وَٱلسَّمَآءِ وَٱلطَّارِقِ
په اسمان او د شپې په راتلونکي قسم.
الطَّارق is chapter ٨٦ of the Quran and has ١٧ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.
وَٱلسَّمَآءِ وَٱلطَّارِقِ
په اسمان او د شپې په راتلونکي قسم.
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلطَّارِقُ
او ته څه خبر يې چې د شپې راتلونکی څه دی.
ٱلنَّجۡمُ ٱلثَّاقِبُ
ځلېدونکی ستوری دی.
إِن كُلُّ نَفۡسٖ لَّمَّا عَلَيۡهَا حَافِظٞ
هيڅوک داسې نشته چې پر هغو دې يو ساتونکی نه وي.
فَلۡيَنظُرِ ٱلۡإِنسَٰنُ مِمَّ خُلِقَ
نو انسان دې وګوري چې له څه پيدا شوی دی.
خُلِقَ مِن مَّآءٖ دَافِقٖ
له ټوپ وهونکو اوبو پيدا دی.
يَخۡرُجُ مِنۢ بَيۡنِ ٱلصُّلۡبِ وَٱلتَّرَآئِبِ
چې د شا او سينې د هډوکو له منځه راوځي.
إِنَّهُۥ عَلَىٰ رَجۡعِهِۦ لَقَادِرٞ
بېشکه هغه (الله) يې پر بيا پيدا کولو ځواکمن دی.
يَوۡمَ تُبۡلَى ٱلسَّرَآئِرُ
په کومه ورځ چې پټ شيان رابرسېره کړل شي.
فَمَا لَهُۥ مِن قُوَّةٖ وَلَا نَاصِرٖ
بيا به نه څه (خپله زور) لري او نه مرستندوی.
وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلرَّجۡعِ
او قسم دی پر آسمان؛ راګرځیدونکي (په اورښت سره).
وَٱلۡأَرۡضِ ذَاتِ ٱلصَّدۡعِ
او پر چاودېدونکې ځمکه قسم.
إِنَّهُۥ لَقَوۡلٞ فَصۡلٞ
بېشکه هغه يوه بېلوونکې وينا ده.
وَمَا هُوَ بِٱلۡهَزۡلِ
او څه ټوکه او مسخره نه ده.
إِنَّهُمۡ يَكِيدُونَ كَيۡدٗا
بېشکه هغوی چل کوي چل.