«بېشکه چې الله تعالی زما لپاره زما د امت تېروتنه، هېرېدل، او هغه څه چې دوی پرې مجبور کړل شوي، معاف کړي دي».
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«بېشکه چې الله تعالی زما لپاره زما د امت تېروتنه، هېرېدل، او هغه څه چې دوی پرې مجبور کړل شوي، معاف کړي دي».
«إنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ لِي عَنْ أُمَّتِي الخَطَأَ وَالنِّسْيَانَ وَمَا اسْتُكْرِهُوا عَلَيْهِ».
نبي صلی الله علیه وسلم بیانوي چې: الله تعالی د هغه امت په دریو حالتونو کې بخښلی دی: لومړی: تېروتنه، دا هغه عمل دی چې له هغوی (امت) څخه بې له قصده صادر شي، یعنې یو مسلمان یو کار د یوه هدف لپاره ترسره کوي، خو د هغه عمل پایله بل څه راووځي له هغه څه نه چې ده غوښتل. دویم: هېرېدل، دا هغه حالت دی چې یو مسلمان یو څه په یاد لري، خو د عمل کولو پر مهال ترې هېر شي، نو په داسې حالت کې پرې هېڅ ګناه نشته. درېیم: جبر یا زور، کېدای شي بنده مجبور شي داسې یو کار پرې په زوره وشي چې اصلاً یې نه غواړي، او د زور یا جبر د دفع کولو وس ونه لري، نو په داسې حالت کې پرې ګناه نشته او نه ورته کومه سختي (حرج) ورپېښېږي. خو دا په یاد لرل په کار دي چې د حدیث موضوع د بنده او د هغه د رب ترمنځه ده، کله چې دی ناروا عمل تر سره کوي، او په کوم عمل چې ورته امر شوی نو په هېرېدو سره ترې نه ساقطېږي خو: که د عمل له امله یې د نورو خلکو حق ضایع شي، نو د هغوی حق نه ساقطېږي لکه: څوک چې یو انسان په خطا ووژني، نو دیت پرې واجب دی، یا یې د یو چا موټر په تېروتنه خراب کړ، نو تاوان به یې پرې کوي.
په خپلو بندګانو د الله جل جلاله د رحم پراخوالی او مهرباني چې له دوی څخه یې ګناه او ملامتیا لرې کړې ده، کله چې له دوی څخه پدې درېو حالتونو کې کومه ګناه صادره شي.
د الله تعالی فضل پر نبي صلی الله علیه وسلم او د هغه په امت.
د ګناه معاف کېدلو معنی دا نه ده چې شرعي حکم یا تاوان ورته هم معاف شي، د بېلګې په توګه: که د چا اودس هېر شي او لمونځ وکړي، پدې ګمان چې اودس یې شته، نو په دې کې پرې ګناه نشته، خو دا پرې واجب دي چې اودس وکړي او لمونځ راوګرځوي.
د جبر له امله د ګناه معاف کېدو لپاره باید ځینې شرایط پوره وي لکه: څوک چې په جبر سره پر خلکو یو عمل تر سره کوي، به ریښتیا د هغه څه د تر سره کولو توان لري چې ګواښ يې کوي.
نور (7)
الأربعين النوويه (ص127) (ح39).
سنن ابن ماجه (3/ 200) (2045).
د البيهقي السنن الکبری، (7/ 584) (15094).
التحفة الربانية في شرح الأربعين حديثًا النووية.
لإسماعيل الأنصاري (ص89).
شرح الأربعين النووية.
لابن عثيمين (ص382).
په کتابونو کې یاد شوی
7 کتابونهنور (7)
- المختصر في آداب السفر وصفة الحج والعمرة وآداب الزيارة والأدعية الجامعة مع ملحق بالفتاوى والمخالفات6- فتاوى الحج والعمرة والزيارة (للحرمين)«رُفِعَ عَنْ أُمَّتِي الخَطأُ والنِّسْيانُ وَمَا اسْتُكْرِهُوا عَلَيهِ».
- سؤال وجواب حول الإسلام«رُفِعَ عن أُمَّتي الخطأَ والنِّسيانَ وما استُكْرِهوا عليهِ»
- شرح الأربعين النووية«إنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ لِي عَنْ أُمَّتِي الْخَطَأَ وَالنِّسْيَانَ وَمَا اسْتُكْرِهُوا عَلَيْهِ».
- صفة الحج«إِنَّ اللهَ تَجَاوَزَ عَنْ أُمَّتِي الْخَطَأَ وَالنِّسْيَانَ وَمَا اسْتُكْرِهُوا عَلَيْهِ»[33].
- فتاوى الحج والعمرة والزيارة«رفع عن أمتي الخطأ والنسيان وما استكرهوا عليه».
- فتاوى الحج والعمرة والزيارةفتاوى الحج والعمرة والزيارة (للحرمين)«رفع عن أمتي الخطأ والنسيان وما استكرهوا عليه».
- مجموعة زاد التفسير (1)التفسير 1«إِنَّ اللَّهَ وَضَعَ عَنْ أُمَّتِى الْخَطَأَ وَالنِّسْيَانَ وَمَا اسْتُكْرِهُوا عَلَيْهِ» .