٤ : ١٠٣
فَإِذَا قَضَيۡتُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ قِيَٰمٗا وَقُعُودٗا وَعَلَىٰ جُنُوبِكُمۡۚ فَإِذَا ٱطۡمَأۡنَنتُمۡ فَأَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَۚ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ كَانَتۡ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ كِتَٰبٗا مَّوۡقُوتٗا
نو چې لمونځ ختم كړئ بيا هم په ولاړه، ناسته او اړخ ملاسته الله يادوئ، او كله چې ډاډه شوئ نو بيا (سم پوره) لمونځ كوئ، بې شكه لمونځ په ټاكلو وختو كې پر مومنانو فرض دى.