالذي نفسي بيدِه، ما يَخرُجُ منه إلا حقٌّ». «لیکه، په هغه ذات قسم چې زما روح یې په لاس کې دی، چې له حق پرته ترې بل څه نه راوځي».
صحيح دی ابو داود روايت کړی دی
زه د بنو عامر له پلاوي سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لور روان شوم، موږ وویل: ته زموږ بادار یې، هغه وفرمایل: «الله جل جلاله بادار دی»، موږ وویل: په موږ کې د فضیلت له اړخه تر ټولو غوره او د نفوذ له اړخه تر ټولو پیاوړی یې، هغه وفرمایل: «څه چې وایئ ووایئ، یا ځینې داسې ویناوې وکړئ، خو شیطان دې تاسې له حد څخه په اوړېدلو دوکه نه کړي».
صحيح دی ابو داود او احمد روايت کړی دی
"زما ټول امتیان به جنت ته داخلیږي مګر هغه څوک چې انکار وکړي " هغوی وویل: اې د الله رسوله! هغه څوک دی چې انکار به کوي؟ ویې فرماییل: چا چې زما اطاعت وکړ هغه به جنت ته داخل شي او چا چې زما نافرماني وکړه نو بېشکه چې هغه انکار کړی دی».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې - وحې پداسې حال کې - نازله شوه، چې هغه د څلوېښتو کالو و، نو په مکه مکرمه کې دیارلس کاله پاتې شو، بیا ورته د هجرت کولو امر وشو، نو مدېنې ته یې هجرت وکړ، هلته لس کاله پاتې شو، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو.
صحيح دی متفق علیه دی
«ما ته پنځه شیان راکړل شوي دي چې له ما څخه مخکې هیچا ته نه وو ورکړل شوي: ماته په وېره بریا راکړل شوې؛ زه چې کوم ځای ته ځم نو د یوې میاشتې د مزل په اندازه مې رعب هلته مخکې رسیدلی وي، او ټوله ځمکه زما لپاره جومات او پاک ځای ګرځېدلی، نو زما له امت څخه چې په هر چا د لمانځه وخت راغی نو لمونځ دې وکړي، او ماته غنیمت روا شوی چې زما نه مخکې هیچا ته نه و روا، او ماته شفاعت راکړل شوی او دا چې هر نبي به خاص خپل امت ته لېږل کېده او زه ټولو خلکو ته لېږل شوی یم».
صحيح دی متفق علیه دی
«قسم په هغه ذات چې د محمد روح یې په لاس کې دی، له دې امت څخه چې هر څوک؛ که هغه یهودي وي یا نصراني، زما په اړه خبره شي، او بیا پداسې حال کې مړ شي چې په هغه څه یې ایمان نه وي راوړی چې زه پرې رالېږل شوی یم، مګر دا چې هغه به له دوزخیانو څخه شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المَالُ حَتَّى لاَ يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». «قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې به عیسې زوی د مریمې په عدالت قایمولو سره راښکته شي، صلیب به مات کړي او خنزیر به ووژني، جزیه به وټاکي، او مال به دومره پراخه شي چې هېڅوک به یې (د صدقې په حېث) نه قبلوي».
صحيح دی متفق علیه دی
په داسې حال کې چې مونږ په مسجد کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو چې یو سړی په اوښ سپور راغی، اوښه یې په مسجد کې چو کړه او بیا یې پښې ته ولکه ورواچوله، بیا یې هغوی ته وویل: په تاسو کې محمد څوک دی؟ پداسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی په منځ کې ډډه وهلې وه، نو مونږ وویل: دا سپین سړی دی چې ډډه یې وهلې ده، نو سړي ورته وویل: اې د عبدالمطلب زویه! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ما ځواب درکړ (یعنې خبره دې اورم) نو هغه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: زه له تا څخه سختې پوښتنې کوم، نو - زما په پوښتنو - مه غصه کیږه او زړه ته یې مه نیسه (یعنې خوا دې پرې مه بدوه) نو ويې فرمايل: هر څه دې چې زړه کې وي په اړه یې پوښتنه وکړه، نو ویې ويل: زه له تا څخه ستا د رب او له تا څخه د مخکنيو خلکو د رب په نوم پوښتنه کوم چې آيا ته الله تعالی ټولو انسانانو ته لېږلې يې؟ هغه وفرمایل: هو - الله پوهیږې چې زه ریښتنی یم - ويې ويل: زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی تاته امر کړی دی چې مونږ په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه وکړو؟ هغه وفرمایل: هو ، الله پوهیږې چې زه ریښتنی یم، هغه وویل : زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی تاته امر کړی دی چې د کال دا میاشت - رمضان - روژه ونیسو؟ هغه وفرمایل: هو - الله پوهیږي چې زه ریښتېنی یم - ویې وییل: زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی درته امر کړی دی چې زمونږ له مالدارو څخه دا زکات واخلې او زمونږ په غریبانو یې وویشې؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو، الله پوهیږي چې زه ریښتینی یم، نو سړي وویل: هغه څه دې چې راوړي ما پرې ایمان راوړی دی او زه؛ زما تر شا د خپل قوم د خلکو استازی یم، او زه ضمام بن ثعلبه د بنو سعد بن بکر له قبیلې څخه یم.
صحيح دی متفق علیه دی